د خېبرپښتونخوا په سېلګرۍ سيمه سوات کې ضلعي عدالت د کم عمره ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي تن ته د ۲۳کالو او د هغه دوه ملګرو ته د لسو، لسو کالو بند او جرمانې سزا اورولې ده.
د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې په تېرو اته ؤ مياشتو کې نزدې درې نيم سوه کسانو ځانونه په خپله وژلي دي.
محمود خان د سوات د مټې کلي دی او په کال ١٩٧٢ کې د ډاکټر محمد خان په کور کې زېږېدلی دی. ابتدائي تعليم یې په سوات او په زراعت کې یې د اېم ایس سي ډگري د پېښور یونیورسټۍ نه ترلاسه کړې ده