وال سټريت جنرل په يو تفصيلي رپورټ کښې ليکي د افغان صدر اشرف غني د دورې سره سم د طالبانو يو هيت د پخواني وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ کښې هم چين ته سفر کړی.
د نوبیل کمیټۍ مشرتوربیارن یگلینډ وویل ددې ستائنه کوي چې د پاکستان حکومت ملاله یوسفزۍ ته د نوبیل انعام د ورکړی کیدو هرکلی کړی دی خو پاکستاني چارواکې که هغې ته څه بهترینه ډالۍ ورکولی شي نو هغه د هیواد په تعلیمي نظام کې ډرامائي تبدیلي کول دي
که وکتل شي په ډیره نړۍ کې د ازادۍ تحریکونه روان دي چې پکې بیلا بیل قامونه د مختلفو هیوادونو نه بیلتون غواړي. لکه د مثال په توگه د ازاد کردستان غوښتنه، د کشمیر شخړه او یا د هندوستان دننه د ازادۍ دپاره نور تحریکونه، ازاد بلوچستان، پښتونستان یا د لوې افغانستان جوړیدو تحریکونه، چین نه د شرقي ترکستان او تبت د ازادۍ غوښتنې او داسې گڼ شمیر نور
د روانو مظاهرو د ملک په نورو صوبو کیدلی شي نیغ په نیغه دومره اثر نه وي خو د پښتونخوا په خلکو او حکومت يي ډیر اغیزې روانې ښکاري دا چي دغه مظآهرې به څه نتیجه ورکړي؟
ځائې پولیس او اولسي مشران باور لري چې د طالبانو د ملاکنډ ډویژن په ډیرو سېمو کې بیا راپاسیدل، د حکومت او غیر قانونه گرځول شوي تحریک طالبانو په منځ کې د امن د خبرو اترو نتیجه ده د خبرو لپاره اخیستل شوي دمې نه یواځې د طالبانو هغه پټ خلک بیا راڅرگند کړل ولې دا حوصله يي هم وومونده چې د تیر حکومت پلویان او د امن کمیټیانو غړي یو په یو په نخښه کړي
په حامد میر د وژنې برید د پاکستان میډیا هم تقیسم کړي. داسې ښکارې چې یو خوا هغه صحافیان ولاړ دي چې یا خو د یوبل سره د مقابلې په سبب شهرت گڼل غواړي او یا د استخباراتي ادارو لخوا روزل کیږي
د قباېلي سیمو سر چینې واېي د طالبانو په ډلو کې اختلاف یواځې د ډیر نه ډیر وساېلو لاس ته راوړلو په سر نه ولې د پاکستان حکومت سره د امن د خبرو اترو په سر هم رامنځ ته شوی. د شهر یار محسود ډله د حکیم الله محسود نزدې ملګري دي
د افغانستان د صدارت د څوکۍ لپاره په اخري نومونو کې اته اميدواران پاتې دي. دوي غواړي د اولس د رایی په سر ځان ارګ ته ورسوي. خو د جلسو او انتخابي کمپين نه څرګنديږي مقابله هم د دريو اميدوارنو په منځ کې ده
ما نه دا پوښتنه مه کوۍ چې ما ملاله له څه کړي- ما نه دا پوښتنه وکړۍ ما څه نه دي کړي او هغه دا چې ـ ما د ملاله وزرې پرې کړي نه دي.
د پاکستان په صورتحال نظر لرونکې گوته په خوله دي چې ولې اسلامي نظریاتي کونسل فقط د دویم واده په حال کې د وړمبۍ ښځې نا د اجازت نه غوښتل او د کم عمره هلکانو جینکو د واده د جوړولو غوښتنه وکړه خو په ملک کې د روانې ترهگرۍ، سماجي او ټولنیز زور زیاتې او د بشري حقونو د پائیمالۍ غوندې سنگینو مسلو ته يي نظر نه ځي؟
د پاکستان د داخله چارو وزیر چودهري نثار په خپله وینا کې دا هم په ګوته کړه چې د امریکا نه پس پاکستان دویم داسې هیواد دی چې پکې تر ټولو ډیری استخباراتي اداری شتون لري. ده اووېل په پاکستان کې ۲۶ بیلا بیلی استخباراتي ادارې دي
سوال دا دی چې دغه دریم جنس ته په اکثریتي، مذهبي معاشرو کې د پوره انسان په سترگه ولې نه کتلی کیږي؟ د اسلام په مقدسه کتاب قران پاک کې د یو ایت ترجمه ده "د دنیا په مخ هر ژوندی څیز د جوړو په شکل کې پیدا دي."
د طالبانو سره د خبرو اترو د لارې د شخړې حل د پاکستان ټولنه او پارلیمان هم په دوه واضحه برخو ویشلې خو که وکتل شي د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب له خوا په دې اړه قومي غږ لا تر اوسه نه دی پورته شوی چې فیصله کن گنړل کیږي
په پاکستان کې د (مشهور) جج په نوم ګټلو سره افتخار چودهري باندې دا تور لګول کیږي چې اکثره هغه عدالتي مقدمو ته يې زیات پام کوو چې هغه ته يې شهرت ورکوو. یا په نورو ټکو کې په هغو قضیو کې يې سخت دریځ لرو چې د هیواد واکمنی صوبې پنجاب کې د زیاتو خلکو د رایو سره يې سمون خوړو
نن افغانستان د پخوا په مقابله کې په وړاندې تللی دی، ملي اردو، ملي پولیس او نوري امنیتي او حکومتي ادارې فعاله دي، لویه جرگه وجود لري، ملک یو منتخب پارلیمان لري او ملکي ائین يي د جمهوریت په بنیاد جوړ دی. خو د نن پاکستان د خپلو داخلي ستونزو سره مخ دی
د مولانا فضل الرحمان بیان هم ډیر معنې خیز دی. دی واېي که امریکا یو سپې هم مړکړي هغه به شهید وي. په دغه بیان په سوشل میډیا د بحثونو لړۍ روانه ده او خلک داسې ګڼړی چې مولانا په دغه څو ټکو کې په منور حسن ټک کړی
کابل میوزیم څو څو ځله لوټ شو، څو ځله تباه کړی شو، دغه لرغوني اثار څنګه روغ وساتلی شو. د باختر پټه خزانه څنګه د ډاکټر نجیب الله په دوره کې خوندي وساتلی شوه