لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرل باجوه د کورنۍ د پانګو په اړه رپوټ جوړوونکی خبریال احمد نوراني "اشتهاري مجرم" ګرځول شوی


واشنګټن ـــــ د پاکستان د پوځ د مخکیني مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کورنۍ د پانګو او د ټیکس د حسابونو را برسېره کوونکی جلاوطنه پاکستانی خبریال احمد نوراني په پاکستان کې "اشتهاري مجرم" ګرځول شوی دی. سي پي جې او د پاکستان د بشري حقونو کمیشن دا اقدام غندلی دی.

احمد نوراني یو پلټونکی خبریال دی او دا وخت په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کوي. ښاغلي نوراني له وي او اې اردو سره په خبرو کې په خپل غبرګون کې وویل، په پاکستان کې یو خبریال ته له دې کبله سزا نه ورکول کېږي چې هغه کوم غلط خبر ورکړی بلکې د دې سزا ورکول کېږي چې ولې یې خبر ورکړی دی، وایي خبر یې چېلنج کېږي نه بلکې پر خبر نیول کېږي.

د احمد نوراني دا رپوټ د 2022م کال د نومبر پر 20مه د «فیکټ فوکس» په نوم خبري ادارې خپور کړی وو، هغه ویلي وو چې قمر جاوید باجوه، د هغه ښځه، نږور، د نږور مور و پلار، خویندو او تره په څو کلونو کې دننه د اربونو روپیو شتمنۍ خاوندن شوي او په بهر ملکونو کې یې کاروبارونه او جایدادونه دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر په هغه رپوټ کې د جنرل باجوه د کورنۍ د اثاثو په اړه دعوې رد کړې وې او د تېر کال په دسمبر کې د احمد نوراني خلاف د پاکستان د پلټنو په مرکزي ادارې ایف ای اې کې د هغه خلاف مقدمه هم درج شوې وه.

احمد نوراني وایي د ده خلاف په درج شوې مقدمه کې ویل شوي چې ګواکې ده د باجوه د کورنۍ د ټیکس حسابونو ته په ناسمه طریقه رسایي تر لاسه کړې ده، خو د ده په وینا د ده رپوټ د بډو رشوتونو په اړه وو:

"پر ځای د دې چې اعلی چارواکو زموږ د رپوټ په بنیاد د بډو رشوتونو پلټنه کړې وای هغوی وایي چې ما دا خبر ولې ورکړی وو، که زما خبر غلط وي یا پکې ورکړل شوي معلومات غلط وي نو دوی دې ضرور [زما خلاف] کاروایي وکړي".

احمد نوراني وایي د همدې مقدمې د پلټنو په مهال د ده خلاف له څه اقدام پرته د یو چالان په بنیاد هغه اوس اشتهاري مجرم ګرځول شوی او د ده د نیول کېدو لپاره قانوني هڅې کېږي، وایي پر ده بې بنیاده تورونه لګول شوي دي.

د اشتهاري مجرم اعلانولو مطلب دا دی چې که احمد نوراني ځان په پاکستان کې پولیسو یا عدالت ته ونه سپاري نو امنیتي ادارې یو داسې عمل پیل کولای شي چې په بنیاد یې په قانوني توګه د هغه جایدادونه او اثاثې ضبط کولای شي، بېنک اکاونټونه یې بندولای شي او د کورنۍ غړي یې په نخښه کولای شي.

د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټ یا سي پي جې د پاکستان د ایف ای اې رپوټ غندلی چې پکې احمد نوراني اشتهاري مجرم ګڼل شوی دی. د سي پي جې د اېشیا څانګې مشره بې لي یي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ځپل یو بیان کې ویلي:

"د پاکستان د پوځ د مخکیني مشر او د هغه د کورنۍ د ټیکس د حسابونو په اړه د جلاوطنه خبریال احمد نوراني تر رپوټ وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا د هغه په نخښه کول د مطبوعاتو ازادۍ ته ښکاره ګواښ او خطر دی".

احمد نوراني وایي اوس به له خپلو وکیلانو سره مشوره کوي او د ایف ای اې دا اقدام به چېلنج کوي چې دی یې اشتهاري مجرم ګرځولی دی.

احمد نوراني تر دې مخکې هم د پاکستاني سیاستوالو او پوځي جرنېلانو د ټیکس د حسابونو په اړه څېړنیز رپوټونه جوړ کړي او خپاره کړي دي، خو د هغه په وینا دا لومړی ځل دی چې د رپوټ له کبله یې په خلاف داسې ګامونه اخیستل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیم ایچ آر سي پي هم پر دې خبره اندېښنه ښکاره کړې چې وایي ایف ای اې د هغه نوم د اشتهاري مجرم په توګه اعلان کړی دی. تنظیم د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي:

"دا اقدام غیرمناسب او د ښاغلي نوراني د اظهار د ازادۍ حق له خطر سره مخ کوي. موږ د اسلام اباد له محترم هایکورټ څخه غوښتنه کوو چې د دې خبر واخلي او ښاغلي نوراني سره مرسته وکړي".

په امریکا کې د اوسېدو په مهال «فیک فوکس» د احمد نوراني یو رپوټ د 2020م کال په اګست کې خپور کړ، چې پکې یې د لیفټیننټ جنرل عاصم باجوه د کورنۍ د اثاثو په اړه معلومات ورکړي وو. په نومبر 2021م کال کې یې د سپریم کورټ مخکیني چیف جسټس ثاقب نثار ته منسوب یو آډیو کلیپ خپور کړی وو چې پکې د نواز شریف او د هغه د لور مریم نواز د سزا لپاره د فشار په اړه له نامعلومو کسانو سره خبرې کوي.

احمد نوراني وایي تر دغو رپوټونو وروسته هغه ته په امریکا کې هم د وژل کېدو ګواښونه وشول.

د پاکستان د سپریم کورټ د امر له مخې خبریالان څوک نه شي مجبوره کولای چې د کومې موضوع په اړه د څېړنې په برخه کې خپلې پټې سرچینې ښکاره کړي.

احمد نوراني وایي د ایف ای اې کسانو ده ته ښکاره ویلي دي چې د ده خلاف په دې اقدام کې پوځ نه بلکې اوسنی حکومت لاس لري. وايي دا مقدمه چې کله پیل شوه هغه وخت ای ایس ای پلټنې پیل کړي او ځینې کسان و هم نیول شول، خو وروسته مقدمه ایف ای اې ته وسپارل شوه.

د احمد نوراني د دغو خبرو او د ایف ای اې د چالان په اړه وي او اې د پاکستان د اطلاعاتو له مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب سره رابطه وکړه، د هغې دفتر وویل چې په دې اړه به خپل بیان در واستوو خو وي او اې تر اوسه د دوی جواب نه دی تر لاسه کړی.

احمد نوراني وایي کله چې هغه په پاکستان کې وو د 2017م کال په اکتوبر کې د اسلام اباد زیرو پواینټ سیمې ته نیژدې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د ده موټر په زوره ودراوه، را کښته یې کړ او ویې واهه. وایي د خپلې خبریالۍ پر سر څو ځله ګواښونه ورته شوي دي.

په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د خبریالانو نړیوال تنظمونه وخت په وخت خپلې اندېښنې ښکاره کوي او پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې ګڼي چې د خبریالانو لپاره ډېر له خطره ډک ګڼل کېږي، خو د پاکستان چارواکي تل په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ دعوې کوي.

یادونه:- په دې رپوټ کې وي او اې ډیوه هم برخه اخیستې، خو زیاته برخه له اردو ژباړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    نیلوفر مغل

    نیلوفر مغل په واشنګټن کې د وایس آف امریکه خبریاله ده چې په مختلفو پلېټفارمونو خبرونه او رپوټونه برابروي. تاسو کولی شئ هغه په فیسبوک او ټوېټر فالو کړئ. 

    Facebook

    Twitter

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG