صدر ټرمپ د ایران سپاه پاسداران یو ترهگر تنظیم ونوماوه

د امریکا صدر، ډانلډ ټرمپ، نن د گل یا دوشنبې په ورځ، د ایران "د اسلامي انقلاب د ساتنې ځواک یا سپاه پاسداران" یو بهرنی ترهگر تنظیم ونوماوه. د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو څانگه، چې د سپاه قدس په نامه پیژندل کیږي، هم د امریکا لخوا ترهگره ډله وگڼل شوه.

صدر ټرمپ په یو بیان کې ویلي چې سپاه پاسداران، په نړۍ کې د ترهگر کمپاین د عملي کولو او رهبري کولو دپاره، د ایران د حکومت اساسي آله ده. په بیان کې همدا راز ویل شوي چې که څوک له سپاه پاسداران سره راکړه ورکړه لري، نو معلومداره چې د ترهگرۍ مالي ملاتړ کوي.

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې امریکا د یو بل هیواد پوځي ځواکونه، یوه ترهگره ډله گڼي. منتقدینو خبرداری ورکړی چې د امریکا دا گام کولای شي دښمنو هیوادونو ته هم دا لاره پرانیزي چې وکولای شي د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکو ته هم د ترهگر خطاب وکړي.

امریکا وړاندې تر دې د ایران لسگونه وگړي او کمپنۍ چې له سپاه پاسداران سره یې اړیکې درلودې، په تور لیست کې شامل کړي و، خو ټول سپاه پاسداران یې ترهگر نه و بللی.

د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو په یو ټویټ کې ویلي چې د ترهگرۍ نه گټه اخیستنه، د ایران د ر‏ژیم د بهرني سیاست مرکزي برخه ده.

امریکایي چارواکي وایي چې د ایران په وړاندې د واشنگټن دغه نوی گام به تهران نور هم په نړۍ کې منزوي کړي. د امریکایي چارواکو په وینا، ایران ته به جوته شي چې امریکا به دا ونه زغمي چې ایران دې په منځني ختیځ کې د بې ثباته کولو دپاره د ډلو څپړو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ایران چارواکو، دامریکا د صدر ډانلډ ټرمپ له ننني اعلان دمخه لا غبرگون ښودلی و. د سپاه پاسداران کمانډر گواښ کړی و چې که امریکا داسې فیصله وکړي، نو "د لویدیځې آسیا په سیمه کې به د امریکا پوځ او امنیتي ځواکونه، د نن په شان آرامه پرېنښودل شي."