د قومي اسمبلۍ په ننۍ ايجنډا کې د عمران خان پرضد د بې باورۍ په پرېکړه راې ورکول شامل

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پرضد چې مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک جمع کړی، نن د ګل/دوشنبې په ورځ 28 مارچ د قومي اسمبلۍ د غونډې په ايجنډا کې راې ورکول شامل کړی شوي دي.

له دې وړاندې په 25 مارچ هم د قومي اسمبلۍد غونډې په ايجنډا کې د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ په پرېکړه/ عدم اعتماد تحریک شامل کړی شوی وو خو بيا په دغه ورځ وړاندې شوی نه وو او غونډه د نن، ګل/ دوشنبې د ورځې (28مارچ) د مازيګر څلور بجو پورې ځنډول شوې وه.

په 25 مارچ د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د اسمبلۍ د يو غړي په مړينه د فاتحې وروسته غونډه ځنډولې او بيا مخالفه ګوندونو په سپيکر نيوکې هم کړې وې.

د قومي اسمبلۍ د 342 غړو په اېوان کې مخالفه ګوندونو ته د بې باورۍ د پرېکړې د کاميابۍ دپاره د 172 غړو ملاتړ او رایې پکار دي.

پرون د اتوار په ورځ د تحریک انصاف د حکومت د اتحاد نه يو بل غړی شازېن بګټي هم جدا شوی، او ډان ورځپاڼې ويلي، د حکومت سره اوس د اتحاديانو په ګډون 178 غړي پاتې شوي دي.

مخالفه ګوندونو تل عمران خان د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي په نوم ياد کړی او تور پرې لګوي چې په ملک کې يې ګراني او بدانتظامي د حسابه سېوا کړې ده، ځکه یې د عمران خان نه د استعفا غوښتنه کړې او د بې باورۍ تحریک يې پرې جمع کړی دی.

خو عمران خان تل د مخالفه ګوندونو مشرانو ته د غلو ټوله ويلي او تور پرې لګوي چې د خپلو غلاګانو د پټولو دپاره د هغه پرضد رايو ځای شوي خو هغه به یې مقابله کوي.

تېره ورځ په مرکزي ښار اسلام اباد کې عمران خان د خپل ګوند راجوړې يوې غونډې ته په وېنا کې ويلي وو، د هغه پرضد د بهر نه سازش کيږي.

خو د مخالفه ګوندونو د اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، عمران خان اوس اېن ار او غواړي خو دوی به يې پرې نه ږدي.