دا طبقاتي نظام چې په معاشره کې مونږ وينو د دې بنيادي وجه هم زمونږ په نصاب کې انتهايي تضادات دي، زمونږ نصاب قابو کړل شوی دی، په هغې کي ماشوم ته محدود ځای ورکړل شوی او هغه په لږ شان ځای کې سوچ کوي او ماشوم تنقيدي او تحقيقي سوچ نه شي کولای
دپېښور کرشمه زکالله د انټرنټ د لاري زده کونکو ته مشورې ورکوي دا وايي چې په سوشل ميډيا په دغه کاروبار کې خپله روزي ګټي خو اندېښمنه ده چې د حکومت لخوا د ټولنيزو رسينو په اړه قانون کې بدلون سره هسې نه کاروبار يي اغېزمن شي.
خیبر پښتونخوا کې نن په وومه ورځ هم د وکيلانو کار بندیز یاهړتال دوام لري اؤ د ځېنو وکيلانو په وینا په عدالتونو کې د کار بنديز له امله که يو خوا په ججانو د مقدمو بوج سیوا کېږي نو بلخوا هغه خلق هم د دې لا کبله اغېزمن کېږي چې عدالتونو کې یې د مقدمو د پاره خواستونه جمع کړي دي.
د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت د نوميالې سندرغاړې ماه جبين قزلباش د درملنې دپاره پينځه لاکه روپۍ اعلان کړې خو په روغتون کې د يوې اوونۍ د علاج وروسته په دغه اعلان د قزلباش زوی وايي دا پېسې ډېرې کمې دي.
د خېبر پښتونخوا ځايي پانګوال د بانکونو نه دپورونو نه اخستو غټه وجه د سود په کچه کې لوړوالی او په هېواد کې روان معاشي کړکیچ بولي.
د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي جلیلي وویل که چېرې د پاکستان حکومت افغان تاجرانو باندې څه قسم بنديزونه لګوي يا يي کاروبار محدود کړي نو زيان به يي د دواړو هېوادونو عام ولس ترڅنګ دواړو حکومتونو ته هم ورسي
دخېبر پښتونخوا دسائنس او ټيکنالوجۍ محکمې پېښور ښار کې د ککړې هوا دمقدار معلومولو د پاره يوه سائنسي اله لګولې چې دغه اله يا مشين به په هوا کې نمي، خطرناکې مادې،دګاډٖو او کارخانو نه وتونکي ګېسونه په نخښه کوي.
دقبائلي سیمو محصلین وایي وفاقي کابينې په کال ۲۰۱۷ کې د هغوي د پاره دمسلکي لوړو زده کړو تعليمي ادارو کې د داخلې اخستو دکوټې یو په دوه کولو منظوري ورکړېده خو په دغه فيصله لا تراوسه عمل نه دی شوی.
دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ دغړو او عام ولس تر مينځه نېغ په نيغه داړیکو ټینګولو په عرض د بشري حقونو د پاره کار کونکي يو غير دولتي سازمان پاک وومن د سيټيزنز وائس يا د خلقو غږ په نوم د موبائل فون اپليکېشن جوړ کړی دی.
د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د درګۍ سيمې ځايي خلک وايي په علاقه کې د جوړو کاروخانو څخه خارجېدونکي ګېس او د نورو موادو ککړتيا خلک ناروغان کړه.
د خېبر پښتونخوا صوبې په سرکاري هسپتالونو کې روان هړتال په اړه ډاکټران وايي چې صوبايي حکومت کوم ريجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټيز قانون منظور کړی د هغې لاندې ټول سرکاري هسپتالونه شخصي کول (نجکاري) غواړي.
دپېښور هائیکورټ مشر قاضي وقار احمد سيټهـ د بې درکه کړل شوو کسانو په دوسیه کې د ایي ایس ایي مشر رابللی دی،خو قانون پوهان وايي چې له دې وړاندې هم ځېنو ججانو داستخباراتي ادارو پر ضد فېصلي کړېدي خو له دغو فيصلو روستو ياد ججان د ستونزو سره مخ شوې دي ۔
د تعليم او سياسي چارو کار پوهان وايي، د سوله ييزه ټولنې دپاره ولسي تړون او جمهوري ټولنې دپاره ځوانانو ته جديد يا نوی تعليم ورکول اړين دي.
د تعليمي چارو پوهان وايي دپاکستان پوهنتونونو کې څېړنې ته دپام نه ګرځول کیدو له امله د هېواد زياتره پوهنتونونه په نړیواله کچه دپوهنتونو دښه معیار په اړوند دکېدونکې درجه بندۍ څخه پاتې کیږي.
د پېښور دکیسه خوانۍ بازار سره پیوست دمسګرانو بازار د پيتلو او تانبې نه دجوړ لوښو او د ډول سينګار دنورو سامانو د پاره د زمانو راهسې ډېر مشهور دی، خو د زیاتې ګرانۍ اؤ خرابو امنیتي حالاتو له امله دا بازار هم اوس ځپل شوی اؤ زیاترو کاروباریانو یې دخپل کاروبار نه لاس اخستی دی .
دې سکول کې نه يوازې هغه پېغلې سبق وايي څوک چې د مالې ستونزو يا د سکول د لرې والي له امله تعليم نه شي ترلاسه کولی بلکه هغه سپين سرې زنانه هم دې سکول ته د زده کړو دپاره ورځي چې په وړوکوالې او ځوانۍ کې د تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔
نور کتل