خبريالان: په پښتنوخوا کې د اوږدې مودې راهیسې له بندېزونو او د مرګ له ګواښ سره مخ يو د تیرو 15 کلنو راهیسې په پاکستان کې په عمومي او په پښتونخوا صوبه کې په خصوصي توګه خبريالان د ډېرو مسلکي ستونزو او خطرو سره مخ دي.
ګارډیین ورځپاڼه: په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې هغه افغانې مېرمنې چې د خپلو رواني ناروغیو د درملنې لپاره پېښور ځي د هغوی د ذهني صحت او د ځان وژنو سببونه څه کېدای شي؟
چارواکي: که پېښور پوهنتون ته خپلې پيسې زر تر زره ورنکړل شوې، د اګست تنخواګانې به ورکول ممکن نه وي د پاکستان هاير ايجوکيشن اسلام اباد ته د پېښور پوهنتون چارواکو ويلي چې که ادارې د پوهنتون 345 ميلين روپۍ بقاياجات زر تر تر زره ورنکړي نو استاذانو او نورې عملې ته به د اګست مياشتې تنخوا ورنکړی شي.
په پولیو وایرس او یا نورو پېښو کې معذوره انجونې د واده کولو په برخه کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟ د معذورۍ ښکار خلکو ته خصوصي خلک هم ویل کېږي او دوی هم د یوې عامې جینۍ په څېر د واده کولو او ښه ژوند تېرولو هیله او خواهش لري، خوا دا خواهش ولې نه پوره کېږي؟
د ځوان کول د ستونزو په هکله په ټوله نړۍ کې دولسم اګست د ځوانانو د نړیوالې ورځې په حیث نمانځل کیږي. په پاکستان کې 2023 د ځوانانو کال ګرځول شوی او د دوی د پاره یو شمیر پروژې اعلان شوي خو زلمي او پېغلې ګیله کوي چې د تعلیم پوره کولو وروسته روزګار موندل ګران وي او جينکو ته خو بيا ډېرې ستونزې دي.
د پاکستان د پارلمان د آیني وخت له پوره کیدو وروسته څیړونکي وایي، دې پارلیمان هم د تمې خلاف د پښتنو ستونزې هوارې نه کړې دوي وایي، د نویو ضم شویو ضلعو اوسیدونکو سره چې کومې ژمنې شوې وې هغو ته دې پارلیمان ځواب نه دی ویلی او اوس د خلکو هیلې په مایوسۍ بدلیږي.
پخواني وزیراعظم عمران خان په ټولنیزو رسنیو خپله وینا کې په پښتونخوا کې مخ پر زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو باندې اندیښنه ښودلې. هغه ویلي، په داسې حالاتو کې به د پښتنو غوصه نوره هم سیوا شي او بیا به په ترهګرۍ قابو موندل ګران وي. څېړونکي وایي اوس پښتنو ته د سر خوندي ساتلو سوال راپورته شوی.
د باړې بازار د پولیسو په تاڼې باندې دوه ورځې وړاندې په ترسره شوي ځان مرګي برید کې د یوې کورنۍ یو کس مړ او دوه نور ژوبل شوي دغې کورنۍ ډیوې ته ویلي، چې په برید کې انور خان وژل شوی، مشر ورور یې حنیف خان او د تره زوی یې اسد جان ژوبل شوي او دا مهال ژوبل کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ماشومانو د حقونو نادولتي تنظیم ساحل ویلي، په پاکستان کې ۲۰۲۲ کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۴۲۵۳ پېښې ریکارډ شوي. کاپوهان وایي، وړاندې به له جینکو سره د جنسي تشدد پیښې کمې راپور کیدې خو اوس د پوهې د بیدارۍ له امله یې خلک راپور ورکوي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د چترال یو اوسیدونکي د خپل کور دننه هرچین نومې کلي کې یوه عجایب خانه جوړه کړې ده. د عجایب خانې مالک تاریخ پوه امیر الله خان یفتالي وایي، دې کې اتیا فیصده شیان ده په بیعه اخېستي دي او شل فیصده ورته ډالۍ شوي دي.
د بشري حقونو مبارزین وايي، پښتنه ټولنه کې زیاتره میرمنې وراثتي جایداد کې له برخې نه محرومه دي چې له امله یې ښځې د پرمختګ زغل کې بشپړه ونډه نشي اخېستی. مذهبي عالمان هم میرمنو ته وارثتي جایداد کې په برخې ورکولو زور راوړي خو په دې عمل ډیر کم کیږي.
د پښتونخوا عبوري حکومت په شلم جون د لنډې مودې د پاره بجټ وړاندې کوي عبوري حکومت پرېکړه کړې چې څومره وخت يې پاتې دی تر هغې مودې پورې به يو محدود بجټ وړاندې کړي او نور کار به راروان حکومت ته پريږدي. د بجټ حجم يې نه دی ښودلی خو د دې نه وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت 14.46 ټريلين بجټ وړاندې کړی.
د پښتونخوا هنرمندان وایي، د صوبې نګران حکومت سر ښار پېښور کې د موسیقۍ کوڅې جوړولو پروسه چټکه کړې ده. دوي وایي، تیرو حکومتونو ژمنه کړې وه، چې د هنرمندانو د سر سوري بندوبست وکړي خو دې لړ کې ناکامه شوي دي.
د پښتونخوا تاجران او صنعتکاران د مالي کال 2023، 2024 وفاقي بجټ د صوبې صنعت او تجارت لپاره ګټور نه بولي. دوی وایي، د مالي ستونزو له امله صوبه کې زیاتره صنعتونه بند پراته دي خو بجټ کې د هغې د پرانیستلو لپاره هیڅ مراعات نه دي اعلان شوي.
د ښځو پرضد د صنفي تشدد ښکار ښځو ته څه ډول اداري مرستې په کار دي او د هغوي د خونديتوب لپاره څه ډول مرستې کېدای شي؟ په دې مسلې باندې د عمر اصغر خان فاونډېشن نومې یوې غیر دولتي ادارې له ښځینه فعالانو سره په پېښور کې یو مشورتي غونډه کړې. د دغې غونډې ګډونوال فعالان څه وايي؟
د کمو اسانتیاو له امله پاکستان کې د سایکلېنګ مقابلو کې برخه اخېستونکې میرمنې ډیرې کمې شوي دي. د سایکلنګ لوبغاړې وایي، اول خو کور کې دننه د دوي سپورټس کې د برخې اخېستو مخالفت کیږي او که کورنۍ اجازه ورکړي، نو بیا ټولنه کې د میرمنو سایکل چلولو ته په عجیبه نظر ګوري.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ښځینه کارکونکو په کورونو باندې د پولیسو د چاپو پرضد ولې د نورو سیاسي ګوندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی؟ تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره کارکونکو ادارو او فعالاانو هم په دې اړه غږ نه دی پورته کړی. تفصیل د سعدیه قاسم شا او هاشم علي په راپور کې.
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بنديال لخوا د القادر ټرسټ د پيسو د غلا په تور کې نيول شوي پخواني وزير اعظم ته د عدالت په پېشۍ کې هرکلی ويل او بيا په رخصتۍ کې ورته د ښه نصيبۍ دعا کول د قانون پوهانو په وينا د ياد قاضي د منصب سره ناسم کار و.
په ملک کښې د تشدد نه ډکو احتجاجونو وروسته انټرنېټ تړل شوی و چې حکومت بيا په ډېرو ښارونو او سيمو کې درې ورځې پس خلاص کړو خو په ډېرو ځايونو کې لا اوس هم بند دی چې د خلکو په ورځني ژوند، کاروبار او په خاصه توګه د سوشل ميډيا په استعمالونکو يې ډېرې بدې اغېزې کړي.
د پيښور پوهنتون د سیاست څانګې او د Sussex پوهنتون لخوا د کډوالۍ او د بې ځايه شویو خلکو معیشت او نورو ستونزو باندې په یوې شوې څېړنې د خبرو لپاره غونډه کړې.
نور کتل