د جماعت اسلامي نوی مشر سراج الحق د ملاکنډ ډویژن د کوز دیر دی. د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د سوات دی. د تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد د کوز دیر مذهبي څېره ده. ددې نومونو د مشهورتیا نه وړاندې د اسلامي جهادي ډلې البدر مجاهدین مشر بخت زمین په جهادي حلقو کې خپل نوم پیدا کړی وو. بخت زمين هم د دیر د خاورې سره تعلق لري
د ډرامې لیکوال په اسلامي ټولنو باندې مشهور عالم پروفیسر ایس اکبر احمد دی. پروفیسر احمد وايي "نور" کښې دا کوشش شوی چې د غربي نړۍ او اسلامي ټولنو او هیوادونو ترمنځ یو پل جوړ شي، فاصلې لنډې کړی شي او یو د بل کلچر وپیژني