د پاکستان په نارامه بلوچستان صوبه کې سیاسي ګوندونه، د هغوی په وینا په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد احتجانونه تر اوسه کوي. دوی په انتخابي نتیجو کې د لاس وهونکو پر ضد د ګامونو اخېستلو غوښتنه کوي. پاکستان په حکومتي کچه د انتخاباتو کول یو کامیاب ګام بللی دی. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپوټ کې
په بلوچستان کې د ټاکنو د نتيجو د ځنډېدو له امله یو شمېر سیاسي ګوندونو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکې کړي او د دوى پر ضد يې احتجاجونه پيل کړي د دغو احتجاجونو تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په بلوچستان کې د قبايلي نظام او د تعليم د کمي له سوبه ډېرې لږې ښځې په سياست کې برخه اخلي سياسي فعالانې وايي چې زيات شمېر سياسي ګـوندونه د خپلو کورنیو ښځو ته تر اسمبلۍ د رسيدلو موقع ورکوي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په پاکستان کې د انتخابي موادو د چاپولو کاروباري خلک وايي چې د دوى کاروبار د پخوا په پرتله نيم په نيمه کم شوى دي دوی د کاروبار د کموالي سببونه د امنيت خرابه وضعه ، سياسي نا ارامي او د خلکو خراب اقتصادي حالت بولي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
په بلوچستان کې د ښځو د حقونو فعالانو له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتي چې د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي. د بشري حقونو سازمان وايي چې په بلوچستان کې د ښځو پر حقوقو باندې عمل نه ترسره کېږي. تفصیل د سمسور په رپوټ کې
د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي لپاره شپاړس ورځنی کمپېن روان دی. د غير دولتي ادارو کارکونکي وايي، په بلوچستان کې په تېرو څو کلونو کې د ښځو لپاره بېلابېل قوانین جوړ شوي خو د دوی پلي کول په هیڅ ځای کې نه لیدل کېږي. دوی ټینګار کوي چې د ښځو لپاره جوړ شوي قوانین باید عملی کړای شي.
بلوجستان کې کاروباری خلک وايي، د چمن لارې د بندېدو له امله د افغانستان او پاکستان پر تجارت ډیر منفی اغېز پرېوتی دی کاروباریان غوښتنه کوي چې دواړه هیوادونه دې د سیاسي ستونزو له امله له یو بل سره تجارتی اړيکې نه خرابوي.
په بلوچستان کې د افغان کډوالو او د سېمي د ښځو په لاس جوړ د هنري توکو نندارتون وشو دې نندارتون ته په ګڼ شمېر ښځۍ او نجونې ورغلې وې او ځینو په کې د خپلی خوښې تو کې هم واخیستل. د نندارتون نور تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په راپور کې.
بلوچستان کې په دوو نورو ډاکټرانو کې د کانګو وايرس تصدیق شوی دی له دې سره په کانګو ویروس د اخته ډاکټرانو شمېر دولسو تنو ته ورسېد. د بلوچستان حکومت د صوبې په ټولو روغتونونو کې د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی او اغېزمن کسان کراچۍ ته انتقال شوي دي.
بلوچستان کې مېشتو افغان کډوالو کې ډیره سخته اندېښنه او وېره خپره شوې ده او د پاکستان د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په ژمي کې دې افغانستان ته نه لېږې. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
نور کتل