لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: په 24 ساعتونو کې په پوځ او پوليسو درېم بريد شوی، دوه نور پولیس وژل شوي


د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي دي. دا په تیرو 24 ساعتو کې درېم برید دی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ترسره شوی دی.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [4 جولايي] د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی بیا په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د ډیره اسماعېل خان پولیسو ويلي نن د نهې/ سه شنبې [5 جولايي] په سهارد صدر تاڼې حدودو کې د سبزيانو منډۍ ته نیزدې رامینځته شوې ده.

د ضلعې د ټرېفک پولیسو افسر هېبت الله خان میډیا ته ویلي په پېښه کې دوه پوليس والا شوکت خان او حبیب الله وژل شوي دي.

هغه ویلي دواړه پوليس اهلکار په سبزۍ منډۍ موړ کې د ټرېفک قابو کولو د پاره په ډیوټۍ وو او په موټر سایکل کسان راغلي په دوی یې ډزې کړې او بیا تښتیدلي دي.

تر اوسه د دې پیښې زمه واري چا نه ده منلې.

د صدر تاڼې چارواکي وایي د پېښې د اطلاع سره سم د پوليس لوړ پوړي چارواکي د پېښي ځای ته رسېدلي ټوله سیمه یې په ګیره کې اخستې او د لټون عمليات يي شروع کړي دي.

ويل شوي د پولیسو افسر ډي اېس پي محمد عدنان په مشرۍ د پېښي پلټني رواني دي. د چارواکو په وېنا دا د هدفي وژنو پېښه ده.

دا پېښې په داسې حال کې کیږي چې تحریک طالبان پاکستان په وړوکي اختر کې ډز بندي کړې او په وروستيو کې يې ويلي وو چې د بل اعلان پورې به ډز بندي روانه وي.

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي.

خو څیړنکي وایي که څه هم خبرې روانې دي خو تر اوسه د ناامنۍ پېښې ترسره کیږي. او ښکاري که تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کامیابې شي خو د ناامنۍ په پېښو کې به کمی را نه شي.

د عسکري چارو کار پوهه ریټایرډ بریګډیر سید نظیر وایي دا د پرېشاني خبره ده چې د مزاکراتو پرمهال د نا امنۍ پېښې دوام لري او د اندېښنې خبره دا ده چې تر عملیاتو وروسته بیا ځانمرګي بریدونه پیل شوي دي.

هغه ویل دغلته زیاتې ډلې چې پکې داعش، د شمالي وزیرستان ګل بهادر شورا، د خېبر منګل باغ او داسې نورې ډلې چې هغه د تحریک طالبان پاکستان په چوکاټ کې شاملې نه دي وسله وال بریدونه ترسره کوي.

هغه ویل د مزاکراتو عمل روان دی او دواړه خواه په ډزبند ولاړ دي.

دغې پوښتنې، چې د تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانوخبرې روانې دي د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول شوی او عملیاتو په نتیجه کې د پاکستان حکومت د حکومتي عملدارۍ دعوې کوي بیا دا د ناامنۍ پېښې د کوم ځایې نه کیږي؟ هغه وایي دغلته وسله وال منظم نیټ ورک نه لري سلیپرز ګروپ دي او چې کله موقع په لاس ورځي د هغې نه ګټه پورته کوي.

خبریال صفدر حیات داوړ وایي په دې وروستیو کې د حکومت لخوا د د ځانمرګي برید خبر داری ورکړل شوی وو چې ګل بهادر ډلې یې تیاري نیولی دی.

هغه وویل ځانمرګي بریدونه دا په ګوته کوي چې دغلته وسله وال د ضرب عضب نه وړاندې په څېر منظم نیټ ورک لري.

هغه زیاته کړه افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وتلو وروسته پاکستان کې ځینې ډلې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په څېر نظام جوړولو هڅې کوي او د ناامنۍ دا لړۍ به روانه وي.

په ورستیو کې امریکا ویلي په افغانستان کې د القاعده خارجي او نورې وسله والې ډلې بیا سره یو ځایې کیږي چې دا به خطر جوړکړي. امریکا ویلي په افغانستان کې داعش هم 4000 نفوس لري.

پرون د ګل په ورځ هم په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو مالوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي دي. او هم دې سره ټانک ضلعه کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG