د پاکستان ملتپال ګوندونه ولې د پارلیمان نه بهر کړی شول؟

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پښتون، بلوڅ او هزاره ملتپاله ګوندونو د ۲۰۲۴ د ټاکنو نتیجې رد کړې دي. دوی په دې باور دي، چې په دې صوبو کې د درغلیو له لارې صوبايي او قومي اسمبلۍ ته د ملتپاله ګوندونو د ننوتلو مخه نیول شوې ده. په وروستیو ټاکنو کې د خیبر پښتونخوا ملتپاله عوامي نېشنل ګوند په دې صوبه کې یوازې یوه څوکۍ ګټلې او په قومي اسمبلۍ کې یې یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.

په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د پارلیمان نه بهر کړی شوې او دوي په دې صوبه کې د صوبايي اسمبلۍ یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې االبته په قومي اسمبلۍ کې یې یوازې یوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.

بلوڅ ملتپاله نېشنل ګوند ډاکټر عبدالمالک ډلې په صوبايي اسمبلی کې درې څوکۍ او د بلوچستان نېشنل ګوند مینګل ډلې یوازې یوه څوکۍ ګټلې ده.

په بلوچستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته د څلورو ګوندونو اتحاد چې پکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټي، بلوچستان نېشنل پارټي مینګل ډله او هزاره ډیموکرېټک ګوند شامل دي، پرله پسې احتجاجونه کوي.

په خېبر پښتونخوا کې هم عوامي نېشنل ګوند په احتجاجونو لاس پورې کړې ، له صوابۍ او چارسدې وروسته د ګوند د شورو – چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ بهر هم احتجاج کړی.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي د انتخاباتو نه سمدستي وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوی مینډیټ یو ځل بیا غلا شوی او اوس به له اسټيبلشمنټ سره هيڅ ډول روغه جوړه نه کوي. هغه دا هم وويل چې د ھيواد واکمن غواړي د پښتونخوا په وسائلو د خپل واک ساتلو لپاره د بلوچستان په شان په خيبر پښتونخوا کې هم ګوډاګې حکومت جوړ کړي. ایمل ولي اوويل چه د شمالي وزيرستان نه د یو بل قوم پرست ګوند نيشنل ډيموکريټک موومنټ مشر محسن داوړ باندې په ډزو سره يو داسې کس هم د قامي اسمبلۍ مخې ته راوستل شوى چې د نتيجو په بدلولو سره پارلیمان ته خو راغې ولې د ګرځیدو نه دې۔ بل اړخ تا د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ نېغ په نېغه په اسټيبلشمنټ تور لګولی چې د ھغه سیټ اسټیبلشمنټ له اړخه د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته په ډالۍ کې ورکړی شوې.

د يادونې وړ ده چې د پنجاب تر ټولو ستر سياسي ګوند مسلم ليګ ن په خېبر پښتونخوا کې پنځه او بلوچستان کې لس چوکۍ په خپلولو سره په دواړو صوبو کې د ملتپالو ګوندونو په مقابل کې زياتې څوکۍ ګټلې دي.

په دې لړ کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي اطلاعاتو سيکرټري ثمر هارون بلور وائس اف امريکا ته وويل چې" په ټاکنو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ملتپاله ګوندونه د یو سازش لاندې د پارليمان نه بهر کړی شول چې داسې ددې ځاې وسائل د چا په قبضه کې پاتې شي. زموږ ګیس او معدنیات د نورو ملکیت وګرځي. هم دا وجه ده چې هغه کسان چې خپل غږ پورته کوي د پارلیمان نه بهر کړې شول.ً

Your browser doesn’t support HTML5

ثمر بلور

هغه وايي چې ددې صوبو اسمبلو ته د یوې منصوبې لاندې داسې خلک وروستل یې هدف وو چې کمپروماٸزډ وي، یعنې هغه څوک چې غږ نشي پورته کولی او هم هغه شان وشول.

د پښتونخواه سره سم په بلوچستان کي ملتپاله ګوندونو دا ټاکنې رد کړي.په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر عبدالرحيم زيارتوال وايي، له دغو ټاکنو يوازينۍ هيله دا وه چې سياسي ثبات راولي. خو د فبرورۍ په اتمه د نتیجو په بدلولو سره یو بل بحران رامنځ ته شو.

نوموړي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "ملتپاله ګوندونه یموکراتیک حاکمیت غواړي، دوی د ټولو قومونو د برابرۍ سره یو وفاق کې خپل حق غواړي. دا مهال ټول ملتونه برابر نه دي. چا چې نتیجې بدلې کړې دا احمقانه عمل يې کړې دې. دا په مقننه باندې برید دی. موږ ویره لرو او ګڼو چې دا د واکمنان له اړخه زمونګ په وسايلو او شتمنو یو برید شوې دی، داسې ویره شته چې د قوانینو له لارې له مرکز څخه زموږ دا وساٸل اوتروړل شي."

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر عبدالرحيم زيارتوال

بلوڅ ملتپاله ګوندونه ولې له پارلمان بهر ساتل شوي؟

هغه څه چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو ملتپالو سره وشول همدغه حالت په بلوچستان کې د بلوڅو ملتپالو سره وشول.او دا هرڅه په داسې محال وشول چې په بلوچستان کې د پاکستان پر ضد د بلوڅ ملتپالنې پر بنسټ وسله وال مقاومت هم روان دى.

په دې لړ کې د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوڅ له دامریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وويلي، چې هغه پخپله په جمهوريت باور لري، خو په دې لاره کې د عوامي ميډيټ په اخيستو سره غير جمهوري قوتونه پیاوړي کیږي.

ډاکټر عبدالمالک زیاتوي، "دا لومړی ځل نه دی چې داسې کیږي خو وايي دا ځل یو څه زیات شوی دي، دې کسانو د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې هم نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له واکه لرې ساتلی او ویلي یې ووچې نواز شریف پرېږدئ او له بلوچستان عوامی ګوند (باپ) سره یوځای شۍ ، داسې به تاسو په پارلمان کې پاتې شې ګني بیا به بهر شې".

د مخادره موادو مافیا او مجرمان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اصلي مشر تابه په بھر کولو سره اسمبلۍ ته راوستل شوي او اوس به دغه خلق قوم لوټ کړي. اوس به په موږ باندې د بلوڅو ځوانانو فشار زیات شي چې جمهوري لاره پریږدي.هغه وايي زه ویره لرم چې ځینې ځوانان به اوس موږ پریږدي."

د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په دې باور دی، چې ښايي ځينې ځوانان د خپلې ماتي له امله د مقاومت لاره خپله کړي. ډاکټر مالک ګڼي هغه څه چې د ملتپالو ګوندونو سره شوي دي ډیر د نفرت وړ دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ

د یو بل ملت پاله ګوند بي این پي وضعیت هم له نېشنل ګوند بیل نه دی. د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل د غونډو په محال په مستقيم ډول پر حکومت کلکې نيوکې کوي.

دبلوچستان نیشنل پارټی مرکزي سينئر نائب صدر ساجد ترين وايي، له بده مرغه په تېرو پنځه اوویا کالو کې په وفاق کې د نورو قومونو وسائل د ملک په نورو برخو يعني اسلام اباد او پنجاب کې استعمال شوي دي.

نوموړي د امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په دې ټاکنو کې ملتپاله ګوندونه د یو لوی پلان د یوې برخې د لاندې دیوال ته اچول شوي او وايي

"دا وخت د یوې منظم سازش لاندې قوم پرست ګوندونه غورځول شوي او جراٸم پیشه عناصر په اسمبلۍ کې اچول شوي دي.د پاکستان اقتصادي حالت په بشپړه توګه د بلوچستان په وسائلو او معدنونو پورې تړلی دی، یوازې ګوادر او ریکوډک ته وګوره چه داسلام اباد پرې نظر دې، اوس ستونزه دا ده چې سېنېټ کې چې موږ ته برابري راکړل شوې، دا ځل به په سېنېټ کې دا ګوډاګیان راوستل کېږي، اوس د بلوڅو او پښتنو شناخت په خطر کې دی، زموږ ځوانان چا چه به ویل چې پارلماني سیاست د دوی د ستونزو حل لاره نه ده نو د ریاست لخوا ورکړل شوی اوسنې پیغام به هغه افراطي عناصر پیاوړي کړي."

Your browser doesn’t support HTML5

ساجد ترین

د هزاره قومونو اندېښنې څه دي؟

د پښتنو او بلوڅ ملتپالانو ترڅنګ هزاره قام پرست هم د دغو ټاکنو له نتبجو شکایات لري. د هزاره ډیموکراټ ګوند مرکزي مشر داوود چنګیزي هم مني چې د بلوچستان دوساٸلو موجودګي اوس د بلوچستان ستونزه ګرځېدلې او هڅه کېږي چې د هغو ملتپالو ګوندونو د چوپتیا هڅه وشي چې د دوی لپاره غږ پورته کوي. خو هغه دا هم وويل چې زموږ ستونزه زموږ د سر ده. په کوټه کې هزاره ګان په هدفي وژنو بوخت دي.

نوموړي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل. “د تیرو پنځو کلونو راهسې مونږ ګورو چې کله مونږ په پارلېمنټ کښې خپل غږ پورته کړو نو هدفي وژني به کمې وې خو اوس چې مونږه به په پارلېمنټ کښې نه یو نو زمونږ خلک ویره لري چې د هغوي امن او امان به له منځه لاړ شي. له همدې امله موږ په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د څلور اړخیز ملتپاله اتحاد برخه یو."

نوموړي زیاته کړه چه د دغو ملتپالو ګوندونو د عوامي رهبرۍ له امله په بلوچستان کې بېلابېل قومونه په سوله او ورورولۍ کې د يو کور په څېر ژوند کوي، خو اوس داسې ښکاري چې د ګوډاګيو استازو په راوستلو سره په بلوچستان کې د ګډوډۍ د خورولو هڅه شوې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د هزاره ډیموکرېټک ګوند مرکزي مشر داود جنګېزي

آخر د پاکستان واکمن ولې داسې کوي؟

هغه شنونکي چې ملتپال تحریکونه له نږدې څاري، په دې باور دي چې دا هم یو حقیقت دی چې ملتپاله ډیموکراټیک ګوندونه نه شي کولای خپل منشور او بیانیه د خپلو ولسونو په وړاندې په ټینګه وړاندې کړي. د دوی په مقابل کې هغه ګوندونه چې قوم پرستانه رحجانات نه لري دا کار یې ښه کړی دی. خو دغه شنونکي هم په دې باور دي چې په وروستیو ټاکنو کې له پارلمان څخه د ملتپاله ګوندونو دا ډول ناڅاپه ایستل حیرانوونکې دي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې سره تعلق لرونکی ډاکټر عبدالشکور په دې حقله خپله حیرانتیا ښکاره کړې خو په دې باور دی چې د جمهوري ملت پاله ګوندونو پحقله د غیر جمهوري طاقتوره ادارې عدم برداشت زیاتیږي خو وايي د پاکستان په شان هیواد چې یو بیلا بیل قومونه په کې میشته دي دا ډول سلوک کومه نوې خبره نه ده.

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر عبدالشکور

ډاکټر عبدالشکور د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "مسئله نه یوازې د اتلسم ترمیم بلکې د این ایف سی هم ده، نورې مسلې هم شته او په دې لړ کې د مرکز او ددې قامونو تر منځ ستونزې شته، په ډیموکراسۍ کې دا حق غوښتنواوازونه زیات وي۔ خو د پارلیمان نه د ملتپاله ګوندونو د وتلو تاوان به بلا اخر د ریاست وي. ً

هغه وايي که وفاق د بشپړ مرکزي کېدو خواته لاړ شي نو حتمن به دا چې اتلسم ترميم به په تدريجي ډول له مینځ نه لاړ شي او يا به د مرکز او صوبو تر منځ تاو تريخوالی زيات شي،نو وېره دا ده چې په پارلمان کې د غږ نه پورته کېدو له امله به زيات زيانونه وشي.

" ډاکټر عبدالشکور په راتلونکي وخت کي د فیډریشن او دجمهوري ملتپاله ګوندونو تر منځ له پارلمان څخه بهر کړکېچن فضا ویني.