ایا د صوفي د خوشې کولو سیاسي مقاصد خو به نه وي؟ دغه کار په صوبه کښې د واکمن گوند تحریک انصاف په ملاکنډ ډويژن کښې د راتلونکو عامو ټاکنو د تیاریو د پلان برخه به خو نه وي؟
"لیکوال"ـ د پېښور نه خپرېدونکې میاشتنۍ مجله د پاکستان د حکومتي بندیزونو، مالي مشکلاتو او وخت په وخت په سیاسي غلغلو (گردابونو) کې د ډېرو ډغرو وروسته د ٢٥ کالو شوه.
په هدایت نامه کې خبرداری شوی چې پاکستان کښې امنیتي حالات په تندۍ سره بدلېږي اوملگري ملتونه غواړي د خپلې عملې او ددوي د ماتحتانو تحفظ یقیني کړي. بیان زیاتوي دعملې یو غړی هم بغیر د اجازت سفر نه شي کولی
د کال ٢٠١٧ د سروی ترمخه پاکستان دا وخت د ١١٩ ملکونو کښې فهرست کې ١٠٦ مه درجه ولاړ دی. د لوږې یا خلکو لپاره د خوراک د کمي په اړه دغه نړیوال رپورټ ښايي چې په سویلي اایشیا کښې د پاکستان په گاونډ کښې هند په سروی کښې په سلم نمبر دی
د وي او ای ډیوه سره د نهې، سه شنبې، په ورځ په خصوصي مرکه کې شاه جي گل افریدي وویل وزیراعظم ورته ډاډ ورکړی دی چې د کال ٢٠١٨ په عامو انتخاباتو کې به فاټا ته په صوبايي اسمبلۍ نمایندگي ورکړی شي
د سماجي ویب پاڼو د استعمالونکو د حقونو تنظیم بائټس فار آل یو غړی هارون بلوڅ ډیوه ته وايي د پاکستان لخوا د غه غوښتنې ښايي چې حکومت د سماجي ویب پاڼو څارنه زیاته کړي ده
د افغانستان او سویلي اېشیا لپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د نوې تگ لارې وروسته دې پښتنو زور اخستې دې چې ایا پاکستان به د امریکا غوښتنو ته داسې ځواب اووايي چې نړۍ پرې باور اوکړي؟
په پاکستان کې په انټرنیټ د رای د ازادۍ دپاره کارکونکي غیر حکومتي ادارې بولو بهي ډائریکټر اسامه خلجي وايي که حکومت یا بله کومه اداره غیر آئني یا غیر قانوني کار کوي نو دا د اولس حق دې چې په مناسبه ټکو کښې پرې نیوکې اوکړي
د اصلاحاتو ځنډیدو ته په غبرگون کې د باجوړ نه قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان ډیوه ته ویلي "مونږ ته منسټر صیب (قادر بلوچ) وویل چې د مولانا صیب (فضل الرحمان) مخالفت نشو اوړلی او د قانوني مسودي د بیرته اخستلو فیصله مو کړې ده"
د رپورټ د شمیرو ترمخه د ددې منصوبې دلاندې به په خیبر پښتونخوا کښې ١١٠٦ اربه ډالره ٧٠١ اربه ډالره به بلوچستان، ١١٠٥ اربه ډالره به سند صوبه او ٦٠٥ اربه ډالره پنجاب کښې لگول کیږي
د جرګې په پايې کښې یو کمیټی جوړه شوه چې د ټولو سیاسی پارټو لیډرانو سره به لیدۀ کاته کوي، د مشال خان د پاره به د انصاف اخستلو ټولې هلې ځلې په وړاندی بیائی او د اینده تگ لارې ټاکنه راتلونکې تګ لاره به ټاکی
احمد خان رحمي کال ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٢ پورې د نیوجرسي په ایډیسن کاونټي کالج کې د قانون او انصاف سند ترلاسه کولو لپاره تعلیم کړی خو ډگري يي ترلاسه نه کړې شوه
د بنگله دیش په سرښار ډهاکه کې دا میاشت په یوه چای خانه د ترهگرۍ په برید کې ٢٠ کسان ووژل شو. چای خانې ته په اکثر غیرملکیان او د ښار شته من خلک ورتلل. په حمله کې په مشکوک توگه د ککړو کسانو عمرونه د ٢١ کلونو نه کم وو
پاکستان کې د بشري حقونو کمیشن د کال ٢٠١٥ خپل یو رپورټ کې وېلي د غیرت په نو نزدې ١١٠٠ زنانه وژلې شوی دي . چې پکې ١٧٠ هغه جینکۍ هم شاملي دي چې عمرونه ېي د اتلس کالو نه کم دي
خادم حسین وايي دپښتونخوا حکومت هرڅو میاشتې پس نوې نظام معارفي کوي او دغه بیا په نیمه کې پريږدي چې له امله یې دسکولونو استاذان او تعلیم سره تړلې ادارو انتظام کونکي په دوه کې اچولي دي.
دکمیټۍ یو غړي او دعوامي نیشنل گوند سینیټر شاهي سید وایس اف امریکا ته ویلي دي دکمیټۍ غړو په دغه پیښو سخته ناخوښي ښودلې اود کمیټۍ چیرمین اوپخواني داخله وزیر رحمان ملک دداخله چارو ریاستي وزیر بلیغ الرحمان ته اویل په جیلونو کښې د بندي زنانو سره شوې د داسې پیښو تفصیل دی راتلونکې غنډه کې وړاندې کړي
د افغانستان د صدر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ويلي بین الافغاني (د افغانانو تر منځ) د سولې خبری د څلور اړخیزه (پاکستان، افغانستان، چین او امریکا) خبرو نه زیاتې غوره دي.
افغانستان وايي د طالبانو د مشر ملا اختر منصور دمړیني وروستو په پاکستان فشار زیات شوی او اوس غواړي د وېزې شرط په نوم نوې بحث راجوړ کړي چې دنړۍ پام داصل خبرې نه واړوي.
هیلو وي او پروگرام کې دډیوه ریډیو نوشیروان قلندر سره د خبرو په وخت ډاکټر سید عالم محسود وايي که چرې مرکزي حکومت یوه هفته وروسته پیش کونکي بجټ کې هم د پښتنو سیمو څخه تیرېدونکې CPEC منصوبې لپاره پیسې کښې نه ښودې نوعالمي عدالت انصاف کې به مقدمې کوي ځکه چې د پاکستاني عدالتونو نه دانصاف امید نه لري
د افغانستان د صدرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ آشنا ته ویلي د چابهار بندر دافغانستان، ایران او هند لپاره ډیر اهمیت لري او تړون به درې واڼو هیوادونو ته دتجارت مد کې ډیرې گټې اورسوي.
نور کتل