د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي پاکستان نه د افغانانو په زور ستنول کېدل پولیو د مخنيوي دپار کېدونکو کوښښونو ته نقصان رسوولی او چې په نتیجه کې يې په دواړو ملکونو کې د پولیو ناروغي زیاته شوې ده.
په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۴۹ کېسونه او په افغانستان کې د پولیو ۲۳ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دواړو ملکونو کې د پولیو شپږ شپږ ناروغۍ رپورټ شوي وې.
د پاکستان د پولیو تازه کېس په د افغانستان سره په پوله بلوچستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تصدیق شو. د پاکستان د سږ کال د پولیو نیم کېسونه په بلوچستان کې رپورټ شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د بیا زیاتېدو د وجوهاتو په اړه د مشرقي بحیره روم د سیمې دپاره د ډبلیو اېچ او مشر حمید جعفري د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل ترڅو چې په افغانستان او پاکستان کې لیدل کېږي چې ترڅو پولیو په مکمله توګه نه وي ختمه کړی شوي دا مرض به بیا بیا سر راپورته کوي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان قریباً په نیمو ضلعو کې د افغانستان په دریمه برخه ضلعو کې د پولیو وایرس موجود دی.
جعفري زیاته کړه د پولیو د مخنیوي کوښښونو ته ډېر نقصان د افغانانو په زرو ستنولو ورسوولو ځکه چې د دې په نتیجه کې د افغانستان او پاکستان دننه او د دواړو ملکونو په سرحد په لویه شمېره کې خلکو حرکت وکړو او د پولیو وایرس هم په دې طریقه خپور شو.
جعفري په نړیواله کچه پولیو د خاتمې دپاره کېدونکي تحریک ګلوبل پولیو اېرېډيکېشن اېنېشي اېټیو، جي پي ايي ای، یوې مباحثې ته انلاین وېنا کوله.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار ویلي په ملک کې د غېرقانوني غېرملکیانو خلاف د پاکستان د اقداماتو په نتیجه کې د ۲۰۲۳ د اګست د میاشت راهسې ۷۳۰۰۰۰ افغانان وطن ته د ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د پولیو د اضافې په لړ کې جعفري د نورو وجوهاتو ذکر هم وکړو چې په کې د ترهګرۍ نه ځپل شویو سیمو کې په موثره توګه د پولیو ضد مهم نه چلول کېدل، د وېکسینو په ضد د ځینو خلکو مزاحمت او بایکاټ په شان اسباب شامل دي.
پاکستان او د ډبلیو اېج او چارواکي وايي په ځینو سیمو کې خلک د دې پراپګېنډې د اثر لاندې هم ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د ورکولو نه انکار کوي چې دا مغربي سازش دی او انسان د بچو پېدا کولو صلاحیت ختموي. د دې نه علاوه د حکومت ضد وسله وال هم د پولیو په ټیمونو حملې کوي او حکومت او مغربي ملکونو ته د جاسوسۍ الزام پې لګوي.
په افغانستان کې د پولیو د مخنيوي په اړه جعفري وویل که څه هم په دې لړ کې امدادي تنظیمونو سره همکاري کوي خو د امنیتي وجوهاتو په بنیاد د طالبانو د بندیز په سبب کور په کور د پولیو خلاف مهم نه شي چلېدلی.
د سېپټمبر په میاشت کې طالبانو د کندهار په شمول د افغانستان په جنوبي سیمو کې کور په کور د پولیو ضد وېکسین په رسد ناڅاپي پابندي ولګوله خو د دې ګام څه سبب یې واضحه نه کړو. د جي پي ايي ای یوې ډلې په وروستیو ورځو کې ویلي د دغه ګام سبب د خفیه څآرنې په اړه د طالبانو د حکومت تشویش و. په رپورټ کې وېل شوي د طالبانو مشران په کندهار کې اوسېږي او د خپل تحفظ په اړه تشویش لري.
د ډبلیو اېچ او چارواکي امید څرګند کړو چې پولیو ختمېدلی شي خو د دې دپاره ضروري ده چې په هغه سیمو کې د دې وایرس په ضد موثره مهم وچلول شي چې تراوسه غېر محفوظه ګڼل کېږي او د کډوالو او د متحرک ابادۍ ماشومانو ته وېکسین ور ورسوول شي.
د ډبلیو اېچ او ترمخه یو وخت و چې په پاکستان کې به هرکال قریباً تر ۲۰۰۰۰ پورې ماشومانو مفلوج کړل خو بیا يې د نونسوه نوي په لسیزه کې د مرض خلاف کوښښونه شروع کړل. په ۲۰۱۹ کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۱۷۶ کېسونه رپورټ شوي وو. په ۲۰۲۱ او په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې یو او په افغانستان کې د پولیو دوه کېسونه رپورټ شوي وو.