زلنسکي: یوکراین د اوربند لپاره لږ تر لږه ۲۰۰ زره سوله ساتونکو ځواکونو ته اړتیا لري

د یوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې که د روس سره د اوربند تړون پلی شي، نو په اوکراین کې د لږ تر لږه ۲۰۰,۰۰۰ اروپایي سوله ساتونکو موجودګۍ ته اړتیا ده چې د ختیځې اروپا هیواد د روس د احتمالي برید څخه خوندي کړي.

د ډونالډ ټرمپ وایټ هاوس ته د بیرته راستنیدو یوه ورځ وروسته زلنسکي خبرو کې وویل چې اروپا باید خپل خیال وساتي. هغه وویل چې د اروپایي هیوادونو څخه د ۲۰۰,۰۰۰ سوله ساتونکو شتون به لږ تر لږه اړتیا وي، “که دا نه یي نو بیا دا هېڅ معنی نه لري.

زلنسکي د سویس په ډیوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې په خپله وینا کې وویل: “راځئ چې دا هېر نه کړو، د اروپایي هیوادونو او روس ترمنځ کوم سمندر موجود نه دی.

د یوکراین صدر وویل چې د روس هغه غوښتنه چې اوکراین دې خپل پوځ د ۸۰۰,۰۰۰ سرتیرو نه پنځه برخې کم کړي، د منلو وړ نه ده.

زلنسکي وویل چې د اوربند تړون په وخت کې د یوکراین غوره دفاع به د ناټو غړیتوب وي. که څه هم ډیر اروپایي هیوادونه د اوکراین د نېټو اتحاد ته د داخلېدو ملاتړ کوي، خو جرمني او امریکا یې مخالفت کوي. هنګري او سلواکیا، چې د روس پلوي حکومتونه لري، هم د یوکراین د نېټو غړیتوب مخالفت کوي.

زلنسکي همدارنګه په اروپایي هیوادونو غږ وکړ چې د ټرمپ وروستۍ غوښتنه په پام کې ونیسي، چې د نېټو غړي هیوادونه دې خپل دفاعي لګښتونه د جي ډي پي ۵٪ ته لوړ کړي.

په ورته وخت کې، زلنسکي د ټرمپ سره د ملاقات غوښتنه کړې، چا چې د امریکا د ټاکنو نه مخکې ژمنه کړې وه چې که هغه د امریکا صدر شي، نو د روس او یوکراین ترمنځ جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسوي.خو دا روښانه نه ده چې هغه به دا څنګه ترسره کوي.

بل اړخ ته د یوکراین چارواکو د نهې/ سه شنبې په ورځ وویل چې د روس ډرون بریدونو د یوکراین په مرکزي او جنوبي برخو کې عامې ودانۍ زیانمنې کړې.

د اوکراین پوځ وویل په کې ۱۳۱ روس ډرونونه او څلور بېلسټیک توغندي شامل وو.

د روس د دفاع وزارت د نهې/سه شنبې په ورځ وویل چې ۵۵ یوکرایني هوایي ډرونونه یې تباه کړي.