صدر ټرمپ امریکې ته د مهاجرت ځنډولو حکمنامه لاس لیک کړه

صدر ټرمپ وویل د مهاجرت په اړه نوی ګام به د ملک د صحت د خېرښیګړی وسایل د امریکايي مريضانو دپاره محفوظ کړي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکې ته د کرونا وایرس له امله مهاجرت يا امیګریشن د دوو میاشتو دپاره وځنډول شي

حکمنامه یا اېګزېکېټیو ارډر د دستخط کولو په موقع صدر ټرمپ د شورو، چهاشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل کله چې د امریکې اقتصاد د کرونا وایرس ورسته بحال کېږي نو د مهاجرت په اړه دغه نوی ګام به امریکایان د روزګار ترلاسه کوونکو د قطار په سر کې ودروي.

صدر ټرمپ وویل د مهاجرت په اړه نوی ګام به د ملک د صحت د خېرښیګړی وسایل د امریکايي مريضانو دپاره محفوظ کړي.

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه خپل اقدام ډیر قوي وبللو خو د دې عملداري به په هغه خلکو نه کیږي چې د زراعت په مد کې د موسمي روزګارونو دپاره هر کال امریکې ته راځي او هغه خلک به هم مستثنا وي چې په نان امیګرنټ یا په امریکا کې مهاجرت د نه اخیستلو په ویزه امرېکې ته راتګ غواړي.

د مهاجرت د ځنډېدو ګام نه د صحت ماهرین او هغه مالداره خلک هم مستثنا دي چې په امریکا کې سرمایه کارۍ او دلته اوسېدل غواړي.

د نوي ګام دلاندې به د امریکايي شهریانو مېندو او پلرونو ته په ملک کې د مستقل اوسېدو دپاره ګرین کارډونه وځنډول شي خو د امریکايي شهریانو ښځې او خاوندان به ترې مستثنا وي.

د هغه خلکو د ګرین کارډونو خواستونه به نه ځنډیږي چې د وړاندې نه په امریکا کې دي او د مهاجرت په اړه خپل حېثیت بدلوول غواړي.

د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ د ډېموکریټک پارټۍ حریف جوبایډن د مهاجرت په اړه د حکمنامې مخالفت کړی دی.

جو بایډن ویلي صدر ټرمپ د کرونا وایرس په اړه په چټکتیا ګامونه نه دي اخیستې او اوس د دې نه توجه لېرې کوولو دپاره په ټوېټر د مهاجرینو په اړه راپارونکې خبرې کوي.