د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو او مړي یې د دره ادم خیلو په کاله خيل سیمه کې موندل شوي دي
د پاکستان وفاقي وزیرې ډاکټر فهمیده مرزا تېره اوونې په اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت فیفا ته اپیل کړی و چې د پاکستان فټ بال فېډرېشن غړيتوب ځنډولو کې دی تادي نه کوي او دوی به راپورته شوې شخړه په سلا مشوره سره حل کړي
بل خوا د خېبر پښتونخوا نه وروسته په اسلام اباد کې هم د اپرېل د 9 مې نېټې نه تر 25 اپرېل پورې هم په هفته کې دوه ورځې خالي او اتوار د صوبو نه اسلام اباد ته د مسافر ګاډو په تګ راتګ بندېز لګولی شوی دی
د کامران عارف په مرګ اېچ ار سي پي په ټوېټر خپل پېغام کې وویل: “ مونږه د کامران عارف په بې وخته مرګ دردېدلي یو او د هغه د کورنۍ او ملګرو (سره) په دې لوی غم کې شریک یوو.”
د صوبې د اعلا وزیر محمود خان په موجودګۍ کې د 100 روپو په بانډ لیکل شوی لوظنامه کې دا ذکر نه دی شوی چې په سیمه کې کوم قسمه ډلې موجود دي؟ او دا چې که په سیمه کې وسله والې ډلې شته نو حکومت یې په ضد د دې نه وړاندې ولې ګامونه نه دي اخیستي؟
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم پرون ویلي وو هڅې کوي چې هند سره اړیکې سمې کړي خو ویلې یې وو که چېرې هند په دې لړ کې لومړی ګام پورته نکړي نو دوی په وړاندې نشي تلی
په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو د مستقبل په اړه فېصله په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي نوي حکومت د خپلو پاتې ۲۵۰۰ ځواکونو راوېستلو فېصله لا نه ده کړې. امریکا د نېټو اتحادي ملک دی او د نېټو نور هېوادونه افغانستان کې ۷۰۰۰ ځواکونه لري
یوناما وايي د کال ۲۰۱۸ د جنورۍ نه د تر ۲۰۲۱ د جنورۍ پورې په افغانستان کې د دوو ښځو کارکونکو په شمول ۶۵ خبریالان او د مدني ټولنو فعالان وژل شوي چې پکې ۳۳ د رسنیو سره کارکونکي او ۳۲ د مدني ټولنې فعالان شامل دي
ډان ورځپاڼه وايي چې د صوبې د حکومت ویاند کامران خان بنګش ورته ویلي چې د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ په ټاکنو کې د ووټونو خرڅولو په اړه د وډیو خپرېدو ورسته یې حکومت فېصله کړی د عدالتي تحقیقاتو په ځای به په دې اړه پلټنې یو خپلواکه کمېشن کوي
پاکستان کې د سېنېټ د غړو ټاکنو لپاره د صدر عارف علوي لخوا جاري کړل شوي آرډینېنس او سپریم کورټ ته لېږل شوي رېفرنس باندې دا وخت په هېواد دننه سختې نیوکې روانې دي.
په داسې حال کې چې په سېنېټ کې د ډانلډ ټرمپ مواخذې مقدمه پېل کېږي، امنیتي ځواکونو سرښار واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ پلویانو د لخوا یو ځل بیا د ممکنه اړي ګړي له کبله د کانګرس حفاظت د پاره امنیتي ګامونه پورته کړي دي
د افغانستان د اینده په موضع بحث په داسې حال کې کېدلو چې د افغانستان په کندز او فاریاب ولایتونو کې په حمله کې ۲۱ حکومت پلوه عسکر ووژل شو. طالبانو په کندز کې د جمعې د ورځې حمله ومنله
د سویلي افریقا د کرکټ ټیم هم دا وخت ددوه ټسټ سیریز مېچونو د پاره پاکستان کې موجود دی چې په خالي مېدانونو کې لوبې کوي او د کرکټ مینه والو ته سټېډیم کې د نېغ په نېغه لوبو کتلو اجازت نشته
په سوشل مېډیا د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو په اړه د بحث راپارېدلو وروسته د پښتونخوا اعلا وزیر د اطلاعاتوخصوصي سلاکار کامران بنګش په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دا تاثر سم نه دی چې صوبايي حکومت د صوبې د پوهنتونوسره مالي مرستې نه کوي
د څېړنو ادارو دغه اندېښنې د هغو رپورټونو وروسته څرګندې کړې چې پکې وېل شوي د خېبر پښتونخوا په نوو ضلعو کې د طالبانو ډلې یو ځلی بیا منظم شوي او په کال ۲۰۲۰ کې دغه ډلو په خاصا توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه زیات کړي وو
په اماراتو کې یو ټرېول اېجنټ سعید محمد خبري ادارې ای پي ته ویلي دي چې د پاکستان په شمول د ځینو مسلمان هېوادونو ځوانانو او یواځې سړو ته وېزې نه ورکړل کېږي.
د شمالي وزیرستان نه په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وايي چې د کال ۲۰۱۸ نه تراوسه په شمالي وزیرستان کې تر ۲۰۰ پورې ځايي مشران او فعاله خلک په هدفي بریدونو کې وژلی شوي دي.هغه وویل چې دا ټول هغه خلک دي چې د سیمې په امنیت پوښتنې راپورته کوي ځکه وژلی کېږي
د پاکستان سرکاري رېډیو د رپورټ ترمخه د دواړو مشرانو په ملاقات کې په سیمه ایز امن، د پاک افغان پولې د انتظام،افغان سولې عمل او افغانستان کې د مستقل امن په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي
نور کتل