تیره میاشت امریکا او شمالي کوریا د یو بل پر ضد د نیوکو ډک بیانونه هم ورکړي وو.
د صحت ماهرین وايي په لوې اختر کې زیاتره خلک د غوښې د خوړلو ارمان رژوي. خو په اخره کې بیا په ورغتون یا کلینک کې پراته وي.
د صحت په اړه شوې څیړنو تر مخه په پاکستان کې هر کال په زرو کې ۱۰۰ کسان د ککړو اوبو د استعمال له کبله د خېټې د یو شمیر ناروغو سره مخ کیږي او په دغو کې لویه شمیره د ماشومانو ده.
تهیلیسیمیا د مور او پلار نه ماشوم ته لږیدونکي هغه ناروغي ده چې ماشومانو ته د منتقل کیدو وروستو بیا دوي ته تل د نوې وینې ضرورت وي. ډاکټران وايي په پښتنو کې د خاندان دننه یا په خپلو کې ودونه کولو رواج د دې ناروغۍ لوې علت دی.
د کچلاغ دغه ځوان وايي انځورونو کې يې د پښتنو د ژوند بیلا بیل رنګونه ښکاري، د پښتنو خوشحالۍ، د ژوند رنګونه مشکلات او دردونه، غواړي دغه هر څه په انځورونو کې نړۍ ته ښکاره کړي.
د غاښونو ډاکټران یا ډېنټسټانو تر مخه هر تن له پکار ده چې هر شپږ میاشتې پس د غاښونو معاینه اوکړي او که چرې څه مسله وي نو په وخت ېې علاج اوکړي
په لندن کې د یو څېړنېزی ادارې ایشیا فېسپک فاونډېشن انټرنېشنل سېکورټي ډاېرېکټر ساجن ګوهل واېس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وېلي خود سره اسلامي ریاست له ماتې ورکولو لپاره به په سېمه کې عرب هیوادونو له هم کار کول وي.
ښاغلي کیون په هغه عناصرو هم خبرې کړي چې لا وجې ېې داعش ډله ځوانانو ته ډیر اثر لرونکی ښکاري. هغه زیاتوي چې دغه ډله یو فریب او د نظر دهوکا ده . ډاکټر ډي جیسز د داعش په حقله یو کتاب (اېي - ایس د راېز اف این اسلامک سټیټ) باندې هم کار کوي
په تعلیم د حکومت کم لگښت، ټولنه کې د سماجي ناهموارۍ او د مخلفتو طبقو ترمېنځ په امدن کې د لوې فرق په سبب پاکستان د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠١٥ پورې ټاکل شوي د تعلیم اهداف نه دي ترلاسه کړې، یونیسکو وايي
د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي لاېبیریا کې د تیر کال مئ د میاشت راهسې تیره اونۍ لومړي ځل دی چې د ایبولا نوی کیس نه دې رپورټ شوی. که لاېبیریا کې ۴٢ ورځو پورې د ایبولا تازه کېس رپورټ نه شو نو دغه هیواد به د ایبولا نه پاک اوگرځولې شي
په یروشلم کې د مقدسو ځایونو دزیارت به وخت ښاغلي نیتن یاهو ویلي د ده ذمه واري نه یواځې د اسرائیل بلکه د یهودیانو د راتلونکي په حقله فکر کول هم دي
ښاغلي ډي مستورا په فرورې میاشت کې ویلي وو چې د شام حکومت پدې راضی شوی چې الیپو ښار باندی گوله باري او هوائي بریدونه اودروي، خو غواړي چې وسله وال اپوزیشن هم د دې پلان ملاتړ اوکړي
د یوکرین حکومت وېلي دوي به تر هغې وسله نه په شا کوي ترڅو چې د باغیانو لخوا بریدونه په مکمله توګه او نه دریږي. او زیاتوي چې دوي د معاهدې د شرطونو پابندي کوي خو د ډزو ځواب به ورکوي.
جن ساکې وویل د اسلامک سټیټ لخوا په ورستیو کې د اقلیتي ډلې خلکو هدف کول، دغه خلکو سره د دوي د غیر انساني او ظالمانه سلوک ثبوت دی څوک چې د دې ډلې مقصد او نظریاتو سره اختلاف لري
د تیر اتوار په ورځ یوې جینۍ د پوټیسکم په یو مارکیټ کې ځان مرگي برید کړې وو چې لاقبله يي پنځه کسان ووژل شو. عینی شاهدینو ویلي دي چې د بریدکونکي عمر د ٨ کالو نه سیوا نه وو
امریکائی چارواکو ویلي په راتلونکو دریو کلونو کې به د فري سیرین ارمي یا د ازاد شام پوځ قریباً ٥٠٠٠ عسکرتربیه کوي. سعودي عرب، قطر او ترکی وړاندیز کړی چې خپلو هیوادونو کې به د تربیي د مرکزونو سهولت ورکوي
د نائجیریا اسلامی تندروه ډله بوکو حرام په شمال شرقي نائیجیریا کې موجود یو ترهگر تحریک دې چې د نائیجیریا د حکومت واک ړنگولو او د خپلې خوښې اسلامی ریاست جوړولو لپاره جنگیږي. د کال ٢٠٠٩ نه تر د کال ٢٠١۴ترمینځه دې ډلې د ٥٠٠٠٠ نه سیوا عام خلک وژلې دي
په واشنګټن کې روانه غنډه کې ٦٠ نه د زیاتو هیوادونو نمائنده گان، روحاني مشران او پولیس برخه اخلي. د دې ترڅنگ د امریکې باسټن، لاس اینجلس او مینیاپلس ښارونو نه راغلي مشران هم په غونډه کې گډون کوي