د لویدیځو هیوادونو یوې ډلې د نهې/ سه شنبې په ورځ له چین نه وغوښتل چې ټول نیول شوي د یغور مسلمانان او د تبت اوسیدونکي دی خوشې کړي او د بشري حقونو خپلواکو څارونکو ته دې اجازه ورکړي چې د ارزونې لپاره دغلته ته لاړ شي.
په ملګرو ملتونو کې د اسټریلیا سفیر جیمز لارسن د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کمیټې په غونډه کې وویل: "روڼتیا او په ازاده کتل د اندیښنو د کمولو لپاره اهم دي."
جیمز لارسن وویل "مونږ په چین غږ کوو چې د ملګرو ملتونو په ګډون خپلواکو څارونکو ته دې په سېنکیانګ او تبت کې د بشري حقونو د وضعیت ارزولو لپاره بې خنډه او او با مقصده لاسرسي ته اجازه ورکړي."
ښاغلي لارسن دا بیان د امریکا، کېنډا، جرمني او جاپان په ګډون د ۱۵ هېوادونو په استازیتوب ورکړې.
سېنکیانګ د چين په شمال لويديځ کې يوه خپلواکه سيمه ده چې يغور مسلمانان او ترک ژبه ویونکي لږکۍ پکې ژوند کوي.
د بشري حقونو ډلې په چین تور پورې کوي چې په سېنکیانګ کې یې یو ملیون یغور مسلمانان د "بیا زده کړې په کېمپونو" کې بند کړي دي. دغه راز په تبت کې د آزادۍ په ضد هم اقدامات شوي دي.
سفیر لارسن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څو کارپوهانو راپورونو په اساس وویل، په کوم کې چې یې په سېنکیانګ کې د خلکو په لویه پیمانه بندی کولو، جبري ورکولو، جبري کار او د مذهبي او کلتوري ځایونو ویجاړولو باندې اندیښنې څرګنده کړي دي.
لارسن وويل، "چين د ملګرو ملتونو د اندېښنو په معقوله توګه د حل کولو لپاره ډېر فرصتونه لرل، خو د دې پر ځای، چین د جولای په میاشت کې د نړیوالې دورې بیاکتنې په وخت د بشري حقونو لپاره د هایي کمیشنر دفتر ارزونه 'غیرقانوني او باطل' وبلله."
هغه يادونه وکړه چې چین د تبت د خلکو سوله یزه سیاسي فکرونو بيانول په نښه کوي، د هغوی ژبه، کلتور، تعلیمي او مذهبي حقونه له منځه وړي او په تګ راتګ يې محدوديتونه لګولي دي.
جیمز لارسن وویل، هیڅ هیواد د بشري حقونو ساتلو کامل ریکارډ نلري، خو هیڅ هیواد د خپلو بشري حقونو په اړه د ذمه واریو له منصفانه ارزونې څخه پورته نه دی،.
د چین سفیر دا تورونه رد کړل، او تور یې ولګوو چې لویدیځې ډلې بشري حقونه د وسلې په توګه کاروي چې جګړې له هوا ورکړي.
سفير فو کانګ کميټې ته وويل: د سېنګیانګ په اړه تش په نامه د ارزونې راپور له درواغو او فريبونو ډک دی. هغه زیاته کړه "دا په بشپړه توګه د امریکا او یو څو نورو لخوا د جبر پیداور دی."
سفیر فو وویل دا کمیټي دې باید خپل پام د غزې وضعیت ته واړوي، کوم چې په ژوند دوزخ دی،. هغه مغربي هیوادونه د مسلمانانو د بشري حقونو په اړه په دوه ګوني معیارونو تورن کړل.
د چین سفیر وویل "دا یو ځل بیا د اسټریلیا او امریکا ریښتیني اراده څرګنده وي چې د چین په کورنیو چارو کې د مداخلې او د هغې د پراختیا د مخنیوي، او په پراخه توګه د پرمختللو هیوادونو د فشار لپاره د بشري حقونو څخه د یوې پلمې په توګه کار اخلي."
امریکا او یو شمیر نور هیوادونه په سېنکیانګ کې د چین کړنې د نسل وژنې په توګه یادوي، خو بیجینګ یې ردوي.