تېر کال د امریکې او طالبانو د سولې لوظنامې د لاس لیک کېدو وروسته قطر د افغان حکومت او طالب استازو د خبرو کوربتوب کوي خو رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده کمه شوي او حکومت په طالبانو الزام پورې کوي د تشدد د کمولو په اړه کې یې ذمه واري نه ده پوره کړې
په دغه ناسته کې ډیبرا لاینز د داخلي اجماع پر پياوړتیا او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر همکارۍ ټینګار کړی دی او ویلي یې دې چې، دغه سازمان به د افغانستان د سولې بهیر په جریان کې منظم حضور ولري
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې نن یې د مارشال فهیم د اووم تلین د لمانځلو مراسمو ته خبرې کولې وویل چې له نړیوالو سره زموږ اړیکې د متقابل احترام پر اساس دي خو که چیرې پوهه شو چې ګټې او احترام له منځه وړل شويو موږ خپل ملت په جریان کې اچوو
دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي پاکستان افغانستان کې د تلپاتې سولې پروسې په ملاتړ کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځکه چې دا هغه هیواد دی چې د سولې د ناکامې پروسې ناوړه پایلو سره مخ دی.
په افغانستان کې د خبریالانو د تحفظ دپاره دغه غږ په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په هېواد کې د مدني فعالانو او خبریالانو په ضد د هدفي حملو په لړۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ورستۍ حمله کې نامعلومه مسلح کسانو په ننګرهار ولایت کې د انعکاس ټېلې وژن درې ښځې کارکوونکې وژلې
خو د یو کال په تیریدو وروسته افغانان وايي د سولې امیدونه یې په اوبو لاهو شوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم جګړو او هدفي وژنو زور واخیسته او د افغانانو خپلمنځي، د سولې پروسه هم د ستونزو سره مخ ده
طالبانو دغه بیان کې ویلي "که چا داسې عمل وکړ او د طالبانو ولایتي مسولینو ته یې معلومات وشول له مسولیت څخه یې لیرې کړئ ډلګۍ او ګروپ یې لغوه کړئ او د پاتې نورو بعدي جزا لپاره به د نظامي چارو کمیسیون ته د سزا لپاره معرفي کیږي."
ولسمشر غني زیاته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره د دغه هېواد ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې او د تاوتریخوالي لوړه کچه د جمهوریت د حقانیت ښکارندويي کوي"
د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي تیره شپه په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر لوړ شوی دی.
د امریکا او طالبانو په تړون کې د هغو ژمنو په مقابل کې چې امریکا له طالبانو سره کړي له دې ډلې یوه لویه تمه دا ده چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. هغه څه چې افغانستان حکومت لوړپوړو چارواکو او سیاسونو او ځینو بهرنیو سیاستوالو په اند طالبانو نه ده پر ځای کړې
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳ تنه مړه شوي او یو ۱۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي چې د کرونا ناروغي د عادي نه ګڼل کیږي
د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وایي د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي
د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې
په دې وروستیو کې قیس احمد د څلورو نورو افغان لوبغاړو تر څنګ د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره اخیستل شوی دی .
نور کتل