په مقدمه کې پولیسو دریځ خپل کړی دی چې نه یواځې ګلالۍ ته بلکې د دې مور او پلار ته به هم د هند او نورو خارجي هیوادونو نه پنګې راتلې او دوي به د ترهګرۍ د ودې لپاره کارولې
د خیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد پولیسو دبشري حقونو د مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنګ دفعالې ګلالۍ اسماعیل په پلار او مور باندې مقدمه درج کړې ده چې ددوئ بانکي اکاونټونو ته د هند او نورو خارجي هیوادونو نه پیسې راځي
په ابادۍ دقابو موندلو دمحکمې چارواکي وایي پاکستان دخپلو زیاتو هڅو باوجود هم په ابادۍ قابو موندلو کې ناکامه شوی اؤ که دپاکستان ابادۍ کې اضافه په موجوده رفتار پاتې شوه نو دا هیواد به راتلونکو شلو کالو کې دزیاتو چیلینجونو سره مخ شي.
د پاکستان مسلم لیگ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي احسان اقبال وویل "نن په ټول پاکستان کې شدید تشویش دی، شدیده بی چیني ده، چې د ايي اېم اېف سره د معاهدې دلاندې به د ټېکس څومره بوج (په ولس غورځیږي)، گراني به څومره راځي او د پرمختگ کچه به څومره رو کېږي."
د خبریالانو د تحفظ نړیواله ادره کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس وایي پاکستان د هاغو هیوادونو څخه یو دی چرته چې د خبریالانو ژوند خطر سره مخ دی. اداره وايي په هېواد کې د ٦٠ نه زیات خبریالان وژل شوي دي
دا مهال په ګرده نړۍ کې د پولیو رنځ ختم شوی او یواځې په پاکستان او افغانستان کې پاتې دی. په پاکستان او افغانستان کې پولیو ته د پښتنو ناروغي هم وېل کیږي ځکه په دغه هیوادونو کې د پولیو زیاتې پېښې یواځې د پښتنو په سیمو کې رامنځ ته کیږي.
د مشال خان د وکیلانو د ډلې یو غړی فضل خان ایډوکیټ ډیوه ته وایي د دغو څلورو ملزمانو مقدمه کې عدالت د ټولو فریقینو دریځ واوریدو او قاضي محمودالحسن خټک فیصله تر ١٦ مارچ پورې محفوظه کړه
د یونېورسټۍ د صحافت څانگې د کال ۱۹۹۰ نه د ماسټرۍ ډګریانې ورکول پیل کړې او په لسګونو زده کونکونکي ترې فارغ شوي دي. دغې څانګې په کال ۲۰۰۷ م کې د ایم فل او پي ایچ ډي زده کړې هم شروع کړې او دا وخت یې پنځو زده کونکو ته د ایم فل ډګریانې ورکړي
پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم منظورولو دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی
د پېښور پوهنتون په ایریا سټډي سنټر کې د مرکزي آسیایي هیوادونو مطالعه کېږي او د مرکز ډایریکټر پروفیسر ډاکټر شبیر احمد خان وي او ای ډیوه ته وویل مرکز د پارلیمان د یو ایکټ لاندې کال ١٩٧٥ کې جوړ شو اوباقاعده کار یې ١٩٨٧کې شروع کړو او زده کونکو ته د پي ایچ ډي او ایم فل ډګریانې ورکوي
د پېښور د خېبر ټیچنگ هسپتال د نفسیاتي ناروغیو د څانگې ډاکټر سید محمد سلطان وايي که یو خوا په پاکستان کې په خلکو کې د ذهني ناروغیو شرح زیاته ده نو بلخوا د دې مرض د علاج دپاره د ډاکټرانو هم ډیر کمی دی
د پاکستان د نورو برخو په رنگ په خېبرپښتونخوا کې د زرگونو په شمېره کې مدرسې دي چې ماشومانو ته مفت دیني تعلیم، استوگنه او خوراک ورکوي. زیاتره مدرسې په چندو او د خلکو په مالي مرسته چلوول کیږي
تحریک لبیک پاکستان څه د پاسه دوه میلیونو رایو سره په پنځم نمبر ولاړ دی تر دې چې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې یې د ایم ایم ای نه هم نمبر وړی دی او دغلته د تر لاسه شوو رایو په بنیاد په څلورم نمبر ښکاري
اکبرحسین په کال ١٩۴٨ کې زیږیدلی و او د ١٣ کلونو په عمر کې یې د هنرمندۍ د سفر اغاز وکړو. هغه په کال ١٩٦۴ کې د ریډیو پاکستان پېښور او بیا په کال ١٩٦٦ کې د پاکستان ټېلې وژن دپاره سندرې ریکارډ کول پیل کړل
استاد هدایت الله د پښتو هاغه لویې اؤ خوږ ژبی سندرغاړی دی چې په ټوله نړۍ کې دخپل غږ په کروړونو مینه وال لري
د خبري غونډې ورسته د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه سره خبرو کې ملک محمد خان وویل، "پکور (پکار) خو دا وه چې زه کور په کور په پښتنو گرځېولی دلی وی که نوی کلي په کلي خو گرځولی وی چې مو (ما) شکریه ادا کړی وی خو توسې بیا دا گېلې مو (ما) نه مه کی زه پکښې مصروف یم"
دپښتنون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین ویلي پښتانه نور په هیڅ قیمت قربانیو ورکولو ته نه دي تیار ، ځکه چې په دې خاوره د پښتنو ډیرې وینې توئ شوې اؤ نور به هغوئ دځان په ضد د کیدونکي هر ظلم خلاف غږ پورته کوي
نور کتل