پاکستان نه د افغان کډوالو د ويستل کېدو په مسله پېښور کې ټول ګونديز کانفرنس شوی، سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او هنر مندانو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې د کډوالو ويستلو فېصله دې بيرته واخلي ځکه افغان کډوال به د يو شمېر خطرو سره مخ شي. پوليسو د غونډې راجوړونکی حيات روغانی د څه وخت د پاره نيولی وو.
د پاکستان د بيلا بيلو سيمو نه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بيرته ستنيدو لړۍ روانه ده. دا په داسې حال کې چې د افغانستان په ځینو برخو کې زلزلي د لاسه مرګ ژوبله شوې او د ژمې موسم هم شروع شوی دی.
د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو له پاکستان څخه خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ پېل کړې او د جمعې په ورځ هم دا بهیر روان و په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي په تېرو دريو ورځو کې نزدې سل کورنۍ چې د 500 نه زيات خلک پکې وو افغانستان ته تللې دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي په ملک کې ډيجیټل سرشمېرنه سمه نه ده شوې، او اوسنۍ حلقه بنديانې هم سمې نه دي دوی به یې پرضد احتجاجونه او قانوني لاره خپلوي.
نړیوال بېنک وایي، په پاکستان کې د ټولې آبادۍ 40 فیصده د غربت له کرښې لاندې ژوند کوي او په دې باندې یو کروړ 25 لکه نوره اضافه شوې. اقتصاد پوهان وایي، تر ټولو زیات غربت بلوچستان او پښتونخوا کې دی چې لوی علت يې د حکومتونو نه پاملرنه ده. تفصیل د عثمان خان په رپورټ کې:
د پاکستان د بجلۍ د څار ادارې د چین د بجلۍ پېدا کوونکو شخصي ادارو ته د امریکې مرکزي بانډونو د سود شرحې پر بنیاد د قرضونو ورکولو منظوري ورکړې خو قرض ورکوونکي چینایي کمرشل بېنکونه او ادارې وایي هغوی ته د چین د حکومت اجازه نشته چې په دې بحث وکړي. تفصیل د ریاض حسین او عثمان خان په رپوټ کې:
پېښور هایکورټ د مېډېکل پوهنتونونو د داخلې په ټېسټ کې د شویو درغلیو یا نقل په هکله د حتمي راپور غوښتنه کړې او نتیجې یې ځنډولي دي
څېړونکي د طالبانو حکومت ته د چین د نوي سفیر د استولو په اړه څه نظر لري؟ چېن د نړۍ لومړی هېواد دی چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت ته په رسمي توګه خپل سفير ليګلي دی.
د تورخم لار په څلورمه ورځ هم بنده پاتې وه چې له کبله يې خلکو ته لويه ستونزه جوړه ده او تاجرانو ته لوی زيان اوړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ په لانجمنه کرښه د تګ راتګ د پاره جوړه د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم تړلې پرته وه.
د بشري حقونو د تنظيمونو او حکومتي چارواکو د بې درکه کړل شوو پاکستانيانو په شمارو اختلاف شته خو انکار ترې حکومت هم نه کوي په پاکستان کې په زوره د بي درکه شوو کسانو ستونزه د تېرو څو لسيزو راهسي روانه ده خو تر دې دمه تم نه شوه.
د ټول ګونديز کانفرنس په موقع د غونډې راغوښتونکي مذهبي ګوند جماعت اسلامې څېړونکو او د سياسي ګوندونو مشرانو ته ويلي، پښتونخوا او ورسره تړلې پخوانۍ قبايلي سيمې په تسلسل سره د بې امنۍ سره مخ دي چې د رياستي ادارو د لوري د روانې غلطې تګلارې نتيجه ده.
د جميعت علما اسلام لخوا په پېښور کې راجوړې شوې جرګې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې او په ترهګرۍ کې د ککړو کسانو په ضد یې دعملي ګامونو اخستلو غوښتنه کړې ده.
د پېښور هايکورټ بار وکيلانو اتحادیې باجوړ کې د جمعيت علمااسلام په غونډه د ځانمرګي برید غندنه کړې او د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د نورو لويو ښارونو په څېر پيښور کې د نهم محرم الحرام په احترام کې د ماتم يا وير لمانځلو جلوسونه دوام لري د کوم دپاره چې د پوليس لخوا کلک امنيتي ګامونه اخېستل شوي دي. د پيښور په کينټ سيمه کې د حسنيه امام باړي نه د غزادارو لاريون راوتلی د خپلو ټاکل شوو لارو نه د تير شويدي۔
د پېښور پوهنتون د انجینیرۍ محصلینو داسې یو واسکټ جوړ کړی چې په سختې ګرمۍ کې بدن یخ ساتي دغه طالبعلمان وايي، له څلور کلنې څېړنې وروسته په دې بریالي شوي چې داسې یو واسکټ یا جېکټ جوړ کړي. دوی وايي، دا به په ګرمۍ کې کارکونکو کسانو ته ډېر ګټور وي. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
د پاکستان فوځ ويلي، د نهمي مې له پېښو سره په تړاو یې د یو ليفټينيټ جنرل په ګډون درې لوړ پوري فوځي افسران له خپلو دندو څخه لري کړي او د اوولس نورو پرضد کار روان دی. څيړونکي وايي، دا د عمران خان د راتلونکي د پاره د خطر یو ښکاره پيغام دی او نور بهت ورته د پاکستان په سياست کې ځای جوړول ګران شي.
نور کتل