د پېښور ژوبڼ کې دوه ديرش قسمه ځناور ساتل شوي دي او د ټولو ځناورو شميره پکې يو سل دوه شپيته ده او د پنځه پنځوس قسمونو بېلا بيل ډول ديارلس سوه مارغان هم پکې شته
وي او ای ډیوه سره ځانګړې مرکه کې بیرسټر محمد علې سېف ویلي د ناقانونه ګرځول شوې ډلې "تحريک طالبان پاکستان سره زمونږ د تېر جون او اګست په مياشت کې د مذاکراتو دوه پړاوونه شوي وؤ اؤ دغه مهال زمونږ او دطالبانو د لوري څه غوښتنې اېښودل شوې وې چې خبرې پرې روانې وې
څيړونکی او د پېښور پوهنتون استاد ښاغلی دروېش اپریدی وایي پښتانه د رياست لخوا د تېرو څلويښتو کالو راهسې تپل شوي جنګ او فساد نه تنګ راغلي دي او دا رياست نور پښتانه د دروغو په جال کې نه شي پاتې کولی، او د رياست سره یوازې دا يوه لار پاتي ده چې پښتنو ته د امن ژوند ورکړي
په اګست کې پوځ منلې وه د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي
د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلع چې د افغانستان سره په پوله پرته ده پرون دغلته په يو بريد کې يو پوليس سرتيری وژل او بل ژوبل شوی دی، داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.
په داسې حال کې چې په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په پوليسو او پوځ د څو بريدونه زمه وارۍ منلي، څيړونکي وايي که څه هم د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د مذاکراتو ختمولو نه دي ويلي خو ښکاره دغه مذاکرات نور نه دي پاتې خو د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي مذاکرات لا په رسمي ډول نه دي ختم شوي.
ميرمن بشيره د خويشګي افغان کيمپ کډواله ده، د سړو جامي په تن خپل د ختو ګټو هغه ویجاړ کور ته ګوري چې سيلاب وړي دی،وايي "دا وخت مونږ ډېر د بي وسۍ په حالت کې يو، نه د څښلو صفا اوبه لرو او نه راسره چا کومې طبي مرستي کړي ، مونږ هر څه ته اړتيا لرو ځکه چې زمونږ هر څه په سيلاب کې لاهو شوي دي
خيبر پښتونخوا صوبه چې بارانونو او سېلابونو زياته ځپلې ځاني او مالي تاوانونه يې اړولي څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت او په مرکز کې ايتلافي حکومت په يو مخ نه دي صوبه په یواځې سر د سېلاب ځپلو بحالي نه شي کولی او که مرکز او صوبه يو نه شي ټول زور به يې سېلاب ځپلو ته ورسي.
د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې سيک لږکۍ احتجاج کړی او ویلي يې دي د ټولنې يوه جينۍ يې چې د سکول استازه ده، تښتول شوې بيا مسلمانه کړی شوې او واده کړی شوې ده، پولیسو يې مقدمه نه ده درج کړې خو پولیس دغه تور ردوي.
د ميرمن فلک ناز دراني دوه اولادونه په ارمي پبلېک سګول کې وژل شوي دي، په ای پي اېس کې د وژل شوو نورو ماشومانو د ميندو په استازيتوب يې د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته خپله وینا په دومره جذباتي انداز وکړه چې د جرګې یو شمیر برخه والو هم ورسره وژړل
د خیبر پښتونخوا صوبې د سرکاري پوهنتونو محصلین وايي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې یې باید د حل کولو هوډ وکړي.
د پېښور په شعبه بازار کې د موټرو د پرزو (سپېر پارټس) کاروبار له افغانستان سره د لارو د تړلو له امله سخت زیانمن شوی. عثمان خان راپور راستولی.
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو په حکومت نيوکې کړي چې په صوبه او بيا په ځانګړې توګه پخوانۍ قبايلي سيمه کې امنيتي وضع نوره خرابه شوې، سياسي خلک په هدفي وژنو کې په نخښه کيږي حکومت ځان خاموشه کړی دی.
د کال 2022م لپاره د ورلډ اکنامک فورم د رپورټ ترمخه افغانستان د صنفي توپیر په قطار کې د نړي تر ټولو شاته پاتي هيواد دی، ورپسې پاکستان، کانګو، ايران او دغه ډول چاډ په شاته پاتي ملکونو کې په پنځم نمبر دی
نور کتل