شهباز شريف: د پولې د پورې غاړې ترهګري به نوره ونه زغمو

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، "د ګاونډي وروڼو هېوادونو سره په امن کې پاتې کېدل غواړو، کاروبار، تجارت او هر ډول دوه اړخيزه اړيکې ‏ورسره سېوا کول غواړو خو د بده مرغه که د ګاونډي خاوره د ترهګرۍ دپاره کاريږي نو دا نوره د زغملو نه ده". شهباز شریف د افغانستان نوم نه دی اخستی ‏خو پاکستان تور لګوي د ګاونډي افغانستان د لوري په پاکستان کې ترهګري کيږي.‏

د ګل- دوشنبې په سهار (‏‎18‎مارچ) د پاکستان له لوري په افغانستان کې د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه ‏شوي وو، پاکستان په افغانستان کې بمباري، او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پولې په اوږدو (ډېورنډ کرښه) باندې په ځواب کې په پاکستاني ‏سرحدي ځواکونو د بريدونو رسمي تاييد کړی وو.‏

شهباز شريف نن د شورو- چهارشنبې په ورځ د کابينې غونډې ته په وينا کې وويل، "دا خبره دې په ډاګه وي چې مونږ به په هيڅ صورت د پولې د پورې غاړې نه ‏هیڅ ډول ترهګري ونه زغمو، او ګاونډيانو ته هم خواست کوو چې زړوره ملکونه دي، رادې شي چې يو ځای کښېنو او د ترهګرۍ خلاف يوه تګلاره جوړه ‏کړو په سنجيدګۍ او اخلاص پرې کار وکړو دا به د سيمې دپاره غوره وي".‏

هغه وويل، "زه هيله لرم چې ګاونډيان او واکمن به زما په دې مخلصانه خواست غور وکړي او په ګډه به دا سيمه پرامنه کړو".‏

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د وزيراعظم تازه بيان ته سمدستي غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو د ګل- دوشنبې په ورځ چې پاکستان په ‏افغانستان کې بمباري کړې، طالبانو د پاکستان دغه اقدام غندلی وو.‏

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، "هيچا ته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي، پاکستانی ولس او نوی حکومت بايد د پوځ څو جرنېلان دغه ‏ډول بې باکه کړنو ته پرې نږدي"، چې د دوو مسلمان هيوادونو اړيکې خرابې کړي.‏

مجاهد زیاته کړې، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي ‏نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".‏

هغه يو ځل بیا تکرار کړې، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.‏

وروسته نوموړي مطبوعاتو سره په مرکو کې ویلي وو، افغانستان د ګاونډيانو سره ښې اړیکې غواړي او د پاکستان سره یې د نورې جګړې نه کولو ويلي ‏وو خو ورسره یې زياته کړې وه که پاکستان دغه ډول اقداماتو ته دوام ورکړو دوی به یې ځواب کوي.‏

د ګل په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله په کورمه او وزيرستان کې نښتې شوې د مرګ ژوبلو خبرونه هم راغلي خو د دواړو خواو څخه یې په ‏رسمي ډول تاييد نه وو شوی.‏

د يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې ‏پرتې دي.‏

د افغانستان او پاکستان په اړيکو نظر لرونکی څيړونکی خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان او افغانستان اړیکې کله ډېرې ښې نه دي پاتې شوي خو ‏داسې هم کله نه دي شوي چې پاکستان هلته حملې کړي، طالبانو یې رسمي تاييد کړی او پاکستان په خپله هم منلي او بيا د هغه لوري نه هم جواب شوی ‏دی.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د افغانستان او پاکستان اړیکې چې د مخکې نه ترينګلې وې، د دې تازه پېښو وروسته دا اړیکې نورې ‏پسې خرابې شوي دي.‏