په خیبر پښتونخوا کې جونې او ښځې د سینو د سرطان د نښو په اړه څومره پوهېږي؟ د اکټوبر میاشت په نړۍ کې د سینو د سرطان په اړه د پوهې خپرولو لپاره ځانګړې شوې. د ډیوې خبریاله سعدیه قاسم شاه په یو داسې لاریون کې له ګډونوالو ښځو سره غږېدلې او د سرطان په اړه یې ترې پوښتنې کړي.
په پېښور کې د مذهبي اقلیتونو خلک وايي، اوس هم ورته په ټولنه کې په ټیټ نظر کتل کېږي دغه خبرې په هغې غونډه کې شوي چې په پېښور کې د مذهبي اقلیتونو د همغږۍ لپاره جوړه شوې وه. ګډونوالو په ټولنیزو رویو، نه زغم او توپیري چلند باندې خپلې تجربې او خیالات شریک کړی. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په راپور کې.
د پېښور فيمنېسټ فرايډې خوځښت وايي په راتلونکو انتخابونو کې به له سياسي ګوندونو وغواړي ښځو ته پوره پوره برخه وکړي د ښځو او نارینو د سیاسي او ټولنیزو حقونو د برابرۍ د پلویانو یو خوځښت فيمنېسټ فرايډې په پېښور کې زياتره د جمعې په ورځ راغوندیږي او د ګډو حقونو او مبارزې په ارزښت بحثونه او څیړنې کوي.
خبريالان: په پښتنوخوا کې د اوږدې مودې راهیسې له بندېزونو او د مرګ له ګواښ سره مخ يو د تیرو 15 کلنو راهیسې په پاکستان کې په عمومي او په پښتونخوا صوبه کې په خصوصي توګه خبريالان د ډېرو مسلکي ستونزو او خطرو سره مخ دي.
ګارډیین ورځپاڼه: په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې هغه افغانې مېرمنې چې د خپلو رواني ناروغیو د درملنې لپاره پېښور ځي د هغوی د ذهني صحت او د ځان وژنو سببونه څه کېدای شي؟
په پاکستان کې د برېښنا یا بجلۍ د بیې د زیاتوالي او د لووډ شېډېنګ له امله خلک لاریونونه کوي او ځینې بیا سولر سیستم ته اوړي خلک وايي، د برېښنا یا بجلۍ د تګ راتګ او د بېلونو د زیاتوالي له امله له زیاتو ستونزو سره مخ شوي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په راپور کې.
په پولیو وایرس او یا نورو پېښو کې معذوره انجونې د واده کولو په برخه کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟ د معذورۍ ښکار خلکو ته خصوصي خلک هم ویل کېږي او دوی هم د یوې عامې جینۍ په څېر د واده کولو او ښه ژوند تېرولو هیله او خواهش لري، خوا دا خواهش ولې نه پوره کېږي؟
ایا پښتنې ښځې او جونې هم د جنس پر بنسټ د توپيري چلند ښکار کېږي؟ په پاکستان کې د جنس یا صنف پر بنیاد توپیر یوه داسې مسئله ده د کومې له امله چې ښځې د ژوند په ډېرو برخو کې وروسته پاتې دي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علی په راپور کې.
د پښتونخوا عبوري حکومت په شلم جون د لنډې مودې د پاره بجټ وړاندې کوي عبوري حکومت پرېکړه کړې چې څومره وخت يې پاتې دی تر هغې مودې پورې به يو محدود بجټ وړاندې کړي او نور کار به راروان حکومت ته پريږدي. د بجټ حجم يې نه دی ښودلی خو د دې نه وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت 14.46 ټريلين بجټ وړاندې کړی.
د ښځو پرضد د صنفي تشدد ښکار ښځو ته څه ډول اداري مرستې په کار دي او د هغوي د خونديتوب لپاره څه ډول مرستې کېدای شي؟ په دې مسلې باندې د عمر اصغر خان فاونډېشن نومې یوې غیر دولتي ادارې له ښځینه فعالانو سره په پېښور کې یو مشورتي غونډه کړې. د دغې غونډې ګډونوال فعالان څه وايي؟
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ښځینه کارکونکو په کورونو باندې د پولیسو د چاپو پرضد ولې د نورو سیاسي ګوندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی؟ تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره کارکونکو ادارو او فعالاانو هم په دې اړه غږ نه دی پورته کړی. تفصیل د سعدیه قاسم شا او هاشم علي په راپور کې.
په ملک کښې د تشدد نه ډکو احتجاجونو وروسته انټرنېټ تړل شوی و چې حکومت بيا په ډېرو ښارونو او سيمو کې درې ورځې پس خلاص کړو خو په ډېرو ځايونو کې لا اوس هم بند دی چې د خلکو په ورځني ژوند، کاروبار او په خاصه توګه د سوشل ميډيا په استعمالونکو يې ډېرې بدې اغېزې کړي.
د پيښور پوهنتون د سیاست څانګې او د Sussex پوهنتون لخوا د کډوالۍ او د بې ځايه شویو خلکو معیشت او نورو ستونزو باندې په یوې شوې څېړنې د خبرو لپاره غونډه کړې.
د پنټګان خفيه پلټنې ښيي چې افغانستان بيا د داعش د فعاليتونو مرکز ګرځېدلی امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د امريکا د دفاع محکمې پنټګان په حواله ويلي محکمې په خفيه دستاويزاتو کې دعوه کړې چې د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروستو ياد هېواد يو وار بيا د داعش مظبوط مرکز جوړ شوی.
پېښور کې د امنیتي چارو څيړونکي وايي، د امریکې د دفاع محکمې( پنټاګان) په پټو اسنادو کې چې افغانستان ته یو وارې بیا د داعش د فعالیتونو مرکز ويل شوي او د رابطو په مرکز یې بدل شوی، دغسې کېدل د دوی په نظر نړیوال امن ته خطر دی.
د پاکستان د انتخاباتي کمېشن لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلنو پورې د ووټرانو شمېر له نهو میلیونو څخه زیات دی. څېړونکي وايي، که داسې ځوان ووټران په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي نو دا به د ټاکنو په پایلو باندې اغیز ولري. سعدیه قاسم شاه او هاشم علي پرې له پېښور نه راپور راستولی.
نور کتل