د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ دخواست اوریدنې په مهال دسیاسې معاملو د پارلیمان د لارې دهواري هدایت کړی او ویلي یې دي چې عدالت د قامي اسمبلۍ سپیکر ته څه لارښودنه نه شی کول
اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره د جوړ شوي کمېشن مشر نواب اختر مینګل ټاکلی او په یوه میاشت کې دننه یې د کمېشن رپورټ غوښتی دی.
تیره ورځ داسلامې نظریاتي کونسل یو بیان کې ویل شوي وؤ چې حکومت ته یی وړاندیز کړی چې د نرښځیانو د موجوده قانون د هراړخیزه جاج اخیستو د پاره دې د اسلامي نطریاتي کونسل د غړو، قانون پوهانواو د طب دماهرانو ګډه کمیټي جوړه کړی شي
د څیړونکو وینا ده پاکستان په څرکنده د فلسطین په اړه پخپل دریځ ولاړ دی، څه خلک د اسرایل سره د ښو اړیکو په هځه کې هم دي البته دغه هځې په ډیرې ښکته کچه کیږې چې نه ګڼې نزدیو کې به څه پايلې ولري
دغه غوښتنې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله تیره ورځ په کراچې کې د اتحادې ډلې متحده قومي مومنټ د مشرانو سره د لیدنې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل دا د رياست دپاره د شرم خبره ده چې خلک عدالتونو ته د وړاندې کولو په ځای بې درکه کړی شي او بيا د هغه مړی ترلاسه شي
دغه اوریدنه چې د شریعت کورټ دقایم مقام مشر قاضي سید محمد انور په مشرۍ کښې د فیډرل شریعت فل کورټ کړې ده، د اوریدنې په مهال د جنس د حقونو یو نامتو فعال نایاب علي، عدالت ته ویلي چې د جنس د پیژندنې سره یې ژوند ته ګواښ څو چنده شوی دی
نړیوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] په پاکستان کې د روانو سیلابونو څخه په رامنځته شوو حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او په سیمه کې د ادارې مشر استهر پیریز روئز ويلي د وروستي موافقه شوي پروګرام تر مخه به په پاکستان کې د سېلاب ځپلو او د بیارغونې هڅو کې مرسته کوي.
دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې وروستیو کې په پاکستان کې دټيلي ویژن چینلو په اړه په اشاره کې وویل چې امریکا اندیښمنه ده چې د رسنیو محدودیتونه او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د بریدونو لپاره د حساب ورکولو نشتوالی د بیان ازادۍ، سوله ایزې غونډې او اتحادیې ته زیان رسوي
ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو
د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضې اطهر من الله د مقدمې اوریدنې په مهال د عمران خان وکیل حامد خان ته وویل هیله یې لرله چې احساس به شوی وي چې تېروتنه شوې ده خو داسې ښکارې چې عمران خان په دې نه دی پوهه چې څه شوي دي؟
په داسې حال کې چې نن په 29 اګست نړيواله مالياتي اداره [ايي اېم اېف] پاکستان ته د پور ورکولو يا نه ورکولو پرېکړه کوي، د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل تور لګولی په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې واکمنه تحریک انصاف ګوند هڅه کوي چې د ايي اېم اېف سره لوظنامې ته زیان ورسوي.
نور کتل