امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې مسودې په اړه د رایې ورکولو غوښتنه کوي چې د حماس نه یې غوښتي چې د اوربند وړاندیز ومني. بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د ګل یا دوشنبې په ورځ په قاهره کې د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي سره وکتل. تفصیل د مهوش جلیل په راپور کې.
خبریالانو او د فلسطین روغتیایی چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي په غزه کې د اسرایلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي امریکا د اوربند د یوې موافقې لپاره فشار راوړی چې په هغې کې به د جګړې درول او د حماس لخوا د ځینو تښتول شویو خوشې کول شامل وي.
ملګروملتونو په رفح باندې د اسرایلو له برید وروسته غزه د "ځمکې پر مخ دوزخ" بللی د فلسطین روغتیايي چارواکو په دغو هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه ۳۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولېون په تل ابیب کې د اسرایلو د دفاع له وزیر یواو ګېلېنټ او د کابینې له نورو وزیرانو سره لیدلي
په افغانستان کې چارواکو د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، په شمالي صوبه بغلان کې د جمعې په ورځ راغلو سېلابونو کې د مړينو شمېره 315 ته سېوا شوې ده او د 1600 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.
اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي عیني شاهدان او روغتیايي کارکونکي وايي، چې بریدونه د رفح په دریو کورونو باندې شوي دي.
اسرایلو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غوښتنه کړې چې ایران ته دې پر اسرایلو د برید پر سر سزا ورکړل شي
په امریکا او کاناډا کې نن په ګڼ شمېر خلک د لمر د سترګې پټېدو (سولر اېکلېپس) لیدلو ته تیاری نیسي په ښونځیو کې زده کونکو ته ځانګړې چشمې (عینکې) ورکړل شوي چې لمر ته د کتلو پر وخت یې سترګې خوندي وي.
په ماسکو کې په کنسرټ کې د شوي خونړي ترهګر برید پر سر د اتوار/ یکشنبې په ورځ په ګرد روس کې د ماتم ورځ لمانځل شوې. په دغه برید کې د ۱۳۷ نه زیات کسان وژل شوي او له ۱۸۰و څخه زیات ژوبل شوي. په ژوبلو کې درې ماشومان هم شامل دي. د وي او اې آراش آراب اسادی راپور درته ماه وش جلیل وړاندی کوي.
د اسرایل پوځ وايي، په غزه کې د الشفاء په روغتون کې عملیات روان دي او وايي، دغه کمپلیکس د حماس وسله والو له خوا کارول کېږي. تفصیل د مهوش جلیل په راپور کې.
د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېرېس د اتوار/يکشنبې په ورځ په غزه کې د "سمدستي جنګ بندۍ" غږ کړی دی د اغلې هېرېس د جنګ بندۍ غږ د صدر جوبايډن د انتظاميې لخوا قوي غږ دی. تفصیل د مهوش جلیل په راپور کې.
اسرایل وایي د حماس د ختمولو دپاره به په رفح کې د عملیاتو منصوبه په مخکې بیايي او بلخوا جنګ بندۍ دپاره په پېرس کې خبرې دوام لري. په ډزبندۍ کې د حماس د ولکې نه د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ خبره هم شامله ده. د وي او اې خبریال ارش عرب اسدي رپوټ مهوش جلیل تیار کړی.
روس وايي، د اوکراین په یو ښارګوټي کې چې د کرېملېن ځواکونو تر ولکې لاندې دی، په په چاودنو کې په لسګونو کسان وژل شوي دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې د روس د کیمیاوي ټرانسپورټ ترمینل هم اور اخېستی. بل پلو د پولنډ وزیراعظم ډونالډ ټوسک په لومړي ځل جګړه ځپلي اوکراین ته سفر کوي.
که څه هم په غزه کې د اوربند په اړه له عرب مشرانو سره اختلافات دوام لري، امریکا د بشردوستانه وقفې غوښتنه کوي. خو د اسرائیل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د حماس د وسله والو له خوا د یرغمل شویو بندیانو له راستنېدو پرته به اوربند ونه شي.
د امریکا د جیولوجیکل سروې ادارې د شورو یا چهارشنبې په سهار د افغانستان هرات ولایت ته څېرمه د یوې بلې زورورې زلزلې خبر ورکړی. دغې ادارې ویلي، چې د زلزلې ځواک د رېکټر په کچه 6.3 درجې و. تفصیل د مهوش جلیل په راپور کې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اسرایلو باندې شویو بریدونو کې نهه امریکایان هم وژل شوي دي اسوسېټېډ پریس خبري رسنۍ راپور ورکړی چې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په شویو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی چې ۷۰۰ پکې اسرایلیان او ۵۰۰ فلسطینیان دي.
مسلمان هنرمندان چې کامېک فلمونه جوړوي په امریکایی پاپ کلچر کې د اسلام په اړه د روایتي نظر د بدلولو لپاره کار کوي په دې اړه د وي او ای خبریالې جینیا ډیلوټ رپورټ ماه وش جلیل وړاندې کوي
د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې به دا اونۍ د پرمختګ، ګرانۍ او موسمي بدلون په اړه خبرې کېږي د امریکا غږ د خبریالې مارګرېت بشیر رپورټ د ماه وش جلیل په غږ کې.
امریکا ته د افغان کمانډو ۴۰ راغلې ښځینه پوځیانې دا مهال د پناه غوښتنې په قانوني لانجو کې ګېرې دي کله چې طالبانو دوه کاله مخکې په واک باندې قبضه وکړه نو د امریکا د پوځ د ښځو یوې ډلې ددغو افغان کمانډو شاخوا ۴۰ تنو په وېستلو کې مرسته وکړه.
د شام په شمال شرقي برخه کې کردي چارواکو د داعش یا اسلامي دولت ډلې د کورنیو نه د هلکانو د بیا ځای پر ځای کولو پروګرام پراخ کړی دی. په دې کيمپ کې زیاتره ښځې او ماشومان دي چې ډېر پکې د شام او عراق دي. تفصیل د مهوش جلیل په راپور کې.
نور کتل