د بایډن انتظاميې د دې میاشتې په سر کې له بیا کتنې وروسته ویلي و چې د ټرمپ د انتظاميې د پریکړو له امله په کال ۲۰۲۱ کې له افغانستان نه د وتلو پر وخت ګډوډې رامخې ته شوې وه.
طالبانو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي جان سوپکو هغه وینا رد کړې چې ګواکې طالبان د بشري مرستو د پاره په نړیوالو فنډونو کې خپله برخه اخلي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
د امریکا صدر جوبایډن د ایرلېنډ په سرکاري دوره دی. بایډن څلورم امریکايي صدر دی چې په ډبلن کې به د ایرلېنډ د پارلیمان شريکې غونډې ته وینا کوي. د وایټ هاوس د پاره د وي او ای د بیورو چيف پیټسي ویده کوڅواره رپورټ درته د ډیوه همکار ارباب محمود علي وړاندی کوي.
د ننګرهار په مومندره کې د ښونځيو یا سکولونو استاذان هره ورځ د کونړ په سیند باندې اوړي چې ځان ښونځیو ته ورسوي. په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته د افغانستان مالي ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي. افغانستان په نړۍ کې د تر ټولو غريبو او وروسته پاتې هيوادونو په ډله کې دی.
د شلمې پېړۍ کلتوري ستوری پابلو پيکاسو د خپل وخت يو لوی انځورګر او په تاريخ کې د انځورګرۍ يو لوی نوم ياديږي. سږ کال د هغه د مړينې پنځوس کاله پوره کيږي. دی په سپېن کې پيدا شوی و خو ټول عمر يې په فرانس کې تېر شوی و.
د اوکراین جګړې په هکله د مغربي هیوادونو رسوا شوي اسناد ښيي چې روس د خپلو کمو تاوانونو او د اوکراین د زیات تاوان د ښودنې لاره غوره کړې. د وي او ای د پاره د لاورل بومېن رپورټ د ډیوه همکار ارباب محمود علي وړاندی کوي.
د مارچ په لسمه د چين په منځګړتوب سعودي عرب او ایران د نیزدې اوو کالو ځنډ وروسته له یو بل سره د سفارتي تعلقاتو د بحالۍ لوظنامه لاسليک کړه. یوې خواته په سيمه کې د چين او امريکې د اثر رسوخ خبره کيږي خو بلې خواته څېړونکي د یمن، حزب الله، عراق او نورو شخړو د راتلونکې په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.
د امریکې د خارجه چارو وزیر اینټوني بلینکن له اوکراین سره د دوامداره مرستو ساتلو په ترڅ کې د ګل په ورځ په برسلز کې د نیټو د خارجه چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه اخلي. دا غونډه له هغې وروسته کيږي چې ترکیې په ناټو کې د فېنلېنډ د یوځای کېدو غوښتنه ومنله.
د نیویارک ولسي عدالت یا جیوري د بالغانو د فلمونو یوې پخوانۍ اداکارې ته د پيسو ورکولو په سر د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د جرمي تورونو لګولو په حق کې فېصله کړې. د پخواني صدر خلاف د دې غیرمعمولي ګام په اړه څه ډول غبرګون څرګند شوی؟
په پاکستان کې تیر کال سیلابونو تر د درې دیرش میلینه پورې خلک ځپلی وو او ډیرو خلکو له خپلو سیمو نه کډې کړې وې. دا مهال سیمې ته خلک بېرته ستانه شوي دي خو وايي، مالي ستونزې به یې تر ډیره دوام ولري.
د پاکستان د بشري حقونو تنظيم د هیواد دننه په سیاسي ناکلارۍ اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې چې سیاسي ګوندونه دې خپل اختلافات د پارلیمان له لارې هوار کړي.
په افغانستان کې په ښځو د طالبانو له خوا د تعليم، روزګار او د نورو بندیزونو په وجه په عادي ژوند کې د دوي ځای تنګ شوی دی خو اوس هم داسې نجوني او ښځې شته چې نه یواځې خپل کارونه يې جاري ساتلي دي بلکه هغه يې د نورو د ګټو د پاره هم برابر کړی دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هېریس د افریقا دریو هېوادونو ته د سفر پر مهال په لومړي پړاو کې ګانا ته رسېدلې ده. ددغه سفر موخه د افریقا له لویې وچې سره د امریکا د اړیکو پیاوړي کول ښودل شوي. امریکا او ګانا د ۱۹۵۷ کال راهیسې نېږدې ملګرتیا پالي خو دا مهال چین له ګانا سره زیاته سوداګري کوی.
د اوکراین چارواکو په دغه هېواد د روس لخوا د ترسره شویو بشري جرمونو د پلټنو غوښتنه کړې دا غوښتنه وروسته له هاغې شوې چې په سماجي ويب پاڼو داسې یوه ويډیو خپره شوې چې پکې ښکاري د روس ځواکونه د اوکراین یو جنګي قیدی وژنی.
د هسپانیې غرختونکې ادورنی پاسابن هغه لومړنۍ ښځه ده چې د نړۍ څوارلسو دنګو غرونو ته ختلی ده. دا وايي، کله چې غر ختلو ته ځی نو خلک یې بده مور ګڼي خو چې خاوند يې ځی نو تر اوسه ورته چا بد ونه ویل. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت یواځې د افغانستان په طلوع ټي وي کې د ښځو پر ستونزو او د اسلام په رڼا کې د هغوي په حقونو باندې بحث شوی. په دې اړه په یوې ځانګړې خپرونه کې په دې خبرې وشوې چې واک ته د طالبانو د راتګ او د ښځینه خبریالانو د کار پرېښودلو وروسته اوس دوی په کومه برخه کې کار کوي؟
پاکستان د جوړېدو راهیسې له امریکا سره د ښو اړیکو لرلو هڅه کوي، خو کله کله د یو او بل په وړاندې تورونه هم لګوي. په واشنګټن کې د کېټو انسټیټیوټ څېړونکې سحر خان د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه خپل نظر د ډیوې له همکار ارباب محمود علي سره شریک کړی.
د "چین-پاکستان محور" په نامه د کتاب لیکوال اېنډرو سمال وي او ای ډیوه ته وايي، چې د پاکستان کمزوري اقتصاد کې د لارې لوی خنډ د چین قرضې دي. هغه فکر نه کوي چې چین به د پوروړي پاکستان لپاره د قرضونو شرطونه نرم کړي. ارباب محمود علي له ښاغلي سمال سره د کړې مرکې پر بنسټ دا ویډیو راپور تیار کړی.
په اوکراین د روس له یرغل سره دا وېره هم پیدا شوې چې دغه جګړه د روس او ناټو پر جګړې بدله نشي د اوکراین په جګړه کې په تېر یو کال کې په زرګونو کسان وژل شوي، په میلیونونو نور بې کوره شوي او ګڼ ښارونه پکې ويجاړ شوي. ارباب محمود علي پرې راپور تیار کړی.
د امریکا یوې مرستندویه ادارې د افریقا له نایجر او بنین سره د کړي تړون له مخې، دغلته د ټرانسپورټ په پروژو کې په سلګونه میلیونه ډالره لګوي. د امریکې یوې ځانګړې بهرنۍ مرستندویه ادارې په دې وروستیو کې د دغو افريقايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې د پاره یو نوی ډول مرستې چمتو کړې دي.
نور کتل