د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي دي. دا په تیرو 24 ساعتو کې درېم برید دی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ترسره شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو معلوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي دي. بل لور ته په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو [سي ټي ډي] يو افسر [اېس اېچ او] وژلی دی. او په ځوابي کارروایۍ کې د یو ترهګر د وژلو او بل د نیولو دعوه هم شوې ده.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس يې وژل شوي دي.
په افغانستان کې راغلې زلزله کې له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوي نزدې 200 کډوال هم مړه شوي دي. په افغانستان کې پرون د شورو/ چهارشنبې په سهار راغلې زلزله کې د رپوټونو ترمخه د 1000 نه زیات کسان مړه شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې پرون د نامعلومه وسله والو په ډزو د وژل شوو ځوانانو په اړه وزیرستانیان وایي وژل شوي ځوانان د وزیرستان ماغزه وو او د دغه لارې د ځپل شوو خلکو غږ غلی کړی شو، دغو ځوانانو به د ناامنۍ او د کډوالو د حقونو د پاره مبارزه کوله.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې نامالومه وسله والو د سيمې د ځوانانو تنظیم يوت اف وزیرستان څلور فعال په ډزو وژلي دي.
افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړه کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوی بل لور ته په غلام خان پوله په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډالو د واپسۍ د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري.
افغانستان ته کډه شوو د شمالي وزیرستان کډوالو د افغانستان او پاکستان تر مینځ غلام خان بندر ته نیزدې احتجاجي پرلت پېل کړی او وایي چې د کله نه په افغانستان کې د اشرف غني حکومت له مینځه تللی د دوی مرستې تړل شوي او د واپسۍ غوښتنه کوي.
د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې يو پوليس په په ډزو وژل شوی بل لور ته په جنوبي ضلع ټانک کې هم د ټرېفک په پولیسو برید کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او بل ژوبل شوی دی، او په قبایلي ضلع کرم کې په یو هدفي برید کې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي او دو نور ټپیان شوي دي.
د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان او ورسره څېرمه پرتې اېف ار ټانک سیمې خلکو د بجلۍ د نشتوالي پرضد په ټانک ضلع کې احتجاجي پرلت پېل کړی دوی وایي لس ورځې کیږي چې حکومت یې بجلي بنده کړې ده. خو حکومتي چارواکي وایي دې احتجاج کوونکو سره مذاکرات پېل کړی شوي او زر به دا ستونزه هواره کړی شي.
په قبایلي ضلعو جنوبي وزیرستان او خېبر کې د ماين چاودنو دوه بیلا بیلې پیښې شوې چې پکې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي. د ماين چاودنو دا تازه پېښې د علاقې پولیسو تاييد کړي دي.
د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان اوسيدونکي وایي د دوي په سیمه کی موندل شوي قدرتي ګېس او تیلو دې د ځایي خلکو حق اومنل شي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې کې دوی ته په نوکریو او د خرڅلاو يا رايلټۍ په پېسو کې برخه ورکړي.
نور کتل