په امریکا کې مېشت یو شمېر افغان فعالانو، لیکوالانو او سیاسي څېړونکو، منتخب ولسمشر جو بایډن ته یو پرانیستی خط استولی او په هغه کې غوښتنه کړې ده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ سټراټیجیکو اهدافو ته دې له سره کتنه وشي.
د افغان-امریکن فاونډېشن په نوم یو تنظیم چې تازه په امریکا کې جوړ شوی دی، په خپل پرانیستي خط کې منتخب صدر جو بایډن ته لیکلي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه "د ولسمشر ټرمپ عجولانه پرېکړه" هغو لاس ته راوړنو ته خطره پېښولای شي کوم چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې حاصلې شوي دي.
د افغانستان په اړه د امریکا د برحاله صدر ډانلډ ټرمپ تګلاره دا ده چې د طالبانو سره د دوحې تړون عملي شي او له افغانستان څخه دې ټول امریکایي عسکر راویستل شي.
په نوامبر میاشت کې دامریکې د دفاع نګران وزیر کرس ملر وویل چې د جنورۍ تر۱۵مې به افغانستان کې دامریکایي پوځیانو شمیره د ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټه شي او عراق کې به هم تر دغې مودې د پوځیانو شمیره د ۳۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته ورسول شي.
د افغان-امریکن فاونډېشن غړي چې پخپله افغان ټبره امریکایيان دي، جو بایډن ته په خپل پرانیستي خط کې لیکلي چې د عسکرو د راایستلو په باب د صدر ټرمپ فیصله به "د امریکا امنیت ته هم زیان ورسوي او په سیمه کی به دامریکا ستراتیژیک موقف لا کمزوری کړي."
د یاد تنظیم غړو، په افغانستان کې د تندلارو ډلو د بیا پیاوړي کېدو خبرداری ورکړی دی. د دوی د لیک په یوه برخه کې راغلي: "د امریکا ډیر دښمنان په افغانستان کی د پوځیانو د وتلو په پایله کی د خلا د بیرته ډکولو لپاره پلانونه جوړوي."
د افغان-امریکن فاونډېشن یو غړي شېرجان احمدزي، چې د امریکا د نبراسکا پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر هم دی، وي او اې ډیوه ته وویل چې د دوی د تنظیم غړي آماده دي چې د بایډن د آینده منصوبو ملاتړ وکړي او په دې لاره کې خپل معلومات او تجربې د بایډن له آینده انتظامیې سره هم شریک کړي.
تمه کیږي چې جو بایډن د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ سوګند پورته کړي او واک ته تر رسېدو وروسته، د امریکا په کورني او بهرني سیاستونو کې ژور تغییرات راولي.
خو په امریکا کې د کروناوبا ستونزه اوس مهال ډېره لویه ده او ممکن د بایډن حکومت په اوله کې خپل پام د امریکا داخلي چارو ته واړوي. مګر په بهرنیو سیاستونو کې، د افغانستان مسئله به هم مهمه وي او اټکل کیږي چې جو بایډن به په دې برخه کې خپله ځانګړې تګلاره هم اعلانه کړي.
جو بایډن به په داسې وخت کې د امریکا د چارو واګي په لاس کې واخلي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې روانې دي، د افغانستان نه نیولې تر یمن او منځني ختیځه پورې. ځیني دغه جګړې، لکه د افغانستان جګړه، هغه وخت هم روانه وه چې کله جو بایډن د صدر اوباما نایب و.
بایډن د فارېن افېئرز مجلې ته په خپلې لیکنې کې ویلي چې اوس د اوږدو جنګونو د ختمولو وخت رارسېدلی دی او دې جنګونو امریکا ته د سر او مال درانه نقصانونه اړولي دي.
مګر دا رپوټونه هم مخې ته راغلي چې بایډن له افغانستان څخه د ټولو امریکایي عسکرو د راایستلو طرفداره ندی.