د فاټا اصلاحات به څه بدلون راولي؟

د اصلاحاتو سره دا طمې هم پیدا شوي چې د پرمختا پېسې به د تعلیم په صحت په مدونو کې د لږیدو سره یونیورسټۍ او لوې هسپتالونه هم جوړ شي.

په رقبه کې د اسرایل برابر، ۱۰۰۰۰ مربع میله فاټا کې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره مرکزي کابېنې د پینځو کالو نیټه ورکړې. ځېنې برخې به يې د ۲۰۱۸م نه وړاندې او کیدی شي ځېنې د راتلونکي بل حکومت په موده کې سر ته اورسیږي. اصلاحات د سیمې په نړیوال ارزښت، سیاست، د ترهګرۍ پرضد جګړه او په قبایلي سیمو کې دننه د سیمې او اولس په رول بدلولو کې، هغه د چا خبره، انقلابي ګام یا ګیم چینجردی.

اصلاحات او په فاټا کې ترهګري:

د افغانستان پولې ته پرته قبایلي سیمه کې په میلنو خلک د تیرو نزدې ۱۴ کالو راهسې نړیوالو او سیمه ایزو ترهګرو ډلو لکه، داعش، القاعده، حقاني نیټ ورک، طالبان، لشکر طیبه او دغه شان په لسګونو نورو ډلو یرغمل نیولي دي. د واشنګټن او کابل تور دی چې فاټا کې ترهګرې ډلې د افغانستان بې ثباتۍ او په دغه هیواد کې په امریکايي او افغان پوځیانو د حملو پلانونه جوړوي. په سیمه کې د نړیوال فشار کمولو لپاره پاکستان وخت په وخت په یو یا بل نوم په فاټا کې د میشتو ترهګرو ډلو پرضد عملیات کړي. د وروستي اپریشن نوم يي ردالفساد دی.

فاټا د امریکايي صدر بش، صدر اوباما او وس د صدر ډانلډ ټرمپ په حکومتونو کې د ډرون جګړې نړیوال مرکز هم جوړ شوی. د صدر اوباما په حکومت کې داسې وخت هم راغلې وو چې په یوه ورځ کې د ډرون درې حملې او په یو کال کې د ډرون نزدې درې سوه حملې هم شوي. داسې ویرې هم یو وخت زیاتې شوې وې چې په فاټا کې د ترهګرو پرضد به امریکايي ځواکونه په خپل سر عملیات اوکړي. اوس هم په ۲۰۱۷م کې د امریکا د کانګرس غړي په پاکستان باور نه کوي چې ګنې په فاټا کې د پټو شوو ترهګرو پرضد عملیات کوي.

که اصلاحات عملي شول نو زیات امکان دا دی چې په فاټا کې د ترهګرۍ پرضد د روانې جګړې نه د رازونو پردې اوچتې شي. امکان دی دغه سیمه میډیا، د بشري حقونو مبارزینو، د پاکستان عدالتونو او نورې ډیموکراسۍ ته ازاده شي. او دغه شان د ترهګرو لپاره پټ پاتې کیدل ګران شي.

اصلاحات او نوې سیاسي نقشه:

د فاټا اصلاحات به په پاکستاني سیاست کې لومړی بدلون دا راولي چې د ۲۰۱۸م پورې به دا د پښتونخوا صوبې برخه شي. او که سمه سر شمیرنه اوشوه نو په پاکستان کې پنجاب پسې د ابادۍ له حسابه دویمه غټه صوبه به پښتونخوا وي.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې به د پښتنو سیاست نور پیاوړی شي. په صوبه کې د پښتو نه ویونکو سېمو سیاسي لوبغاړي به اوس په حکومت جوړولو یا بدلولو کې ډیر اغیز او نه لري.

اصلاحات به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پښتونخوا صوبې د غړو شمیر ډیر کړي خو په سینټ کې به فاټا خپل اته څوکۍ د لاسه ورکړي. سینټ کې به بیا هم د پښتنو سیاست مدارانو شمیره د بل هر توکم یا نسل نه ډیره وي. دا ځکه چې سینټ ته به د پښتونخوا، بلوچستان او کیدی شي کراچۍ نه پښتانه سینټران ځي.

په سیاست کې برخه اخستل به د فاټا اولس د بل هر وخت نه زیات د دې جوګه کړي چې ډیموکراسۍ کې عملي ونډه ولري. دوي به د مرکزي پارلیمان، صوبايي اسمبلۍ او سیمه ایزو اسمبلیو یا کونسلو ته خپل نمایندګان ټاکلی شي. تراوسه د فاټا اولس یواځې قامي اسمبلۍ لپاره غړي ټاکلی شو.

قانوني بدلون به څه وي؟

د نوي اصلاحاتو تر ټولو لوې بدلون دا دی چې د انګریز دوخت بدنامِ زمانهقانون ایف سي ار به له منځه لاړ شي. دویم د قبايلي سیمې د خپل سره پاچا یعنې پولټیکل ایجنټ د سر نه به د پاچایۍ تاج لرې شي.د ملک صیب لونګۍ او ماجب به هم ورک شي.دریم قبایلي اولس به د خپلو معاملو قانوني حل لټولو لپاره عدالتونو ته تلی شي. څلورم میډیا او د بشري حقونو تنظیمونه به فاټا ته په ازاده تلی شي.

د قانوني پیچلتیا تر ټولو غټ مثال د ډاکټر شکیل افریدي قضیه ده. نوموړی د کال ۲۰۱۱م نه د پولیټیکل ایجنټ په قید کې دی. ۲۹ ځله قبایلي عدالت د هغه د قضیې اوریدل په یوه یا بله بهانه ځنډولې ده. ښاغلی افریدی په ظاهره په یو تور کې نیول شوی خوامریکا وايي پاکستاني استخباراتي ادارو هغه د القاعده د مشر اسامه بن لادن د ځاېې ځګي درک لګولو په تور نیولی دی. امریکا هغه ته ډاکټر هیرو وايي. د ډاکټر افریدي د قضیې یو بل پیچلی اړخ دا هم دی چې د پاکستان د عدالتي قانون پر ځايې په قبایلي عدالت کې محاکمه کیږي.

اصلاحات او د فاټا اقتصادي بدلون:

پاکستان هر کال په خپله بودیجه یا بجټ کې د مرکزي حکومت د برخې نه فاټا ته د پرمختیا لپاره پېسې ورکوي. په روان کال کې د فاټا د پرمختیا لپاره ۲۱ اربه روپۍ کیښودل شوي.خو د نوي اصلاحاتو تر مخه به مرکز اوس فاټا ته د پرمختیا د کلیز فنډ سره سره د قامي وسیلو/ وسایلو نه درې فیصده ځانکړې برخه هم ورکوي.

په مرکزي بودیجه کې د برخې پرته، فاټا ته به اوس د پښتونخوا په بودیجه کې هم خپله حصه وررسیږي. په دې حقله پوره تفصیل تراوسه نشته دی.

بله مهمه خبره دا ده چې پولیټکل ایجنټ نه به د بې حسابه او بې کتابه لګښت اختیاراوس اولسي نمایندګانو ته ورشي.حکومتي چارواکي او اولسي غړي به اوس د پیسو د لګښت په اړه اولس ته ځواب ورکوي.

د اصلاحاتو سره دا طمې هم پیدا شوي چې د پرمختا پېسې به د تعلیم په صحت په مدونو کې د لږیدو سره یونیورسټۍ او لوې هسپتالونه هم جوړ شي.