د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون په 23 فرورۍ اعلان کړی چې د ګوانتاناموبی د زندان څخه د 20 کاله بند وروسته دوه پاکستاني وروڼه خپل ملک ته منتقل کوي دغه دواړه وروڼه محمد احمد غلام رباني او عبدالرحيم غلام رباني نوميږي.
که چېرې ګانګرس دغه مجوزه قانون د افغان ايډجسمنټ ايکټ په شمول منظور کړي نو په امریکا کې په عارضي ډول مېشته افغانان به د امريکا مستقل اوسېدونکي وګرځي او نه يواځې دا چې امريکا څخه د وېستل کېدو نه به بچ شي بلکې د روزګار او صحت د اسانتياو اجازت به هم ترلاسه کړی شي
د افغانستان سره تعلق لرونکي صبور شاه چې د سويډن د سټاکهوم ورلډ پيس اېوارډ یا د سولې جايزه ګټلې، ويلي يې دي، "زه غواړم خپله جایزه هغه انجونو ته وقف کړم چې د زدکړو تږې دی خو له اساسي بشري حقوقو څخه منه شوي دي".