د خیبر پښتونخوا د مردان په بازارونو کې په ګڼ شمېر خلک لیدل کېږي چې د اختر لپاره سوداګانې اخلي. ځایي اوسېدونکي وايي، پخوا به خلک د اختر د څېزونو د اخېستلو لپاره لویو ښارونو ته تلل خو اوس په مردان کې چې د صوابۍ دویم لوی ښار دی هر څه پیدا کېږي. د ډیوې خبریال ریاض حسین پرې راپور راستولی.
پاکستان مېشت اکثر افغان ماشومان د پينځم ټولګي نه پورته د تعليم کولو نه محروم وي غیر ملکی او غیر دولتی ادارې هیلوتاس فاونډيشن د پیښور په خزانه سيمه کی د لارو کوڅو او مزدورانو ماشومانو د پاره د روایتی زده کړو دستوره وکړه او چارواکو يې وويل چې 1300 ماشومانو ته يې غیر روایتی زدکړی ورکړې.
په پښتونخوا کې د پولیسو خلاف ترهګري بیا زیاته شوې په صوابی ضلع کی د پولیس اسسټنټ سب انسپیکټر ساحر خان د وسله والو په لاسی بمی حمله کی وژل شوی او دوه نور پولیس کارکونکی ژوبل شوي. د ساحر خان مړی نن په خپل کلی کالو خان کی خاورو ته وسپارل شو.
د پاکستان د شمېرنې اداره وایې، په ملک کې ګراني 35.34% ته زیاته شوې او نړیوالې ادارې وایې د پاکستان اقتصادی اشارې منفی لوري ته روانې دي. ځايي اوسېدونکي عام وګړي او سوداګر وایې، د ګرانۍ له وجی په ژوند منفی اغیز شوی او د ژوند د بنیادی ضرورتونو د اخېستلو توان یې ختم شوی.
په مردان کې پولیسو دعوه کړې چې د ټي ټي پي یو غړی یې وژلی خو په ډزو کې د عثمان شاه په نامه د سی ټی ډي یو افسر هم وژل شوی پولیس وایې، ترهګرو په پولیس ډزې وکړې او عثمان شاه یې وواژه چې بیا په ځوابي ډزو کې خپله بریدګر قاری فواد هم ووژل شو. عثمان شاه نن په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی.
په خیبر پښتونخوا کې بې وزله خلکو ته وړیا اوړه ورکول کېږی خو خلک وايي، حق حقدار ته نه رسېږي حکومتي چارواکي وايي، د ابادۍ ۴۵ فیصدو خلکو ته وړیا اوړه ورکړل شوي او په راتلونکو شلو ورځو کې به ټولو راجستر شویو خلکو ته اوړه ورکړل شي.
د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک په اې ټي اېم کارډ يا ډيبټ کارډ د سوداګانو کولو او پېسو لېږلو ټېکس يا ماليه صفر اعشاريه اووه فيصدو ته راکوزه کړې ده.
د مارچ په اتمه نېټه چې د ښځو نړیواله ورځ ده، د صوابۍ پوهنتون یو شمېر محصلینو د زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې د نوي نسل د رهبري کولو لپاره اړین بللي د ډیوې خبریال ریاض حسین په صوابۍ پوهنتون کې د یو شمېر ښځینه محصلینو نظرونه راټول کړي.
د صوابۍ پوهنتون پښتنې زده کونکې وايي، که څه هم ژوند يې له ډېرو خنډونو او ستونزو سره مخ دی خو همدا تعليم يې د خلاصي لاره هم ده. دوی وايي، د تعليم له لارې مخکې تللی شي او د هر مشکل مقابله کولی شي څو په ټولنه کې ځانته ځای او مقام پيدا کړي. تفصيل د رياض حسين په رپورټ کې
په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ وروسته د امریکې او پاکستان ترمینځه د ترهګرۍ ضد يو بل سره د مرستو په لړ کې په اسلام اباد کې خبرې روانې دي، او دې مقصد د پاره د امریکې يو پلاوی په پاکستان کې موجود دی.
په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي چې په ملک کې د تيلو په مصنوعاتو د پټروليم ليوي ټېکس سېوا کول کيږي د کوم سره به چې په ملک کې ګراني نوره سېوا شي، خو ورسره اقتصاد پوهان دا هم وايي چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ پاکستان دپاره دغه ټېکس لګول ځکه اړين دي چې دا د[ايي اېم اېف] د پور په پروګرام کې يو مهم شرط دی.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وايي، د ګرانۍ له امله یې د سوداګانو د اخېستلو توان ختم شوی او ګرانۍ یې د عادي ژوند عادتونه بدل کړي دوی وایي، د ماشومانو د سکولونو فیسونو وکولو هم اندېښمن کړي. دوکانداران وايي، خلک سوداګانې نه کوي او کاروبارونه یې په ټپه درېدلي. نور د ریاض حسین په راپور کې.
د پاکستان د شماریاتو خپله دولتي اداره وایې تیره میاشت په فرورۍ کې میاشتنۍ ګراني 31.6 فيصدو ته زیاته شوې ده، د ادارې په وینا په جنورۍ کې د ګرانۍ رفتار 27.6 فيصده وو او تېر کال په فرورۍ کی ګراني 12.2 فيصده وه. عام خلک وايي ګرانۍ يې د عادي ژوند عادتونه بدل کړي د کور خرچې یې د نيمې نه زياتې کمي کړي دي.
په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا د پاکستان سره په ګډه د کار کولو تاريخ لري او په تيرو لسو کالو کې یې يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تعليم، صحت او بنيادي ډهانچې په برخه کې يو نيم اربه ډالره مصرف کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د ځوانانو ترمنځ د کرکټ اوه ورځنۍ سیالۍ شوي دغه سیالۍ د یونېسېف او یوې غیرې دولتي ادارې سي اي آر دي (CERD) لخوا تنظیم شوې وې چې موخه یې په ځوانانو کې د تعلیم، هنر او د هغوي د ذهني او بدني صحت ښه کول وو. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې
د اقتصادونو د درجه بندۍ نړيوالې ادارې موډيز ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پاکستان د پور د پروګرام د لوظنامې د وروستو والي له امله په دغه هېواد کې د بهرنيو زېرمو/ يا غېر ملکي زر مبادله د ذخیرې کمېدو له وجې د بهرنيو قرضونو د بيرته ورکولو خطرې نورې سېوا شوي دي.
د حکومتي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له اته لکو څخه زیات پاکستانیان د ښه ژوند په هیله منځني ختیځ، اروپا او امریکا ته تللي په پاکستان کې د بد اقتصادي حالت، د روپۍ د قدر د کمېدو او بې روزګارۍ له امله له دغه هېواد څخه بهر ته د تلونکو کسانو په شمېر کې تر ۴۰ فیصدو پورې زیاتوالی راغلی.
په پاکستان کې د ماشومانو د وچو شېدو بیې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۴۰ فیصدو پورې زیاتې شوې دي چې له امله یې ډېرو کورنیو ته د ماشومانو لپاره د پیو اخېستل ګران شوي دي. سوداګر وايي، په هېواد کې د ګرانۍ او د کلدارې د ارزښت د کمېدو له امله د وچو پیو بیې هم زیاتې شوې دي. ریاض حسین پرې راپور راستولی.
نور کتل