د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، په ملک کې د خوراکي توکيو او نورو خام مالونو د ګرانۍ سره ټوله ګراني سېوا شوې ده، عام خورايکښ وايي بې روزګاري سېوا شوې او په دياړۍ یې ګوزاره نه کيږي.
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف په پېښور کې د ايپکس کمېټې غونډې ته د وینا پر وخت د پوځي او حکومتي مشرانو په وړاندې دا پوښتنه بیا تکرار کړې چې پښتونخوا ته وسلوال بیا څنګه راغلي؟ او قوم ته د دې ځواب په کار دی. وزيراعظم نور څه ويلي، تفصيل یې د حميدالله او فريد شنواري په راپور کى
په امنيتي ځواکونو د تهرمل ټېکنالوجي او وسلې د استعمال وروستو د پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې پوليس او نورو امنيتي ځواکونو ته تهرمل سايټ ټېکنالوجي ورکړي. نور تفصيل د فريد شينواري په رپورټ کې
په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله د 1100 پورې حکومتي سکولونه يا ښوونځي په جزوي يا مکمله توګه ړنګ شوي او له کبله يې د زرګونو په شمېر کې د ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوي دي.
د مېدان ايکشن کميټۍ غړي، سيد ګل وي او ای ډيوه ته وويل "مونږ دا وايو چې حکومت ولې دامنیت په ټینګولو کې ناکام دی او خلکو ته امن ولې نه شي ورکولی؟"
د خیبرپښتونخوا د نوي کال په بجټ کې د جونو د تعلیم او پوهنتون لپاره هم پیسې ځانګړې شوې دي. فرید شینواری
پاکستان د مې په ۲۸ نېټه د خپلو اټومي ازموینو ۲۴ کلیزه چې "یوم تکبیر" ورته وايي لمانځي. په دې اړه د څېړونکي نظر د فرید شینواري په راپور کې.
د نهې په ورځ دپاکستان بېلابېلو ښارونو کې د اوو ترهګریزو بریدونو ترسره کېدو وروسته، څيړونکي دغه پېښې د هېواد د امنيت وضعې د پاره يو ګواښ بولي او ويره څرکندوي چې وخت سره دترهګرۍ دې بهیر کې نور هم زیاتوالی راتلی شي.
ډاکټران وایي، کومو کسانو چې د کرونا ضد وېکسین لګولی او سره د دې هم مریضان شوي دي، د دوی د مرض علامات انتهایي کمزوي دي، خو هغه کسان چې وېکسینونه یې ندي لګولي او په کرونا رنځ اخته شوي، د هغوی د مرض علامات شدید دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت او انتظاميه چارواکو له خوا هوټلونو، ودونو هالونو او ريسټورنټونو مالکانو ته امر شوی چې دوی سره دې کارکوونکو ته کرونا په ضد ويکسين ولګول شي چې ددغه وايرس د خوريدو مخنيوی وشي.
نور کتل