څيړونکى حسن عسکري دې تاثر سره اتفاق نه کوي چې ګني اقتدار کې دشاملو طاقتورو تنانو په ضد کاروایي به څه اغیز ونه لري. وي او اى ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل که کرپشن کې دککړو مهمو چارواکو پرضد ګامونه واخستل شي نو دې سره به دحکومتي چارواکو په زړونو کې ويره خوريږي او د کرپشن مخنيوى له دې لارې کيدای شي
وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل احتجاج د ګوادر د ولس بنيادي حق دى او يو سويلين تن يا سياستمدار د دوي احتجاج ته جایز يا غلط ويلی شي خو پوځي جرنيل دا حق نه لري چي دوي د احتجاج د حق نه محرومه کړي
اسلام اباد هايکوټ د پايه تخت اسلام اباد څخه بې درکه پاکستاني نژاد جرمن وګړي د لټون په خواست اورېدنه کړې او د يادې قضيې په تفتيش کې نومول شوي د پوځ دوه جرنيلانو څخه د پلټنو حکم يې کړى دى.
د چين نوي ټاکل شوي خارجه وزير ژن ژانګ د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بوټو زرداري سره دټيلفیون د لارى رابطه کې په ګوته کړې چې د ٢١ جنورۍ نه دپيل کيدونکي نوى چينايي قمري کال د دستورو په مناسبت سره دوي پاکستان کې دخپلو وګړو د حفاظت پسر انديښمن دي
که څه هم د بشرې حقونو تنظيمونه او تحريک انصاف د اعظم سواتي په ضد کاروايي د راېې د اظهار په ضد بولي خو هم د تحر يک انصاف ګوند د واکمنۍ په وخت د قامي اسمبلى غړى علي وزېر د رياستې ادارو په ضد دتقرير کولو په تور ګرفتار کړل شوى و او ټولو قضييو کې دضمانت باوجود لا تر اوسه دکراچۍ جيل کې بنديوان دى
د پاکستان خارجه دفتر بيان کې د افغان طالبانو په پريکړه انديښنې ښودلی شوي او د افغان طالبانو څخه دې پريکړې ته دبياکتنې غوښتنه هم شوې ده
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا، پنجاب او ګلګت بلتستان حکومتونو په مرکز کې د پي ډي ايم په حکومت تور لګولی چې د دوي صوبې د وسيلو د برخو ترقياتي فنډونه نه ورکوي، خو مرکزي حکومت دغه تورونه رد کړي دي.
مطبوعاتي ر پوټونه پاکستان کې دا وخت په عدالتونو کې ٦٢ ملزمان د مذهب سپکاوي مواد خپرولو په تور قانوني کارروايو سره مخ دي چې پکې نهه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.
د چاينا ملټري پاور ٢٠٢٢ په سرخط د امريکا ددفاع محکمې دغه رپورټ کې د پاکستان او چين د ژورې سټراټیجکي او خپل مينځي همکارى په اړوند يو شمير مثالونه ورکړل شوي دي
د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله تیره ورځ یو شخصي ټي وي سره خبرو کې د یادو دوؤ پخوانیو وزيرانو ترڅنګ دشپږو کسانو نه دپلټنو لپاره پوښتنې کول لازمي بللې وې چې په دغو شپږو کسانو کې د هغې شخصي ټي وي ARY مالک سلمان اقبال نوم هم شامل دى کوم چينل کې چې ارشد شريف ملازمت کولو
پارلماني غړو د مرکز لخوا د لانګ مارچ د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د پي ټي آی واک لاندې د حکومتونو ماتولو باندې اندېښنه ښودلې.
نور کتل