د تعلیم ماهرین وايي د دیني مدرسو نصاف ډیر پخوانی دی، د عصري علومو تقاضې نه پوره کوي او د مدرسو تعلیم یافته خلک د جومات امام خو جوړیدی شي خو د عصري دور نور څه کار روزگار نشي کولی
دغه احتجاجي غونډه چې د پېښور پر (دله زاک) سړک شوې، د مذهبي ګوندونو سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. غونډه د (تحفظ بیت المقدس) تر سرلیک لاندې شوې ده او ویناوالو یې د امریکې دا ګام په کلکه غندلی، چې بیت المقدس یې د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړه. دوی ویلي چې د امریکې دا کار د فلسطین د ازادۍ خلاف دی
دمذهبي ګوند جماعت اسلامي لخوا رابلل شوې دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، قبائیلي مشرانو اؤ مدني ټولنې دغړو په جرګه کې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې دکال۲۰۱۸م دټولټاکنو څخه دمخه دې قبائیلي سیمې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي.
صوبايي حکومت کارکونکو ته د میاشتې د معاش کم نه کم حد ١٥٠٠٠ روپۍ مقرر کړی دی، یعنې کارخانې پابندې دي چې خپلو کارکونکو ته به د ١٥٠٠٠ نه کمې تنخاگانې نه ورکوي
حکومتي چارواکو د خلیل افریدي په شمول پنځه خبریالان د جمعې په ورځ په لنډي کوتل کې په داسې مهال ونیول چې د پخوانو موټرو د نندارتون په موقع د خلیل افریدي موټر سره خبریالانو یو بم تړلی ولیدلو
د پاکستان په تېرو عمومي انتخاباتو کې طالبانو او د هغوي پلويانو د کيڼ اړخو او ملت پالو ګوندونو په جلسو او غونډو يو شمېر حملې کړې وې او د دغو ګوندونو انتخابي کمپاين يې تر ډېره حده محدود ساتلی وو.
د خیبر پښتونخوا د تاجرانو د تنظېم چیمبر اف کامرس مشر زاهد الله شنواري وي او ای ډیوه ته وايي افغانستان پاکستان سره د ټرانزټ تجارت په معاهده کې هندوستان هم شاملول غواړي او افغانستان د پاکستان په تجارتي شیانو د ماليي یا ټیکس لگولو مخالفت کوی نو ځکه یې په پاکستاني ټرکونو پابندي لگولي ده
په ساېنسي بنیادونو د پلټنو یا تفتیش نشتوالی، د شهادتونو نه ورکول، د عدالتونو لخوا پولیسو ته د ملزمانو ریمانډ نه ورکول او د ډي این ای یا فارنزک لیبارټرۍ نشتوالي له امله زیات تره ملزمان د مقدمو نه بري کړی شي.
دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن وایي چې دهیواد په قبائیلي سیمو کې د میرمنو د ووټونو په درج کولو کې ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د زنانه ؤ د حقونو فعالین او د مدني ټولنې کارکونکي د ډیر وخت راهسې واده لپاره د عمر، په خصوصي توگه د جینکو د عمر، حد د زیاتولو غوښتنه کوي خو ځینې مذهبي ډلې چې په صوبايي اسمبلۍ کې هم نمایندگي لري ددې مخالفت کوي
د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي. د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي