معشوق سلطان ګېله کوي د ناروغۍ وروستو ېې موسېقي هم پرېښې او چا ېې بیا اډو تپوس هم نه دی کړې
د نفسیاتو د ماهر ډاکټر میا افتخار حسین نه چې ډیوه ریډیو پوښتنه وکړه چې ایا میندې پلاران داسې پیښې د خپلو ماشومانو نه پټې وساتي نو هغه ویل د میډیا اوسني دور کښې دا ممکنه نه ده او پکار هم نه ده چې پټ وساتل شي ځکه چې دې سره د ماشوم ذهن کښې مختلف سوالونه پیدا کیږي او د ماشوم د ټولو سوالونو جواب ویل پکار دي تر څو په هره معامله د ماشوم ذهن روښانه وي
د نمر په طاقت چلیدونکې دغه رکشه ګنته کې تر څلویښت کلومیټره پورې منډه وهلی شي او د ډرایور نه علاوه پکې نور درې تنان کښیناستی شي
مطبوعات وايي سکندر یو غیر حکومتي ټیلې وژن ته دا هم ویلې چې "ما وژنۍ او لکه د اوسامه مړی مې سمندر ته وسپارۍ." د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي د القاعده مشر اوسامه بن لادن ابیبټ آباد کې د وژل کیدو ورسته ورسته، امریکائي چارواکې وايي د هغه مړی سمندر ته سپارل شوی دی
پاکستان د خپلې اذادۍ شپږشپيتمه کليزه داسې حال کې نمانځي چې د ترهگره بريدونو ښکار دى، د امنيت وضعه خرابه ده، د انرژۍ بحران معاشي ستونزې پيدا کړې دي او د سياسي اومذهبي گوندونو مشران لا پۀ دي نۀ دي صلاح شوي چې دغه هيواد کې به کوم قسم نظام وي
ځيني خلک وائي چې دا د بيلا بيلو مسلکونود عالمانو تر مينځه د اختلاف نتيجه ده او حکومت بايد روژه او اختر د نورو يو شميرهيوادونو په څير سعودي عربستان سره وتړي، ځيني بيا وائي چې دا وظيفه بايد د موسمياتو محکمې ته وسپارل شي ځکه چې هغوي د سائنسي علم رڼا کې ښه پوهيږي
د تيرو څو لسيزو راهسې چې د پښتنو په سيمه د جنگونو ، کرکې اؤ انتهاخوښۍ کوم طوفان رالوتلى دى دهغې اثرات کۀ چرته د ژوند په نورو مدونو کې واضحه ليدل کيږي نو هلته د ماشومانو دلوبو شيان يا نانځکې ددغو اثراتو څخه بچ نۀ دي پاتې شوي