په غیرقانوني توگه پاکستان ته د خلکو د تگ او یا بهر نه د راتگ مخنیوي د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې، ایف ايي ای، په بلوچستان کې نایب مشر سلطان افریدي وايي یورپ ته د رسیدو کوښښ کونکو خلکو په شمیره کې د کال ٢٠١٥ راهسې په خصوصي ډول اضافه شوي ده
د پیښور په دغه لاریون کې د حکومت یوې محکمې پي ډبلیو ډي د ملازمینو یا د لیبر یونیو یو مشر عبدالستار هوتي هم و او وې ویل "مزدور نن هم بدحاله دی. مزدور نن هم پریشانه دی. مزدور نن هم د هغه بنیادي حقوقو محرومه دی کوم چې د هغه ضرورت دی بنیادي"
بلوچستان ۱۹۹۸ په پرتله دا ځل پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سرشمېرنه کې برخه اخلي خو د بلوڅو یو مهم بلوچستان نیشنل ګوند یې بایکات کړی دی
چارواکي وايې پروسږکال د ډسمبر په شپږمه نیټه د عربي اماراتو د شهزادګانو یوه قافله د څاړو د ښکار لپاره په ځانګړو الوتکو کې کوټې ته رسیدلي وه او د هغوي له ولکې څخه څلور بازان د کسټم مامورینو ونیول چې هیڅ اسناد یې نه درلودل