د یونیسف لخوا په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې په ماشومانو باندې د هغوي په کورونو، ښونځیو او د لوبو په میدانونو کې بریدونه شویدي.
ګواتیمالا یو له هغو نهو هېوادونو څخه دی چې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې یې د هغې مسودې پرضد رایه ورکړه په کومه کې چې د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه غندل شوې وه چې وايي بیت المقدس د اسرایلو پلازمېنه ده
د یاد پوهنتون لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شویدي چې د پوهنتون دننه د هلکانو او جینکو په یو ځای ناستې، د سګرټو په څکولو، د ودانۍ په چتونو باندې یوځای ګرځېدلو، د نویو راتلونکو محصلینو په تنګولو او د صادر په اغوستلو باندې بندیز لګول شویدی
د بشري حقونو وتلې فعالې حنا جيلاني په اسلام آباد کې يوې خبري غنډې ته د وينا پر وخت په حکومت باندې غږ وکړ چې په سمدستي ډول دې پدې اړه خپلې غوره کړې تګ لارې ته بيا د سره کتنه وکړي
د ملګروملتونو ددغې غونډې په درشل کې د اسرایلو لومړي وزیر بین امین نتن یاهو په ورته وخت کې ملګروملتونو ته د درواغو کور ویلی. نتن یاهو وویل: (اسرایلي دولت په دې اړه رایه ورکول له ترسره کېدو مخکې ردوي.)
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې کاري دورې په یولسمه میاشت د امریکا د ملي امنیت په اړه خپله نوې سټراتيژي د ډیسمبر په ۱۸ نېټه اعلان کړه.
په تېرو دوو ورځو کې یوځل بیا د داعش د ځالو پرسر کابل او اسلام اباد د یوه او بل پرضد بیانونه ورکړي دي.
د لبنان ولسمشر له سعودي عربستان څخه د شنبې یا خالي په ورځ وغوښتل چې پدې اړه ورته معلومات ورکړي چې ولې حریري یوه اونۍ مخکې له خپلې څوکۍ څخه د ناڅاپي استعفا څخه وروسته خپل هېواد ته بیرته نه دی ستون شوی.
د فاټا په ټیم کې لوبیدونکی د پاکستان وتلي بالر بلاول بټي وايي دا ټورنمنټ به د پاکستان د کرکټ لپاره ډیر ښه وي او هیله یې څرګنده کړې چې د فاټا ټیم به پکې ښه وځلیږي.
د واټیکان لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې د پاپ لخوا دغه بندیز چې په خپلو کارکونکو باندې به سګرټ نه خرڅوي له ۲۰۱۸ کال څخه به پلی شي.
پدې وروستیو کې امریکا، افغانستان، چین او پاکستان له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه غونډه په عمان کې شوې وه او داسې راپورونه هم خپاره شوي وه چې عمان طالبانو ته د دفتر ورکولو وړاندیز کړی.
د ناټو مشر هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې به پدې برخه کې بدلون ولیدل شي او که پاکستان پدې برخه کې له مونږ سره کار وکړي نو ځینې امتیازات به هم ولري.
یواېس اېډ دې ته ورته د ښونځیو د کتابونو د چاپولو د پروژې په لومړي پړاو کې له افغان حکومت سره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ هم مرسته کړې وه.
شهزاده طلال د سعودي عربستان یو نامتو ملیاردر دی چې په ټویټر، اپل او د روپرت مرډاک په کمپینو کې يې پانگونه کړې ده. شهزاده طلال د منځني ختیځ د سترو بډایانو په ډله کې راځي. پردی سربیره د شهزاده الولید پانگه په سټي گروپ او د نړۍ په یوشمیر سترو هوټلونو کې هم لگول شوېده.
افغان چارواکي وايي، طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې یوه ۸۵ کلنه بوډۍ ښځه دولت ته د جاسوسۍ په تور لومړی تښتولې، بیا یې ترې پښې پرې کړیدي او وروسته یې په بې رحمۍ سره وژلې ده.
د افغانستان د کابل په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی وايي د طالبانو لپاره سیاست او پالیسي د پاکستان استخباراتي ادارې جوړوي او له همدې امله اوس پاکستان غواړي چې د حقاني شبکې او طالبانو یاد مرکزونه افغانستان ته واړوي تر څو نړیوالو ته ځان پاک ثابت کړي.
د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ښه هېوادونو کې بیا د ایسلېنډ او ناروې وروسته سویټزرلینډ او سلوینیا دي.
په سیمه کې د رسنیو استازي وايي طالبان د شپې بریدونه اکثره د هجري شمسي میاشتې په لومړیو او یا وروستیو لسو ورځو کې کوي ځکه سپوږمۍ نیمه، رڼا يې تته او تیاره زیاته وي.
زیارکښ وايي په داعشیانو کې یې څلور ډلې وه لیدې چې هغه د اورکزۍ، باجوړۍ، ازبک او تاجک ډلې وې او هرې یوې به د داعش د زندان د څلورو شپو د امنیت مسولیت په غاړه درلود.
په کابل کې د حقونو او سیاسي علومو استاد سید خالد سادات وي او ای ډیوه ته په خبرو کې وویل چې په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ترمنځ د روانو جګړو له امله د سیمې له ۱۲ واخله تر ۱۵ زرو پورې کورنۍ بې ځایه شویدي.
نور کتل