ورلډ بېنک د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په کال ۲۰۲۳ کې به د ډیرو ملکونو د اقتصادي ترقۍ کچه د مخکنۍ اندازې نه کمه او بدحالۍ ته به ور نژدې وي، دا په داسې حال کې چې مرکزي بېنکونه د سود شرح نوره زیاتوي، په اوکراین د روس یرغل دوام لري او د نړۍ د لویو اقتصادي عواملو وړاندې تګ د سست روۍ ښکار شوی دی.
ورلډ بېنک وویل اندازه ده چې سږ کال به په نړیواله کچه مجموعي کورنی پېداوار، جي ډي پي ، به د یو اشاریه اوه فیصد په رفتار ترقي کوي. په تېرو دېرشو کلونو کې دا د اقتصادي پرمختګ تر ټولو کم رفتار دی.
تېر کال د جون په میاشت کې د ورلډ بېنک اندازه وه چې په ۲۰۲۳ کې به د دنیا اقتصاد د درې فیصد په شرح وده کوي.
بېنک وویل د امریکې او يورپي ملکونو په شان د ترقیافته اقتصادونو د پرمختګ کچه د اشاریه پېنځه فیصد پورې د کمېدو له امله نړیوال اقتصاد د دریو کلونو نه په کم وخت کې یو وارې بیاد د بدحالۍ سره مخامخ کېدلی شي.
ورلډ بېنک په یو بیان کې وویل د دنیا په موجوده نازک معاشي صورتحال کې که بل څه منفي پرمختګ وشو نو نړیوال اقتصاد به بدحالي په لورې ورټېله کړي. د بېنک ترمخه ګراني او ګرانۍ د مخنيوي دپاره د سود په شرح کې اضافه، د کرونا وایرس بیا خپرېدل او په سیاسي او جغرافیايي تاوتریخوالي کې اضافه عالمي اقتصاد د بحران ښکار کولی شي.
ورلډ بېنک غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې د کم امدن ملکونو سره د خوراک، توانای، د بې کوره خلکو په امداد او د قرضونو په بېرته ادا کولو کې مرسته وکړي.
بېنک وویل د موسمي بدلون د مخنیوي دپاره په سرمایه کارۍ او د انساني پرمختګ په لړ کې په رعایتي شرح مالي وسایل په معاشي ترقۍ کې مرسته کوي.
د عالمي اقتصادي ترقۍ په اړه د ورلډ بېنک رپورټ په داسې حال کې شایع شوی چې امکان دی د موسمي بدلون او د نورو نړیوالو مسلو دپاره د قرضو صلاحیت پراخوولو دپاره به د بېنک چارواکي دا هفته په نوي تګلاره غور وکړي.
د دویم عالمي جنګ نه وروسته چې بېنک قایم شوی، دا لومړی ځل دی چې د امریکې په شمول به ټول شریکداران د بېنک په تګلاره کې بدلون کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي