د ډبلیو اېچ او مشر د ادارې مالي امداد ودرولو په امریکايي فیصله خفګان څرګند کړی

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د کرونا وایرس په اړه د معمول خبري غونډې ته وویل چې خپلې ادارې ته امر کړی دی چې د کرونا وایرس د خپرېدو په اړه د خبرونو خفیه ساتلو او د بدانتظامۍ په لړ کې دې د ډبلیو اېچ او د کردار تحقیقات دې وکړي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، مشر د صدر ډانلډ ټرمپ په فیصله خفګان څرګند کړی چې ډبلیو اېچ او سره یې د امریکې مالي امداد ځنډولی دی.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د کرونا وایرس په اړه د معمول خبري غونډې ته وویل چې خپلې ادارې ته امر کړی دی چې د کرونا وایرس د خپرېدو په اړه د خبرونو خفیه ساتلو او د بدانتظامۍ په لړ کې دې د ډبلیو اېچ او د کردار تحقیقات دې وکړي.

صدر ټرمپ وویل د دغه تحقیقاتو سر ته د رسېدو پورې به امریکا د ډبلیو اېچ او مالي امداد ودروي.

د ډبلیو اېچ او مشر ډاکټر ټیډروس ګېبریسس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل چې امریکا د اوږدې مودې راهسې په سخاوت د ادارې مرسته کوي او په اینده کې به یې هم دغه امداد جاري وساتي.

ډاکټر ټیډروس ګېبریسس وویل د امریکايي امداد د نشتوالي له امله پیدا شوي د پېسو خلا به د نورو مرستندوه ملکونو په کومک د پوره کولو کوښښ کوي.

صدر ټرمپ وايي ډبلیو اېچ او د کرونا وایرس په لړ کې چین سره د نرمۍ نه کار اخیستلی دی.

امریکا د ډبلیو ایچ او ته مالي امداد ورکونکی تر ټولو لوې ملک دی او په تېرو کلونو کې هرکال ادارې ته هر کال تر ۵۰۰ مېلین ډالر ورکړې دي.