په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو د پاره کار کوونکي عمران ټکر وي او ای ډيوه ته وويل چې د کم عمره تنانو د پاره وضع کړل شوي جوينایل جسټس سسټم قانون د دوه کالو نه زيات وخت تېرو باوجود هم نه دی عملي کړل شوی
د خېبر پښتونخوا د حکومت ترجمان او د لوړو زده کړو د پاره د وزير اعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش وايي چې د صوبې پنځه پوهنتونونه د مالي بحران سره مخامخ دي او حکومت نه شي کولې چې نور ګرانټس ورکړي ځکه يې د ملازمينو په مرعاتو کې د کمي کولو پرېکړه کړې
د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي، په ملک کې کرونا وايرس په تيزۍ سره خوريږي او که خلک احتياط ونه کړي حکومت به سخت بندېزونه ولګوي.
په پېښور کې د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکې ګلالۍ وايي چې وخت په وخت د تعليمي ادارو بندېدو سره د جينکو تعليم ډير اغيزمن شوی دی او د تعلیمي ادارو د بيا پرانېستل کېدو باوجود هم زياتره جينکۍ په کورونو کېنول شوي دي
په خبري کانفرنس کې د شمالي وزيرستان د زده کوونکو ټولنې غړو او مشرانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د قامونو ترمنځه په سلګونو جيرابه زمکه د لانجو په سرراپورته شوې تاؤ تريخوالي د ختمولو د پاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي
د پېښور هايي کورټ وکيل او د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر اېډوکېټ لطيف اپريدۍ د عدالت د دغې پرېکړې په اړه وي او ای ډيوه ته وويل چې د شناختي کارډ د بلاک کولو دلارې د یو شهري په ازاده توګه د ژوند او حرکت حق واخیستل شي چې ايين يې ضمانت ورکوي
څېړونکي زياتوي چې د پاکستان دغه تګلاره خپلول نه يوازې په پاکستان کې د امن سبب جوړ شوی بلکې په افغانستان کې هم د امن پروسې ته تقويت ورکوي
احتجاج کونکي استاذان وايي د تيرو څو مياشتو راهسې د کلاسونو اخېستو باوجود هم تنخاګانې نه دي ورکړل شوي او که چېرې غوښتنې یې و نه منل شوې نو د کلاسونو اخېستولو نه به هم لاس واخلي او احتجاج به دوامداره وساتي
د زدکوونکو په وېنا دوی د هشنغرۍ جوګيواړې سيمي نه کتابونه واخلي او د لوستولو وروسته په کمه بعيه د خپل ضرورت مطابق يې هم دغلته د نورو کتابونو سره بيا بدل کړي
د فرورۍ په لسمه نېټه په پېښور کې د نېنه خان نومې نرښځي سره د مبینه زياتي اړه په پېښور پريس کلب کې خبري غونډې په مهال د نرښځيانو د تنظيم مشرې فرزانه رياض وويل چې د دوی د ډلې غړی اوس هم د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي خو حکومت په دې اړه سنجيده نه ښکاري
ماهرين وايي چې د سېنټ ټاکنو د پاره څوک پېسې ورکوي او څوک پېسې اخلي دواړه صادق او امين په زمره کې نه راځي او الېکشن کمېشن باید په دې اړه اقدامات وکړي
دپېښور پوليس وايي په شاه پور سيمه کې يو ځوان د ملګرتيا نه کولو په سر خپل 15 کلن خپلوان وژلی دی.
دپاکستان دائین له مخې دسیمه ییزو حکومتونو دائیني مودې پوره کېدو وروسته په 120 ورځو کې دننه دنوؤ سیمه ییزو حکومت جوړولو دپاره په لاندې کچه ټاکنې اړینې دي خو دکال نه دزياتې مودې تېرېدو باوجود دبلدیاتي ټاکنو په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا څه پرېکړه نه ده شوې.
دپېښور په مرکزي زندان کې پروت عیسایي وګړی شکيل مسيح چې دتېرو 10 کالو نه په دغه زندان کې قېد دی د پېښور هايي کورټ ته يې خواست کړی چې د هغه قېد دې غېر قانوني، غېر آئیني او د بشري بنيادي حقونو پرضد وګرځول شي.
نور کتل