له 30ؤ کلونو راهسې پاکستان ولې د پولیو وایرس په مخنیوي کې نه بریالی کیږي؟

‎په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي

په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په ضد د تيرو ديرشو کلونو راهيسې مبارزه روانه ده خو پاکستان لا تر اوسه د دې ناوړه وايرس په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.

څېړونکي وایي د پوليو د مخنیوي په ټيمونو د ترهګرو بريدونه او عام ولس کې د ویکسین په اړه منفي فکرونه د پاکستان لخوا کېدونکې د پوليو د مخنیوي مبارزې ته زيان اړوي.

خيبر پښتونخوا کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي په پوليو ټيمونو بريدونه د کمپاين په معيار اغيز کوي چې بيا ماشومانو ته د پوليو نه د خوندیتوب څاڅکي رسول ګران شي او په سيمه کې د وايرسو ځيلې لا هم مضبوطې شي.

خيبر پښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د ادارې چارواکی محمد ذیشان ډیوه سره خبرو کې وایي" د ضلعي پوليسو او د پوځ رول بيا ډير د ستاينې وړ دی چې هغوې د داسې ډول بریدونو سر بېره ټول د کمپاين لپاره وهڅوي نو بيا په راتلونکي مهم کې ماشومانو ته ویکسین ورسول شي "

خو هغه وایي دا خبره ډيره څرګنده ده چې کله هم په ټيم برید ترسره شي نو خامخا د کمپاين په معيار اغيز کیږي.

پاکستان کې د 28م نومبر څخه د اکتوبر تر دريمې نيټې پورې د ټول هيواد په کچه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو مهم سرته رسېدلی او دغه کمپاين کې د خيبر پښتونخوا اورکزئ ، کوهاټ او شمالي وزیرستان کې په پوليو ټيمونو یو شمیر بريدونه شوي دي.

څيړونکی وايي وړاندې نه ترهګرۍ ځپلې صوبه خېبر پښتونخوا کې نه يواځې په پوليو ډلو بريدونه بلکې د ځينې خلکو لخوا په حکومت او په ویکسینو بې باورې هم د پولیو د مخنیوي مخې ته لوي خنډ دی .

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر عرفان اشرف ډیوه ته وایي"پاکستان دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي، د جګړې د اقتصاد پځای دې د نورو اقتصادي لارو ټاکنه وکړي ،جنګ يو پېغور دې ، يو بدنامه داغ دی، پوليو يو لويه مساله ده پکار ده چې ورته د ستونزې په نظر وکتل شي ،نو بيا به د خلکو باور په پوليو قطرو پېدا شي. او د ویکسینو په اړه به منفي فکرونه لري شي"

د نومبر په څلورمه نيټه پاکستان کې د پوليو تازه پېښه د بلوچستان د قلعه سيف الله څخه مخې ته راغلې چې ورسره په بلوچستان کې سږکال د پوليو مخې ته د راغلو پيښو شميره 23 او پاکستان کې 46 ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي د هيواد 76 ضلعي په پولیو وايرسو ککړې شوي دي .

‎د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) پاکستان کې د پوليو د پېښو په زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.

‎په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.

د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ‌‌‌ډکی حملې کړې دي چې پکې په سلګونو پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي فعالان وژل شوي دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل