دپاکستان پر وزیراعظم عمران خان دښځو او دجنسې تیرو په اړه دهغه پر بیان سختې نیوکې روانې دي اؤ په اسلام اباد کې د بشرې حقونو تنظیمونو د وزیر اعظم عمران خان نه غوښتنه کړې چې د ښځو پر معامله پر خپل بیان دې معافې وغواړي.
د پاکستان نوم د کال ۲۰۱۸ راهسې د ترهګرۍ د مالې مرستو د مخنیوې او د غیر قانونې پیسو د لیږلو د څار نړیوالې ادارې FATF په خړ لسټ کې شامل دې او سږ کل اسلام اباد کې څیړنیری ادارې تبادلب ویلې وو چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ لست کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان د ۳۸ بیلینه ډالر اقتصادې زیان رسیدلی دی
پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې چې دحکومت له اړخه د افغانستان په اړه کومه سفارتي تګلاره خپله کړل شوې، هغه باید پارلیمان ته وړاندې کړل شي.
د پاکستان په سفر راغلې دافغان ښځینه سوداګرو مشرې او دبشري حقونو کارمندې حسینه سید ویلي افغانستان کې د سولې او ثبات د پاره اقتصادي هلو ځلو ته د ودې ورکولو دلارې دافغانانو دامن هیلې نورې هم نورې هم غوړېدلی شي اؤ دې کې به دپاکستان رول ډیر مهم وي
دپاکستان حکومت وایي په ګرد هیواد کې یې یو کروړ خلکو ته کرونا ضد ویکسین لګولي دي اؤ اوس غواړي چې اقتصادي فعالیتونه معمول ته راولي.
شفقت محمود ویلي، هڅې به کوي داسې حالات مخې ته رانشي چې تعلیمي ادارې بېرته وتړل شي. هغه زیاته کړې: «وېکسینونه لګول شوي، استاذان به د وېکسین بغیر نه پرېښودل کیږي.»
جرنالسټان او د بشري حقونو کار مندان ویره څرګندوي چې دغه ارډیننس د اختلاف رای، په ازاده وېنا او د حکومتي او ریاستې ادارو پر کار خبریالان خاموشه ساتلو د پاره په غلطه توګه کارول کیدی شي
وزیراعظم عمران خان هم پر پي ډي ایم سختې نیوکې کړي او ویلې یې دي که چې د مخالف ګوندونوایتلاف د اولس د پاره را يوځای شوی وو، نو تر اوسه به یې حکومت رانسکوره کړی وای.
شاه محمود قرېشي زیاته کړه چې د پاکستان د پوځې مرستې اوتربیه پروګرامونه او اتلافې فنډونه تړلې شوې خو د اقتصادې شراکت، سوداګرۍ او د سرمایه کارۍ په شان برخۍ شته چې پاکستان او امریکا پکې همکاري کولی شي
د پاکستان د خزانې وفاقې وزیر شوکت ترین د منصوبه بندې کمیشن پر شمیرو د اطمینان څرګندونه کړې ده.
دتجارت او سرمایه کارۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد دیوه ټویټ د لارې اعلان کړی چې د شیانو خرڅولو او اخستلو تر ټولو لویې نړیوالې کمپنۍ ایمازون د پاکستان نوم خپل دشیانو خرڅونکو په نوم لړ کې اچولی دی.
دتیرو دوؤ میاشتو راهسې راپدیخوا په لومړې ځل د کرونا څخه د مړو شوؤ کسانو شمېره د ۵۰ څخه ښکته شوې ده خو د طبې پوهانو وینا ده چې ددې د مخنیوې د پاره دې پر احتیاطې هدایاتو عمل وکړل شي او ویکسین دې ولګول شي.
پاکستان پرېکړه کړې چې د کرونا وبا د درېیمې څپې سره د مقابلې په لړ کې به د افغانستان او ایران سره په خپلو سرحدونو باندې ځیني موقتې پابندۍ لګوي.
پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان لخوا دکرونا نه دځان ساتنې دسپارښتنو عملي کولو دپاره پوځ څخه له مرستې غوښتل کیدو ترڅنګ حکومت وایي که خلکو احتیاط ونکړو نو سخت سخت لاک ډاؤن به لګولی اؤ مهم ښارونه به تړلی شي.
د ټي اېل پي پلویانو د تېرو څو ورځو راهسې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکو د شایع کېدو په سر پاکستان نه د فرانس سفیر د وېستلو او د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه کوي
دبشري حقونو ډلو د وزیراعظم عمران خان له اړخه د جنسي تیریو په اړه بیان نامناسب،دحقیقت څخه لرې ،حساس او خطرناک بللی دهغه څخه یې غوښتنه کړې چې پخپل دغه بیان دقام نه بخښنه وغواړي .
د پاکستان د جرنلسټانو د یونین مشر افضل بټ ډیوه ته وایي مطبوعات د خلکو ستونزو رابرسیره کولو یوه وسیله ده او د دې په ذریعه د حکومت او ادارو پرکار نظر ساتل کیږي که چېرې په مطبوعاتو داسې بندیږونه ولګول شي نو دا څرګندوې چې هر هغه څه پټ وساتل شي چې په نیب کې دننه روان دي
نور کتل