د پاکستان حکومت د انګريز د وخت راهيسې جوړ قانون افيشل سيکرټ ايکټ کې د داسې بلونونو راوستل غواړى چې پکې د استخباراتي ادارو د چارواکو شناخت ښودلو په جرم کي د درې کاله بند وړانديز شوی دی د دې قانوني مسودې مقصد په ظاهره د استخباراتي ادارو مشرانو او ايجنټانو باندي د نيوکو درول دي.
د پوځي عدالتونو په لړ کې قانون پوهان وايي چې وړمبې خو به د کتل وي چې ايا پوځى عدالتونه د عدالت په زمره کي راځى او که نا؟ او بله دا چې د پوځي عدالتونو په مقدمه کې د سپريم کورټ نه د څه تاریخي فېصلې امید نه لري.
سېنیر خبريال او څيړونکی حامد مير يو شخصي ټي وي سره خبرو کي ويلي د مجوزه قانوني ترمیم دلارې پېمرا ته د خبرونو په خپرېدو اختیار ورکول کېږي چې په نتیجه کې به يې د پمرا د مشر کردار د ټي وي چينلونو د يو ايډيټر شکل اختیار کړي
اقتصاد پوهان وايي، پاکستان له د اوسني اقتصادي بحران څخه د را ايستلو يواځينۍ لاره بنيادي اقتصادي اصلاحات کول دي.
د پاکستان اټارني جنرل ویلي، د نهمې مې له پېښې وروسته ۱۰۲ کسان د پوځ په ولقه کې دي چې ښځې، ماشومان او خبریالان پکې نشته. د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثنا الله قومي اسامبلۍ ته ویلي، که د پوځي قانون لاندې مقدمې نشي چلیدلی نو بیا په کار ده چې دا قانون ختم کړای شي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
پاکستان د آی ایم اېف د قرض د قسط ترلاسه کولو ته هیله مند دی. بلخوا د پاکستان مرکزي بينک ويلي، له چین څخه ورته يو ارب ډالره ترلاسه شوي. د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان چين ته په تيرو ورځو کي د قرض پيسې واپس کړې وې کومې چې هغوى بيا تنظيم کړې او پاکستان ته یې ورکړې.
څيړونکي وايي، پاکستان کې په وروستۍ سرشمېرنه کې د ملک ابادي نزدې 24 کروړو ته رسېدلې او وخت راغلی مرکزي حکومت دې د نوې سرشمېرنې په حساب لسم اېن اېف سي يا د قامي مالیاتي کمېشن اېوارډ اعلان کړي او وفاقي وسيلو امدن صوبو ته ورکول دې د نوې سر شمېرنې په بنياد تر سره شي.
د مهاتما بدھ د زېږېدو په ورځ په اسلام اباد کې نندارتون وشو په شپږويشتم می د بدمت د مذهب خالق مهاتما بدھ د زېږېدو ورځ په سرکاري توګه ولمانځل شوه. چارواکي وايي، د پاکستان حکومت د مذهبي روادارۍ جوړولو او مذهبي سيلګرۍ ته د ودې ورکولو د پاره دا ګام پورته کړی.
د مبينه اډيو ليکس پلتڼو لپاره جوړعدالتى کمېشن پر ضد د يو شمير خواستونو په اورونه کې سپريم کورټ نن د جمعې په ورځ خپله فيصله محفوظه کړې ده٠ اټارني جنرل په دې اړه د مشر قاضي په مشرۍ کې جوړ پنځه کسيزه بينچ باندى اعتراض کړی او چيف جسټس ته يې ویلي چې دی دې خپل ځان له بينچ نه ډډې ته کړي٠
نړیوال بانک په یو تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې دوه کروړه او دېرش لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي چې پکې زیاته شمېره د انجونو ده. خو پاکستانى چارواکو ویلي، چې دوی تعليم او روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي ځکه چې، د هيواد مستقبل د تعليم، صحت او انصاف په اړه د انساني سرمايه کارۍ په جوړولو کښې دی٠
د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار يو ځل بيا خوشبيني څرګنده کړې چې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره به ډېر زر د قرض لوظنامه وشي. اقتصاد پوهان وايي، که د کال 2019 لوظنامه پرځاې هم شي خو د سقوط څخه د بچ کېدو لپاره به پاکستان ته د يو بل قرض پروگرام ضرورت هم پېښېږي.
د پاکستان د پارلیمان غړو ویلي ملک چې د اقتصادي، سياسي، او اييني مشکلاتو سره مخ دی، د دې بحران څخه ويستلو دپاره په حکومت کې او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند له پکار ده چې خپل اختلافات د خبرو د لارې ختم کړي او مقابله دې په سیاسي مېدان کې وکړي.
د شمالى وزيرستان نه د قامى اسمبلۍ غړي محسن داوړ وويل،" د طاقت په نشه کې چې کوم مست خلک دي د هعوى لپاره د ورځ د عبرت نښه ده او نن په ټول ايوان کي د پرويز مشرف د فاتحې لپاره هم څوک تيار نه ٶ او ډير په مشکل سره دي لپاره يو کس تيار کړې شو."
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د نهې يا سه شنبې په ورځ وويل چې د پېښور په جمات ځانمرګى بريد چې 100 تنه پکې وژل شوي، دا د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتى ادارې ايي ايم ايف مشرې کرسټالينا جارجيوا سره په ټيليفون خبرې کړي او ورسره يې د ايي ايم ايف د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام په بيا بحالولو خبرې کړي دي.
نور کتل