په واشنګټن ډي سي او شاوخوا ایالتونو کې واورې څه مشکلات پېښ کړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا په یو شمېر شمال ختیځو ایالتونو کې د تېرو دوو ورځو راهېسي سخته واوره اورېدلې او په ځینو ځایونو کې د دې واورې اندازه یو فټ ته رسېدلې ده. ځینو دا په نیویارک او شاوخوا سیمو کې یوه تاریخي واوره اورېدل یاد کړي دي.
د دې واورې د اورېدو له امله ځینو ایالتونو د کرونا وېکسین لګولو مرکزونه هم تړلي دي. چارواکو په نیویارک کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې نن دې هم د لا خرابې هوا دپاره آماده اوسي او بغیر د څه ضرورته دې له خپلو کورونو نه ونه وځي.