ډبليو ايچ او په پاکستان غږ کړی چې د پوليو د مخنيوي لپاره دې هلې ځلې د تيزې کړي. ادارې ویلي چې پاکستان دي د پولیو د مخنیوي په خاطر په سياسي، سماجي او نړیواله کچه ګامونه ګړندي کړي
د پوليو د مخنوي نړيوالې ادارې اوونيز رپورټ ترمخه پاکستان کې د پوليو د وړومبي ډول 14 اود دويم ډول وایرس 10 ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوي دي۔
د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې د پوليوقطرو څخه پاتي شوي ماشومانو شمېره ترټولو زياته 52 زره ده چې 29 زره پکې انکاريان دي۔ دي ترڅنګ بنو نه 5681، لکي مروت نه 2954 او مردان نه 2887 تر ټولو سېوا مېندو پلارونو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي اچولو نه انکار کړی دی
د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وايي د دغه ستونزې له وجې پښتنو سېمو کې د پوليو وایرس مخنيوی نه کيږي او په راتلونکي کې د پولیو د نورو کېسونو رپورټ کيدو خطر موجود دی