څېړونکي وایي د ټي ټي پي خلاف د ګامونو نه پورته کولو په سر دا وخت پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر منځ ژور اختلافات لیدل کیږي. په داسې حال کې ایا پاکستان د افغان طالبانو یواځینۍ مخالفې ډلې داعش خراسان ته لاس ورکولی شي؟ یوه څېړونکې وایي داسې کېدلی شي. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
د بېلا بېلو هېوادونو د خارجه وزارتونو او د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د تودوخې د لوړې کچې له امله په حج کې په سلګونو کسان مړه شوی دي خو په رسمي توګه د دې شمېرو تصدیق نه دی شوی. په دې اړه تفصیل ارباب محمود علي وړاندې کوي:
هندوستان کې د نړۍ د تر ټولو سترې ټاکنې کیدلی شي غټې نتیجې رامخې ته کړي. په هندوستان کې د رای ورکونکو شمیره نیزدې ۹۷۰ میلینه ده. وزیراعظم مودي چې ځان هندو قام پرسته مني د یو شمیره مخالفه سیاسي ګوندونو له ایتلاف سره په سیالۍ کې ښکیل دی.
د امریکې رېپبلېکن صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ په غلطو مالي معلوماتو ورکولو مجرم ګرځول شوی دی. ټرمپ د ۲۰۱۶انتخاباتو د نتیجو د اغیزمنه کولو د پاره د لوڅو فلمونو اداکارې ته ورکړی رقمونه پټ کړي دي. د نیویارک نه د وي او ای د خبریالې ټینا ټرېن رپورټ درته ارباب محمود علي وړاندی کوي.
احتجاج کونکو اسرایلي حکومت ته د مصنوعي ځيرکتيا او د نورو مرستو د ورکولو په اړه د ټیکنالوجۍ د غټې کمپنۍ د شوې لوظنامې خلاف د ګوګل کلنۍ غونډه ګډه وډه کړه د کلیفورنیا د ماونټېن ويو نه د میټ ډېبل رپورټ ارباب محمود علي وړاندې کوي.
د امریکې منځني غربي ښار ډېټرویټ په یو وخت کې ډیر فعاله چائنا ټاون لرلو. که هرڅه هم دغه تاریخي ځای اوس نه دی پاتې خو یو پخوانې خوراک يې یاد دی او اوس هم په مقامي خلکو کې ډیر مقبول دی. د وي او اې کرس کاسکیوهو په خپل رپورټ کې د بادامو د بون لېس یا د بې هډوکو چرګ پخلي ته کتنه کړی.
ترکي تیره هفته فیصله کړی وه چې تر څو په غزه کې د اوربند په اړه اسرایلي مشران موافقې ته نه وي رسیدلي تر هغو به له اسرایلو سره تجارت نه کوي امکان دې دا فیصله د اسرایل اقتصاد ډیر وځپي. د دې اندېښنې تر څنګ ترکيه د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم داسې ګامونو پورته کولو ته هڅوي.
غزې ته د سمندر له لارې د بشري مرستو رسولو لپاره د بندرګي په جوړېدو کې د امریکایي ځواکونو حفاظت ته اندېښنې رامخې ته شوي
اسرایل په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله خلاف بریدونه کړی دي حزب الله ویلي په اسرایلو يې میزایلي بریدونو کې یو شمیر کسان ژوبل کړي دي. د جي سیون یا د اووه شتمنو هیوادونو تنظیم په اسرایل د بریدونو په سر په ایران د بندیزونو غږ کړی او ویلي یې دي چې منځنی ختیځ د سیمیز جنګ په څنډه ولاړ دی.
اسرایلو خبردارې ورکړی چې د هر ډول برید به په کلکه ځواب ورکوي. تیره ورځ د شام دننه په سفارت د اسرایل د ممکنه برید وروسته ایران د ځوابي حملو ګواښ کړی. د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو تیره ورځ په غزه کې د مرستندویه ادارې د اووه کسانو وژنه د خپلو ځواکونو بدمرغه او غیر ارادي برید بللی.
د انصاف نړيوال عدالت اسرایلو ته امر کړی چې غزې ته په سمدستي توګه د زیاتو بشري مرستو اجازه ورکړي دوی دا هم ویلي، چې اسرایل باید دا یقیني کړي چې پوځ يۍ د غزې د فلسطینیانو د حقونو خلاف ورزي ونکړي. اسرایل د نړیوال عدالت په حکم څه عکس العمل نه دی څرګند کړی. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
صدر بایډن د اسرایل له وزیراعظم څخه غوښتي چې واشنګټن ته یوه ډله راولېږي چې په رفع کې له ځمکنیو عملیاتو پرته د حماس په نخښه کولو باندې خبرې وکړي. نتن یاهو په تکرار سره وایي، د حماس د تباه کولو د پاره ضروري ده چې ځواکونه يې رفع ته ورشي.
د پاکستان په اقتصادي ښار کراچۍ کې یو داسې سکول دی چې هڅه کوي د نفسیاتي کسانو درملنه وکړي دوي د ځورونې او د زور زیاتیو د مخنیوي د پاره ماشومان او میندې ځواکمنې کوي. پاکستان کې د وی او ای د مشرې ساره زمان رپورټ ارباب محمود علی وړاندی کوي.
د امریکې ایوان نمایندګان کې د شورو، یا چهارشنبې په ورځ د پاکستان دننه د جبري لادرکۍ په هکله یوه غونډه شوې. د دې بریفنګ انتظام سندهي فاونډیشن کړی و. د وي او ای د اردو څانګې د صبا شاه خان رپورټ ارباب محمود علي وړاندې کوي.
د افغانستان د چېمبر اف کامرس سرپرست یونس مومند وایي پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو کانټېرې خوشي کولو ته سلا شوی دوی وايي پاکستاني چارواکو ته يی ویلي چې په افغانستان باندې د قاچاک تور لګول بې ځایه دي او که داسې کیږي نو د قاچاقو مخنیوی د پاکستان کار دی، نه دا چې افغان سوداګر يي مخه ونیسي.
د امریکا صدر جوبایډن د صدارتي دفتر نه نېغ په نېغه خپله وینا کې د امریکا له ولس څخه غوښتنه کړې چې د اوکراین او اسرایل د جنګي هلو ځلو په لړ کې مرستو ته دوام ورکړي. بایډن دا وینا اسرایلو ته له خپل سفره یوه ورځ وروسته کړې.
پوهان - د چین د بیلټ اینډ روډ انيشيېټیو یا بي ار ايي لس کاله پوره شوي خو اقتصادي ترقي ترې نه ښکاري د بي ار ايي غټې منصوبې، د چین او پاکستان ترمنځه د اقتصادي راهدارۍ یا لوی لارې د بنیادي اډانې په ودرولو کې مرستې کړي خو په اقتصادي ترقۍ رامخې ته کولو کې پاتې راغلی.
د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل د ایوان نمایندګان سپیکر د خپلې چوکۍ نه لرې کړای شوی دی سپیکر صدر پسې دویم تن وي.
د کراچۍ ښار پولیس وايي، په روان کال کې یې ۱۸۰۰ داسې افغان کډوال نیولي چې قانوني اسناد یې نه درلودل افغان کډوال وايي دوي د ویرې نه له خپل کوره نشي وتلی. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د تاو تریخوالي قیمت بیا افغان کډوال ادا کوي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په پارلمان او په ریاستي اسمبلو کې د ښځو د برخې زیاتولو د پاره قانوني وړاندیز کړی دی د هند د پارلېمنټ ښکتني ایوان په ریاستي اسمبلو کې ښځو د پاره د درې دیرش فيصده برخې وړاندیز منظور کړی دی.
نور کتل