د پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو لګولو قانوني اييني حيثيت څه دی؟

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې‎ ‎د ټېکسونو يا ماليې لګولو پرضد نن کاربنديز شوی، کاروبارونه، بازارونه، شخصي سکولونه بند او وکیلان ‏عدالتونو ته نه دي وړاندې شوي، د اسمبلۍ غړي او قانون پوهان وايي په ملاکنډ کې د اييني بدلون لاندې ټېکسونه لګول شوي، خو په دې کې بدلون ‏کېدی شي. ‏

ځايي سياسي او تاجر مشران وايي، د ټېکسونو پرضد به کلکه مبارزه کوي.‏

د سوات هوټل اېسوسي اېشن مشر او سوات قومي جرګې د کور کمېټۍ مشر زاهد خان وايي، د ملاکنډ ډويژن ځانګړی حيثیت وو او د پاکستان په ايين ‏کې د دې دپاره ‏246‎‏ او ‏247‎‏ مادې درج وې، خو هغه په کال ‏2018‎م کې په صوبه کې د پخوانۍ فاټا او پاټا د ورګډولو دپاره په ‏25‎م اييني بدلون کې ختمې ‏کړل شوې دي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې زاهد خان وویل، ملاکنډ "د ‏1935‎‏ برټش انډين اېکټ يا (په هند د برتانیې د باچاهۍ) لاندې مونږ د برصغير برخه نه وواو د ازادۍ ‏اېکټ هم په مونږ نه وو نافذ، نو ازاد شوی خو هندوستان دی، برصغير دی مونږ خو د مخکې نه ازاد وو، زمونږ د ‏1850‎‏ نه دلته د نماينده جرګې د لارې خپل ‏رياستونه جوړ شوي وو، د دې باوجود بيا رضاکارانه د جرګې په منظورۍ زمونږ اولني باچا عبدالودود د پاکستان د ګورنر محمدعلي جناح سره يو ‏يادداښت لاسليک کړی وو".‏

د نوموړي په خبره په ياد يادداښت کې "درې اختيارات پاکستان ته ورکړل شوي په هغو درېو کې دفاع، امور خارجه او مواصلات دي، پاتې په هغې کې ‏ليک دي چې رياست به په داخلي توګه خودمختاره او ازاد وي، په يادداښت کې تر کرنسۍ پورې ذکر هم نه وو. بيا چې د ‏1956‎‏ ايين جوړېدو نو دې ‏رياستونو ته ځانګړی حيثيت ورکړل شوی وو، او بيا د ‏1962‎‏ او ‏1966‎‏ په ايين کې چونکې مونږ د پاکستان حصه نه وو نو ځانګړی حیثيت په ځای ساتل ‏شوی وو".‏

زاهد خان زیاته کړه، "بيا د ‏1966‎‏ په ايين کې دا خبره ليک وه چې کله ايوب خان حکومت پرېږدي نو سپيکر قومي اسمبلۍ ته به یې حواله کوي نو هغه د ‏ايين سرغړونه وکړه او کمانډر يحيا خان ته یې حکومت ورکړو، نو دغه يحیا خان غېر اييني صدر وو په ‏1969‎‏ کې د هغه سره دا واک نه وو چې هغه په ‏اېګزېکټيو ارډر باندې دير، سوات او چترال بې د څه معاهدي يا شرایطو نه په پاکستان کې ضم کړي" بيا یې هم دې سيمې ته د پرمختيا ويل شوي وو خو د ‏پاکستان په قامي بجټ کې ملاکنډ ته هيڅ نه دي ورکړل شوي.‏

نوموړي وويل، "د خلکو په احتجاج د ‏1972‎‏ په عبوري ايين او ‏1973‎‏ په ايين کې د ‏246‎‏ او ‏247‎‏ مادې شامل کړل شوې چې د پاکستان پارليمان او صوبايي ‏اسمبلۍ کوم قانون منظور کړي نو هغه به دې علاقو ته نه غځول کيږي، او بيا د ‏247‎‏ په شپږم شق کې ليکل شوي چې کله دلته کوم نافذيږي یا بدلون راځي د ‏نو د دې سيمې د مشرانو او جرګې نه به منظوري اخستل کيږي نو دغه مادې یې ختمې کړې د ملاکنډ د يو مشر نه یې تپوس نه دی کړی او نه یې ورسره ‏مشوره کړې او ‏25‎م اييني بدلون یې منظور کړی او دا سيمې یې په صوبه کې شامل کړي دي".‏

قانون پوه (وکیل) سلېمان خان وايي، په ‏25‎م اييني بدلون کې ځانګړي حیثيتونه ختم کړل شوي دي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "دلته ‏بيا هم کوم ځانګړی حیثيت نه وو څومره ټېکسونه چې وو هغه بلاواسطه نافذ وو، لکه سېلز ټېکس به ورکول کېدو په هر توکي باندې ځکه چې هغه به د ‏وړاندې اخستل شوی وو".‏

نوموړي وويل، "دلته دوه اېکټونه انکم ټېکس او کسټم ټېکس نه وو، د ‏247‎‏ لاندې وو خو عملي نه وو، بیا په ‏2018‎م کې په ‏25‎م اييني بدلون کې ټولې ‏استثناوې ختم شوي، خو انکم ټېکس او کسټم ټېکس د مرکز سره دي نو مرکزي حکومت به دې سيمو ته کال په کال استثنا ورکوله، او سږ کال یې دغه ‏استنثا ختمه کړه، د اييني بدلون په وخت د لسو کالو دپاره د استثنا ويل شوي وو خو دا خبره زباني شوې وه".‏

د يادو ټېکسونو ختمولو په اړه سلېمان خان وويل، مرکزي حکومت کولی شي چې دې سيمو ته د ټېکسونو نه استثنا ورکړي.‏

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر محمد علي وايي، په ملاکنډ کې ټېکسونه په ځای کېدل د ‏25‎م اييني بدلون نتیجې دي، د ده په وینا د يادې سيمې ‏نه د اييني بدلون په وخت تپوس نه وو شوی، د دوی ګوند او جمعيت علمااسلام د فاټا د انضمام مخالفت کړی وو، خو هغه وخت چا څوک په دې نه وو پوهه ‏کړي چې بیا به په په دې سیمه کې ټېکسونه لګیږي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده د دې سيمې دپاره په پارلیمان کې بحث وشي او اييني بدلون وشي. ‏

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي جنرل سيکرټري حسېن شاه يوسفزی وايي، ګوند یې په ملاکنډ کې د ننني کاربندیز ملاتړ کوي، او چې په صوبه کې هر چرته ‏د چا سره هم زياتی کيږي ګوند به یې پرضد ودريږي او د خپلو خلکو حقونه به غواړي.‏

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکی عبادالله خان وايي، په صوبه کې د فاټا او پاټا د ضم کېدو په وخت دې ‏سيمو ته د پينځو کالو دپاره دغلته ټېکسونه نه غځول کيږي ځکه چې وایي "دا سيمې په پرمختيا کې شاته پاتې دي، بيا به په ‏2023‎م کې کتل وي که په دغو سيمو ‏کې پرمختګ شوی وي نو بيا به ټېکسونه غځول کيږي".‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، تېر کال بيا د پي ډي اېم په حکومت کې امير مقام دغه موده يو بل کال غځولې وه او سږ کال د جون د ‏30‎مې ‏پورې موده یې ده، خو تحریک انصاف ګوند په پارلیمان کې او بيا په صوبه کې هغه وخت چې په ‏2018‎م کې په صوبه کې د تحريک انصاف ګوند حکومت ‏وو، د صوبايي اسمبلۍ نه یې دغه قانون پاس کړی وو، دې خلکو هغه وخت دا قانون او ضم کېدل نه وو لوستی چې څه کيږي.‏

نوموړي زياته کړه، نه خو د فاټا او نه د پاټا د خلکو ژوند ښه شوی دی ځکه په هغو دا ټېکسونه لګول زیاتی دی. هغه وويل، د تحريک انصاف حکومت په ‏دوی دا ټېکسونه نافذ کړي او هغه د ايين برخه جوړه شوې، اوس بيا د دې وطن خلکو ياد ګوند په واک کې راوستی دی.‏

وي او اې ډیوه په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د مشرانو سره په ملاکنډ کې د ټېکسونو لګولو په اړه د نظر معلومولو هڅه کړې خو ‏ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.‏

خو تېره ورځ د سوات چېمبر آف کامرس په غونډه کې د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي سهېل سلطان، صوبايي وزیر فضل حکیم او د سوات ‏مېر شاهد علي خان د ټېکسونو لګولو غندنه کړې وه او ويلي یې وو چې هغوي به په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د دې په ضد اواز اوچتوي.‏