ټي ۲۰ نړیوال کپ: افغانستان د ویسټ انډيز نه په ۱۰۴ منډو ماتې خوړلې ده

د شل اووریز کرکټ نړیوال کپ په ۴۰مه سیالۍ کې ویسټ انډیز افغانستان ته په ۱۰۴منډو ماتې ورکړې ده.

په ګروپ سي کې د دواړو هیوادونو تر منځ دا سیالي د نهې یا سه شنبې په ورځ د سینټ لوشیا په ډيرن سیمي سټیډیم کې شوې چې پچه یې افغانستان وګټله خو وړومبی یې ویسټ انډيز ته د بیټنګ یا توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۲۱۸ منډې جوړې کړې اؤ افغانستان ته یې د ۲۱۹ منډو هدف ورکړو.

د ویسټ انديز نکولس پورن د ۸ شپږیزو اؤ ۶ څلوریزو په مرسته په ۵۳ بالونو ۹۸ مندې وکړې اؤ د منډې جوړولو په هڅه کې وسوځېدو.

جانسن چارلس،۴۳، رومن پاول ۲۶اؤ شائ هوپ ۲۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان ګلبدین دوه، عظمت الله عمرزي اؤ نوین الحق یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

کله چې د افغانستان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره بیټنګ ته ودرېدله نو د لوبې پیل یې غوره ثابت نه شو اؤ په وړومبي اوور کې رحمان الله ګربز د عقیل حسین په بال وسوځېدو.

تر هغه وروسته ګلبدین نایب اووه منډې جوړې کړې اؤ رن اوټ شو.

ابراهیم ځدراڼ ۳۸اؤ عظمت الله ۲۳ منډې جوړې کړې خو له هغوي ور په اخوا نور د افغانستان یو توپ وهونکی هم د ویکټ مخې ته ایسار نه شو اؤ ټول لوبغاړي یو بل پسې په ۱۷م اوور کې په ۱۱۴منډو وسوځېدل.

د ویسټ انډیز له لوري عبید مک کوی درې، عقیل حسین اؤ ګداکیش دوه دوه اؤ اندری رسل اؤ جوزف الرازي یو، یو لوبغاړی وسوځولو.

د افغاستان اؤ ویسټ انډیز دواړو لوبډلو د نړیوال کپ د سیالیو په وړومبي پړاؤ کې شپږ،شپږ پواینټونه ترلاسه کړي اؤ سپر۸ پړاؤ ته یې ځانونه رسولي دي.