په پېښور کې د تېرې اونۍ د خونړي برید وروسته، د پاکستان حکومت ویلي، له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره په راتلونکو ورځو کې کابل ته یوه جرګه لېږي. څېړونکي وايي، دا مهمه ده چې په هېواد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پاکستان د کور دننه ګوټلي ګامونه واخلي. د ډیوې د اورنکزېب خان راپور د افتخار حسین په غږ کې
د پولیو د خاتمې نړيوالو مشرانو تيره اوونۍ د جرمني په سر ښار برلن کې د پوليو ناروغۍ د ختمولو دپاره د 2.6 مليارده يا اربه ډالرو نوې ژمنه اعلان کړه او ورسره سم يې دا هم وويل چې د پولیو وايرس یوازې په دوو هیوادونو - پاکستان او افغانستان کې دا وخت موجود دي.
د پاکستان یو وتلې څېړنکاره عایشه صدیقه وايي د عمران خان د سفر په وخت اصلي خبرې د پاکستان پوځ کوي او ترټولو غټ هدف به یې پاکستان ته امداد بیا بحالول وي. مایکل کوګل مین هغه فکر نه کوي چې پاکستان ته به امداد بیا بحال شي.
د امریکايي چارواکو په وینا پاکستان ته ورکړی کیدونکی ۲۵۵ ملینه ډالره امداد به ځنډوي. د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار د صدر ټرمپ د انتظامې د چارواکو د خلې وايي نژدې د ۱.۳ اربه ډالرو مالي امداد به منجمد یا وتړل شي.
په واشنګټن ډي سي کې د څېړنې ادارې (ورلډ افیرز کاونسل) کې امریکا ته د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري سره په ګډه خپله وینا کې جم مورین وویل په افغانستان کې د امن خبرو د کمیابېدو لپاره ضروري ده چې طالبان وسله وغورځوي او اساسي قانون ومني
ښاغلی چودهري په داسې حال کې د پاکستان د نوي سفیر په توگه واشنگټن کې پرځای کړی شوی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي ښکار دي
ټیډ پاو وايي د پاکستان پوځ د امریکا نه پېسې اخلي او هغه بیا په افغانستان کې د ترهګرو لاسونو ته ورځي. دغه مرکه کې ټیډ پو وایې داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ټولې نړۍ ته را یوځای کیدل پکار دي ځکه چې دا توند لارې ډله ټولې نړۍ ته خطر دی
څیړنکار ډیوډمیک زیاتوي په ترکي کې د حکومت په حق کې راوتلي خلک یواځې د اردګان مرستیالان نه وو. په دغو کې د ترکي سیاسي ګوندونو او حکومت مخالفه ډلو کسان وو څوک چې د پوځي حکومت پرضد دي.
امريکاېي څیړنکاران واېي د ایران او سعودي ورستې فرقه ايزه تاو تریخوالی به په سيمه کې او مسلمانه نړۍ کې د شیعه او سني تر منځه اختلافات نور هم ژور کړي-
څیړنکاران وايي چې د تندروۍ مفکورې د جرړو ختمولو د فیصلې وخت راغلی او که چرې مسلمانانو دا کار وو نه کړی شو نو په راتلونکې وخت کې به ددوي ریاستي ادارې او ددوي نوی نسل هم ددغه ډلو په لاسو ته پریوځې
د شاه او د فقیر یا د "غریب عبدالرحمان او د عزیز خان" د مصداق د بشیر ساربان او د لېنډن جانس د دوستۍ دغه قیصه د تاریخ د تیرو هیرو پاڼو نه د امریکا مشیگن ریاست کې میشته پاکستانۍ میرمن الماس اختر راویستې ده. هغه وايي ددواړو هیوادونو تعلقات هم دغه رنگ د حکومتونو پرته په اولسې کچه برابرول پکار دي
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای پخوانی چارواکې او د بروکنگز انسټیټ وتلی تجزیه کار ویلي دا امکان ځکه قوي دی چې پاکستان کې دالقاعده په رنگ فکر لرونکی یو شمیر جنگیالۍ ډلې دي او د افغانستان څخه د امریکا ورتو ورسته دوي به غواړي چې القاعده دغلته بیا فعاله کړي
د گل په ورځ وائس اف امریکا ډیوه بازار پروگرام کې په یو بحث کې د کرونده گرو د تنظیم کسان بورډ چارواکي صمد صافي او زراعتو چیمبر مرستیال صدر محمد ظاهر خان وویل د گني خوار کرونده گر د ملونو د مالکانو د چالاکۍ او سیاسي اثروسوخ مقابله نشي کولی
د امریکا پخوانی سفارتکار او د څیړنې ادارې مډل ایسټ انسټیټیوټ سره کارونکی ډیوډ میک وايي فلسطین او اسرائیل شخړې حل کیدو نه بغیر امریکا په دغه سیمه کې نور پراخه اهداف نشې ترلاسه کولی لکه د ایران د ایټمي پروگرام په سر لانجه او د شام سیاسي کړکیچ غوندې مسلې هوارول
د بلوچستان کوټې چیمبر مشر غلام فاروق خپرونه کې د برخې اخستو په وخت د حکومت لخوا د اکنامک زون یا کارخانو لپاره ځان له ځائې جوړولو ستائنه ووکړه ولې زیاته يي کړه چې د صوبې تر ټولو غټه مسله بد امني ده چې له وجې د صوبې اقتصاد په ټپه ولاړ دی